Home / ابدي ژوندي / د سپین کاروان د یو ریښتنوني اتل قاري محمد داود خالد ژوند ته کتنه
د سپین کاروان د یو ریښتنوني اتل قاري محمد داود خالد ژوند ته کتنه

د سپین کاروان د یو ریښتنوني اتل قاري محمد داود خالد ژوند ته کتنه


ماښام ناوخته و د یو چا دشهادت غږ مې تر غوږونو شو وارخطا شوم خو بیا به مې ځان ته ډاډ ورکولو دروغ مې بلله ځکه تیر ماښام یې راسره خبرې وکړې له څه وخت وروسته پوه شوم چې ګران ملګری دتل لپاره جداشو او دفراق غم یې راسره ملګری شو.

شهید قاری محمد داوود خالد د لوی استعداد سترې حوصلی د وفأ او صداقت څیښتن وو، نبوي اخلاقو ته یی داسی عملی جامه وراغوستی وه چی دښمن یی هم د لوړو اخلاقو په لرلو قائل وو ، اخلاق او خوش طبعی یی نه یواځی له خپلو ملګرو سره وه بلکی له هر چاسره به یی چی اوله لیدنه وشوله داسې به یې انګیرله چی د کلونو ملګری یې دی.

پیژندنه.
دجهاد او مبارزې اتل نومیالی،ریښتونی مبارز،دغیرت او میړانې دنګ منار،دشجاعت، حوصلې او ثبات غر قاری محمد داود د حاجی لونګین ځوی د امرالدین لمسئ دلوګر ولایت دازرې ولسوالی دباغک دکلي چې له نن څخه یې شپږ دیرش کاله وړاندې  د  هجرت په دیار دپاکستان دخیبر پختونخواه دکوهاټ په سیمه کې په یوه دینداره،متدینه،او جهادپاله کورنۍ کې دغې فاني نړی ته سترګې غړولې وی.

زده کړه:

قاری محمد داوود خالد لومړنی زده کړې دکلي له ملا امام څخه شروع کړې دڅه وخت په تیریدلو سره یې   پلار دعلم او قران عظیم الشان سره دمینې له وجې دقران کریم د یادولو (حفظ) لپاره د مردان تحفیظ القرآن مدرسی ته ولیږه چې تقریبا درې کلونو کې یې دغه سعادت هم په برخه شولو ذو دقران کریم حفظ یې وکړلو
چې په دې یې دعلم تنده ماته نشوله او د قرانکریم دحفظ طره یې د نبوي ص علومو حاصلولو ته خپله ملا وتړله.
محترم قاری صاحب په  ګڼو مدارسو کې له ممتازو علماء نه درسونه و ویل چی د پنځمې او شپږمې درجې کتابونه یی د پیښور په پهندو کښی له مولوی لطف الله (صدیقی) او مولوی محمد حقانی څخه وویل او د دوره موقوف علیه (دورة الصغری) یی د هیواد له نامتو او جید عالم شیخ القرآن والحدیث حضرت مولانا رحیم الله الحقانی سره د یو ممتازطالب په حیث سرته ورسوله او دا یی د علم او ژوند وروستی کال وه کال ته یی د حدیثو ستره دوره وه خو د شهادت تنده یی تر کاله و نه رسوله د قاری صاحب ژوند ددی شعر مصداق شو:

طالب شهید شو فارغ نه شو

مور یی په چیغو چیغو ټول کړل کتابونه

جهاد اومبارزه:
کله چې امریکایي یرغلګرو په ګران هیواد یرغل وکړو څه وخت وروسته قاري صیب محمد داود خالد دجهاد سره دمینې او سرښندنې او شهادت ته دلیوالتیا له وجې دلوګر ولایت له جهادي مسئولینو څخه وتلې جهادي څهرې محترم مولوي محمد داود جلالي صیب تر قیادت لاندې دامریکایي یرغلګرو په خلاف سنګر ته راودانګل او خپل شهامت او غیرت او دینداری پرینښودلو چې په کور کښیني.
دشهید قاري صیب محترم یواځې په لوګر کې خپله جهادي تنده نه ماتیدله بلکې دهیواد ګڼو ولایتونو ته یې جهادي سفرونه کړي وو،
لکه خوست، پکتیا، پکتیکا، ننګرهار او لوګر،
خو سره له کم عمری دخپل زراکت،هوښیاري، شجاعت، او اخلاص له وجې ډیر زر دیو تکړه فوځي قومندان په توګه دلوګر دازرې ولسوالی کې راڅرګند شو سره له کم عمری ګڼ علماء،طلباء او مخور خلک پرې راټول شول.

اسارت:
په کال ۱۴۲۹/۷ کی  د پاکستان د هنګو په سیمه کی د خپلو دری ملګرو سره د پاکستانی طالبان تحریک طالبان دمشر امیر بیت الله محسود سره د بیعت په تور ونیول شو د سختو شکنجو او ځورنو څخه وروسته د کوهاټ زندان ته منتقل شو چې له څه بند وروسته ازاد شو خو زندان یې پوخ عزم او کلک هوډ مات نکړلو دتیر په څیر یې یو ځل بیا دجهاد اومقاومت ډګر ته مخه کړه.

زخمیتوب:

دشهادت نه دوه کاله وړاندې په دوه زره څوارلسم میلادی ۲۰۱۴م کی د ننګرهار ولایت د حصارک ولسوالی کی د امریکایي ډرون الوتکو تر برید لاندې راغللو  چې شپږو ملګرو یې دشهادت جام په سرواړولو او قاري صیب محمد داود خالد هم په دغه برید کې ټپي شو.

ځانګړنه:
قاری محمد داود خالد ته نه یوازې د امریکایانو او د هغوی دغلامانو په وړاندې د جګړی سعادت حاصل وه بلکې کله چی د خوارجو (داعش) فتنه له عراق څخه ننګرهار ته منتقل شوه نو قاری صاحب دمشرانو په امر او غوښتنه ددی فتنی د مخنیوی لپاره خپلې مټې راونغښتلې او نور ملګري یې هم ورته وهڅول تر څو دهیواد څخه دغه ناروا پدیده ورکه شي او د ننګرهار خوږیانو، چپرهار، ده بالا او نازیانو په مختلفو عملیاتو کی یې د یو امیر او قومندان په حیث فعاله برخه درلودله.
شهادت:

۲۰۱۶-۵-۲۶م چې د  ۱۴۳۷-۸-۱۹ه ق نیټې سره سمون خوري د پسرلي وږمې غوړیدلې وې غاټولان راټوکیدلي وو نوموړي دنورو مجاهدینو په څیر یوځل بیا دسنګر په لور اراده او عزم کړی وو دازرې په لور یې دژوند وروستی هیلې راټولې کړې وی چی د لا ازرې ته نه و رسیدلی دپکتیا ولایت د ځاځي اریوب ولسوالۍ په سرحدي سیمه ازغند کې د اربکیو ډیویډ پیټرایس ناوړه اولادې او داجیرې اردو او سرحدي ملیشو له لوري  ورته کمین نیول شوی وله بده مرغه چې دوی په تشکیل کې له یو کلاشنکوف نه ماسوا هیڅ هم نه درلودل یواځې قاری صاحب محمد داود خالد یوټوپک او یوه چانټه درلودله چې په ډیره میړانه او زړورتیا سره یې له ټولو ملګرو دفاع وکړه،
او په پوره میړانه په یواځی ځان یی دوه نیم ساعته جګړه له دښمن سره وکړه چې وروسته دمرمیو دکمبود سره مخ شو او دښمن ترینه د تسلیمدو غوښتنه وکړه خو قاری خالد دجګړې داصولو مطابق چوپتیا اختیار کړه چې دښمن ورته نزدې شولو یو ځل بیا یې ددښمن په وژلو خپله تنده ماته کړه او له نزدې یې په دښمن برید وکړلو او ځان ته یې دبیغیرتي له ژوند نه شهادت غوره وبللو چې ددښمن په ځوابي برید کې محترم قاري صیب په سینه مرمۍ وخوړلې او د اخلاقو میړانې او وفا نمونه د تل لپاره د ابد په خوب ویده کړ دشهادت جام یې نوش کړلو.
د جنازی مراسم یی د زرګونو کلیوالو او مجاهدینو له خوا په خپل پلرنی کلی باغک کی په ښه جهادی ولوله ترسره شول او دباغک د شهیدانو په هدیره کی خاورو ته وسپارل شو.
انالله واناالیه راجعون.
روح دې ښاد او یاد دې تل وي

عاکف مهاجر


Leave a Reply !



//