Home / شعراو ادب / د وطن ابادي/عبد الباقي مهاجر
د وطن ابادي/عبد الباقي مهاجر

د وطن ابادي/عبد الباقي مهاجر


په ګلونو ابادي د وطن غواړو

خدایه داسي شازلمي د وطن غواړو

دخزان سپېره لمن چې کړي ورټوله

ښکلي ښکلي پسرلي دوطن غواړو

چې په وینو راولي انقلابونه

داسرونه لیوني دوطن غواړو

چې صفحې دتاریخونو پرې ګواه دي

له رب دغسي زملي دوطن غواړو

چې عزت ،کلتور ،اسلام پکي خوندي وي

په دې ډول ابادي دوطن غواړو

مهجره سره غمي دیار دکلي

دین ساتونکي ګلالي دوطن غواړو


Leave a Reply !



//