Home / اعلامیه / په افغانستان کې د غیر افغاني مجاهدینو د شتون په اړه د ملل متحد دکارپوهانو راپور حقیقت نه لري
په افغانستان کې د غیر افغاني مجاهدینو د شتون په اړه د ملل متحد دکارپوهانو راپور حقیقت نه لري

په افغانستان کې د غیر افغاني مجاهدینو د شتون په اړه د ملل متحد دکارپوهانو راپور حقیقت نه لري


په دې وروستیو کې د ملګرو ملتونو په ادرس یو راپور خپور شو چې پکښې ویل شوی دي، په افغانستان کې د اسلامي امارت ترڅنګ په زیاته اندازه بهرني مجاهدین موجود دي او په جګړه کې پراخه ونډه لري.

دا ادعاوې د کابل ادارې د هغو هڅو برخه ده چې غواړي د کابل مخ په زوال رژیم لړزیدلې پښې ټینګې کړي او په پردیو مټو خپل اقتدار وغزوي.  همدارنګه امریکا غواړي په افغانستان کې د خپل کرغیړن شتون د دوام  او توجیه کولو لپاره نور هیوادونه وویروي ترڅو له یوې خوایې  له ځانه سره  د افغانستان په اشغال کې ملګري وساتي او له بلې خوا خپل مالي او ځاني زیانونه په نورو تقسیم او پر ځان بوج کم کړي.

همداراز دوی په سیمه کې  د اوږدې مودې نور اهداف  لري،  د همدې موخو لپاره د کابل د ادارې چارواکې او په افغانستان کې  یرغلګر هیوادونه  دغو کارپوهانو او نورو ته غلط معلومات ورکوي.

اسلامي امارت په کراتو ویلي چې اوس مهال بهرني اتباع زموږ په صفونو کې نشته او نه هم دلته ورته اړتیا لیدل کیږي او دا له څو وجهو:

هغه عرب مجاهدین چې د پخواني شوروي اتحاد د سور فوځ سره د جهاد په مهال افغانستان ته راغلي وو، د وروستیو تحولاتو او امریکایي اشغال وروسته خپلو هیوادونو ته ستانه شوي. اوس د هغوی لپاره په عربي هیوادونو کې د استوګنې او فعالیت پراخې او مناسبې ساحې برابرې شوی دي.

که له اسلامي امارت سره په جګړه کې بهرني ملاتړي وای، نو امریکایانو یا د کابل ادارې مزدورانو  به په جګړه کې  په کوم ځای کې  نیولی  وای یا به  اوس  په افغانستان کي کومه سیمه د هغوی  په لاس کې وای چې  دوی بیا د بیلګې په توګه وړاندې کړې وای.

د داعش په نامه کومو خلکو چې زموږ د هیواد په شرقي سیمو کې د ستونزو د را ولاړولو هڅه وکړه، د افغان ولس لخوا رد شول او د پرمختګ پر ځای له ناکامۍ او ماتې سره مخ شول چې اوس یې ډیر کم کسان د شرقي پولو له وضعیت څخه په ګټه اخیستنه کله نا کله ځان ښکاره کوي او هیڅ کوم لوی تهدید نشي رامینځته کولای.

امریکایان غواړي په داسې خبرونو او راپورنو خپرولو سره د اسلامي امارت پرمختګونه چې د افغان ولس د آزادۍ غوښتنې او اسلامي احساس څخه سرچینه اخلي، او یو ولسي قیام دي نورو جهتونو ته منسوب کړي او د افغان ولس له برحقې مبارزې او روا غوښتنو څخه توجه  بلې خوا ته واړوي او په وړاندې یې نوي خنډونه ایجاد کړي.

د افغانستان اسلامي امارت سره د افغانستان اکثریت ولس ولاړ دی. هروخت د ضرورت له مخې، د ولس څخه  د اسلامي امارت په لیکو کې خلک شاملیږي، د نورو بشري ځواک ته اړتیا نه لیدل کیږي.

د اسلامي امارت تګلاره دا ده چې خپله خاوره د چا په خلاف نه استعمالوي او نه د چا په کورونیو چارو کې لاسوهنه کوي. همداراز، نوروته هم پخپلو کورنیو چارو کې د لاسوهنو اجازه نه ورکوي.

اسلامي امارت په ټول هیواد کې یو نظامي تشکیل لری. د هغه ترڅنګ نه نورتشکیلات شته او نه اجازه ورکوي.

اسلامي امارت د نړی په هیوادونو خصوصأ د غربي هیوادونو په ولسونو غږ کوي چې نور د امریکایانو سره د هیڅ بهانې په اساس همکار نشي او نه د شته واقعیتونو پر خلاف ارزونو او راپورونو ته غوږ ونیسي.

اسلامي امارت په سیمه کې د یو مسئول جهت په توګه څرګندوي چې د افغانستان روانه مبارزه او جهاد د افغانستان د آزادۍ او خپلواکۍ حاصلولو اود اسلامي نظام لپاره مبارزه ده، دا یو  داسې ولسي خوځښت دې چې د  اسلامي عقیدې او افغاني احساس څخه سرچینه اخلي.

د افغانستان اسلامي امارت

۱۴۳۸/۲/۷هـ ق

1395/8/17هـ ش ــ 2016/11/7م


Leave a Reply !



//