Home / اعلامیه ،تبصره،مرکه، / د مورال بایللي دښمن بې ځایه تبلیغات
د مورال بایللي دښمن بې ځایه تبلیغات

د مورال بایللي دښمن بې ځایه تبلیغات


کله چې په ۲۰۰۱ کال کې امریکې په افغانستان یرغل وکړ او نور ۵۴ هیوادونه یې هم له  ځان سره ملګري کړل او د دې ترڅنګ یې داخلي استعمار پلوي پردیپال هم چوپړ ته حاضر شول؛ نو یرغلګرو فکر کاوو چې دا هغه وخت دی چې د افغانانو د اسلام او خپلواکۍ غوښتنې روحیه وځپي. یقین یې درلود چې هرڅه کوي، د دوی په خلاف به څوک سر راپورته نه کړي. لاکن دغه محاسبه په ظاهري اسبابو ولاړه وه؛ ځکه چې د تیر شوروي اتحاد د سور پوځ په خلاف د جهاد په پرتله، دا ځل د مجاهدینو سره نه د نړۍ خواخوږي وه، نه مطبوعات، نه مالي او سیاسي مرستې، بلکې تش لاسي وو. د خپلو مجاهدینو د روزلو او زخمیانو د علاج لپاره یې نه ځای درلود او نه امکانات. دغو وجوهاتو یرغلګر زړور، مغرور او احمق کړل. په افغانستان کې یې خپلې د بشر دوستۍ او د بیان د آزادۍ دعوې او شعارونه هیر کړل. په بیګناه افغانانو یې د بې اساسه راپورونو له مخې د ګوانتنامو، بګرام او پلچرخي زندانونه ډک کړل، حتی افغانان یې د خپلو  کورونو د حویلیو په مینځ کې شهیدان کړل. د دې تر څنګ یې د فساد، ظلم او بې عدالتۍ نه ډکه اداره پرې مسلطه کړه ترڅو افغان ولس ته د هغوی د جهاد او مقاومت پالنې سزا ورکړي. خو افغان مجاهد ولس د قرآن مجید په دې لانديني آیت کریمه باندې په یقین درلودلو سره د غرب د استعماري هیولا په وړاندې په کلک عزم سره راپورته شو.  الله تبارک و تعالي فرمایي:

(قال الذین یظنون انهم ملاقو الله کم من فئة قلیلة غلبت فئة کثیرة باذن الله، والله مع الصابرین (البقرة ۲۴۹)

ډیر ژر د دې آیت کریمه نتایج په عمل کې را ښکاره شول. د یرغلګرو او د هغوی د انډیوالانو پرمختللې وسلې، د عسکرو ډیرښت، تبلیغات، استخباراتي دسیسې او نړۍ ته غلط معلومات ورکول ټول ناکام شول. دوی ټولو ونشو کړی چې د افغان ولس د جهادي مقاومت د راټوکیدلو او پرمختللو مخه ونیسي.

اوس د یوې نیمې لسیزې جهاد نه وروسته د افغانستان د لویو ښارونو پرته د هیواد ټولې اطرافي سیمې او د ډیرو ولسوالیو مراکز د اسلامي امارت په لاس کې دي. مجاهدین هغه وسلې په لاس کې لري او استعمالوي، کومې چې د دښمن سره شتون لري. هره ورځ د کابل د ادارې عسکر د حقایقو په درک کولو سره مجاهدینو ته را اوړي. د مجاهدینو د ښه برخورد له امله نور ملګري هم مجاهدینو سره یو ځای کیدو ته هڅوي. دغه کار او وروستیو فتوحاتو د اسلامي امارت داخلي او خارجي دښمنان وارخطا کړي دي. نو د مایوسي په حالت کې، د ناټو د ویاند دغه ادعا چې طالبان کمزوري شوي او یا دا چې ویشل شوی، یا د کابل د ادارې ادعا چې طالبان عام المنفعه ځایونه ورانوي، ټول د میداني حقایقو خلاف، یوازې بې بنیاده خبرې دي.

موږ یرغلګرو او د هغوی داخلي ملګرو ته وایو چې نور د پوچو تبلیغاتو او دسیسو نه لاس واخلئ. د دې په ځای، ښه به دا وي چې د افغان مجاهد ولس مشروع حقوقو ته غاړه کښیږدې. د مسئلې حل  همدا دی، کنه نو ستاسي اوسنې دسیسې، تبلیغات او هڅې به هم د پخوا په شان د الله تعالی په نصرت، د ولس په ملاتړ او د مجاهدینو په مؤمنانه فراست سره ان شاءالله ناکامې شي.


Leave a Reply !



//