Home / اعلامیه / د افغانستان اسلامي امارت د ملکی تلفاتو د مخنيوي او سمع شکایات ادارې لخوا د اوسنيو روانو ملکي تلفاتو غندنه
د افغانستان اسلامي امارت د ملکی تلفاتو د مخنيوي او سمع شکایات ادارې لخوا د اوسنيو روانو ملکي تلفاتو غندنه

د افغانستان اسلامي امارت د ملکی تلفاتو د مخنيوي او سمع شکایات ادارې لخوا د اوسنيو روانو ملکي تلفاتو غندنه


نمبر :۳۳/۱

تاريخ: ۴/۱۱/۲۰۱۶ م

بسم الله الرحمن الرحيم

د افغانستان اسلامي امارت د ملکي تلفاتو د مخنيوي او سمع شکايات مستقلې ادارې د لائحې له مخې چې په کې راغلي دي، د اسلامي ارشاداتو له مخې د اسلامي امارت مشرتابه ته د عامو ولسي خلکو مرګ ژوبله په هېڅ صورت کې د منلو او زغملو وړ نده.

همداراز  د اسلامي امارت د مقدس او سپيڅلي جهاد په مهمو اهدافو کې يو خصوصي هدف د عامو وګړو څخه دفاع ده چې په هم دې اساس د اسلام د روښانه اصولو موافق خپله جهادي مبارزه پر مخ بيايي ترڅو مظلوم افغانان د يرغلګرو امريکايانو او د هغوی د لاس پوڅو د ظلم څخه نجات پيدا کړي، او خپل قيمتي ژوند د اسلامي اصولو موافق تير کړي، خو بيا هم موږه هره ورځ په ډيرې خواشيني سره خبريږو چې زموږ مظلوم ولس د يرغلګرو او وحشي امريکايانو په ړندو بمباريو، ظالمانه چاپو او نورو بې رحمه عملياتو کې زورول کيږي او د هرې ورځ په تيريدو سره زموږ  مظلومو هيوادوالو ته مرګ ژوبله اوړي.

د يرغلګرو او د مزدورې ادارې د بشري جناياتو په روانه لړی کې د کندز دا اوسنۍ پيښه چې د کندز ولايت د بز کندهاري سيمه کې امريکايي وحشي عسکرو د چاپې په مهال تر ۵۰ پورې کورونه بمبار کړل، د اسلامي امارت د ملکي تلفاتو د مخنيوي او سمع شکايات د ادارې د نماينده د معلوماتو په اساس تر شپيتو تنو (۶۰) پورې عام بې ګناه ملکيان شهيدان او په لسګونه نور ټپيان کړل او يو لویی بشري ناورين يې رامنځته کړ.

همداراز په (2016/11/03م)تاريخ د فاریاب ولایت جمعه بازار ولسوالۍ د کوسه قلعه په سیمه کې د مزدورې ادارې د ملي اردو عسکرو د واده په کور د هاوان مرمۍ توغولی دي، چې له امله يې ۳۸ تنوته مرګ ژوبله اوښتې، چې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۳ تنه شهيدان او ۲۵ تنه نور ټپيان دي.

او د دې جناياتو په جريان کې په 2016/10/29)م) تاريخ امریکايي ځواکونو د ننګرهار ولایت شیرزاد ولسوالۍ په مرکيخیلو سیمه کې د مشهور دیني شخصیت «محمد عالم» په کور چاپه واچوله، کله چې په سیمه کې د اسلامي امارت د مجاهدينو له مقاومت سره مخ شول امریکایانو په کلي بمبار وکړ چې له کبله یې د یوې ښځې په ګډون څلور کسان شهیدان او دښځو او ماشومانو په ګډون تر ۳۰ زیات کلیوال ټپیان شول.

همداراز په 2016/11/01)م)تاريخ د روزګان ولایت مرکز ترینکوټ اړوند د درويشانو سیمه کې امريکايي بې پيلوټو الوتکو پر هغه قرارګاه بمبار وکړ چې طالبانو دوه شپي وړاندي نیولې وه  چې د دغه وحشي بمبار له کبله يې د ماشومانو په ګډون تر۷۰ ډير ملکي خلک زخمیان اوشهیدان کړل.

د دغه جناياتو په لړی کې په 2016/08/12)م) تاريخ چې د زمری۲۲مه، ۱۳۹۵ل کال سره سمون خوري د شپې مهال د پکتیکا ولایت په خوشامند ولسوالۍ کې د مزدورې ادارې  د عسکرو او پولیسو په ملتیا امریکایي پوځیانو د میناري په کلي چاپه ووهله او د کلي اکثریت کورونه یې تلاشي کړل، د چاپې پر مهال د خلکو له کورونو قیمتي شیان او نقدي شتمنۍ هم لوټ شوي او عام خلک ووهل شول او شکنجه شول.

آن تر دې پورې چې د مزدورې ادارې چارواکو هم دا کرغيړن جنايت تاييد کړ د خوشامند ولسوالۍ د مزدورې ادارې ولسوال ګلاخان افغان به هم هغه وخت کې رسنيو ته ويل چې د کلي سپین ږیرو ورته ویلي چې له وهلو ټکولو او لوټلو وروسته امریکایي بې پیلوټه الوتکو د ډاکتر وریښمین په کور بمبار هم وکړ چې د ډاکتر وریښمین او د ده د څلورو ماشومانو په ګډون ۱۳ تنه شهیدان شوي دي.

همداراز په 2016/08/12)م) تاريخ چې د زمری ۲۲مه، ۱۳۹۵ل کال سره سمون خوري  د کندز ولایت څخه رسنيوخبرخپور کړ چې د دهنه قشلاق په سیمه کې د طالبانو او د مزدورې ادارې  ځواکونو ترمنځ درنې نښته رامنځ ته شوي، د مزدورې ادارې ځواکونو غوښتل چې د امام صاحب ولسوالۍ محاصره ماته کړي او د دهنه قشلاق له سیمې طالبان پر شا کړي، اما دوی ونه توانيدل چې سيمه له مجاهدينو څخه ونيسي کله چې د مزدورې ادارې  ځواکونه له جګړې راوګرځیدل د لاسپوڅې ادارې دفاع وزارت چورلکو د دهنه قشلاق په سیمه کې د ملکي خلکو کورونه تر بمبارۍ لاندې ونیول او یو شمیر کورونه یې وران او ۱۶ تنه ملکي وګړي یې ټپیان کړل

همداراز په (2016/08/13م) تاريخ چې د کال ۱۳۹۵ زمری ۲۳  سره سمون خوري

د ننگرهار ولایت د اچين ولسوالۍ په باندر سيمه کې امريکايي ځواکونو په يوه توغندويي بريد کې ۶ تنه ولسي وگړي شهیدان کړل او ۴ نور یې ټپيان کړل.

همداراز په 2016/09/28)م) تاريخ چې د (تلې ۷مه ۱۳۹۵ل) سره سمون خوري د ننګرهار ولایت په اچین ولسوالۍ کې د امریکايي ځواکونو په ډرون برید کې ۲۷ ملکي وګړي مړه او ژوبل کړل.

د ننګرهار ولايت د مزدورې ادارې  د والي ویاند عطاء الله خوږیاڼي هم ومنله چې بېګا د شپې پر اتو بجو یوې بې پېلوټه الوتکې د اچین ولسوالۍ په شډل بازار کې ډرون برید کړی دی.

عيني شاهدان وايي چې دا بريد د يو ډاکټر په کور شوی دی چې تازه د حج د فریضې د ادا کولو څخه راستون شوی وو. د معلوماتو پر اساس د یاد حاجي په کور کې مېلمانه او د هغه دوستان راټول شوي وو، په خواږه خوب ویده و، چې هوايي برید پرې وشو.

خلص دا چې د هرې ورځ په تيريدو سره د امريکايي وحشت او ظلم يو نوی باب خلاصيږي چې زموږ بې ګناه هيواد وال يې قرباني کيږي خو د افسوس خبره دا ده چې په اصطلاح د بشر د حقوقو په نامه هيڅ يوې ډلې د يرغلګرو دغه د ظلم او وحشت څخه ډکه عام وژنه ونه غندله بلکې په مجموع کې ټول په چپه خوله دي.

د افغانستان اسلامي امارت د ملکي  تلفاتو او سمع شکايات اداره د اسلامي امارت د مشر تابه او نورو مسؤلينو او مجاهدينو په نمايندګۍ يادې ټولې پيښې او هرې  هغه پيښې چې زموږ بې ګناه هيواد وال پکې شهيدانيږي يا ضرر ويني په کلکو ټکو غندو او يو لوی بشري جنايت يې ګڼو، او د متضررينو ورثو سره ځان  په دې لوی غم کې شريک بولو او تسليت ورته وړاندې کوو.

د افغانستان اسلامي امارت د ملکي تلفاتو د مخنيوي او سمع شکایات مستقله اداره

ايمل ادرس : [email protected]


Leave a Reply !



//