Home / اعلامیه / مکي مکرمي ته نږدي دتوغندیودلګیدوپه اړه د اسلامي امارت اعلامیه
مکي مکرمي ته نږدي دتوغندیودلګیدوپه اړه د اسلامي امارت اعلامیه

مکي مکرمي ته نږدي دتوغندیودلګیدوپه اړه د اسلامي امارت اعلامیه


راپورونه مو واوریدل چې د سعودي  عربستان  د مکې مکرمې ښار په لور د یمن  د حوثیانو لخوا توغندي ويشتل شوي.

اسلامي  امارت  دا ډول عمل غندي او د مکې مکرمې د مقدس  ښار په لور  هر ډول برید د نه منلو وړ بولي.

د مکي مکرمې حیثیت ته نه کتل او  په وړاندې يې بې احترامي کول،  د ټولو مسلمانانو د ځوریدا باعث ګرځي او په وړاندې يې هیڅوک هم بی تفاوته نه پاته کیږي.

اسلامي امارت کلکه غوښتنه کوي چی په راتلونکي کې له داډول کړنو نه جدا ډډه وشي اودمقدسه اماکنو خصوصا حرمینو شریفینو تقدس ته احترام و ساتل شي.

د افغانستان اسلامي امارت

۱۴۳۸/۲/۱هـ ق

۱۳۹۵/۸/۱۱هـ ش ـــ 2016/11/1م


Leave a Reply !



//