Home / اعلامیه ،تبصره،مرکه، / د ملګرو ملتونو د متخصصینو راپور یوازې بې بنیاده ادعا ده
د ملګرو ملتونو د متخصصینو راپور یوازې بې بنیاده ادعا ده

د ملګرو ملتونو د متخصصینو راپور یوازې بې بنیاده ادعا ده


په دې وروستیو کې د ملګرو ملتونو د متخصصینو ډلې په یوه راپور کې ویلي چې په افغانستان کې د کابل ادارې په مقابل کې ۴۵۰۰۰ مجاهدین شتون لري چې په دې کې یې د شلو څخه تر پنځه ویشت سلنه بهرني مجاهدین دي خو ځینې نورې غربپالې رسنۍ یو قدم مخته تللې، د شل او پنځه ویشت سلنې په ځای یې تعداد شل زره او پنځه ویشت زره بهرني مجاهدین لیکلي دي. لومړی دا ویل ضروري دي چې دغه راپور په ناسمو معلوماتو او د سیاسي موخو په بنیاد جوړ شوی، هیڅ حقیقت نه لري. هدف یې دا دی چې څو ناوړه سیاسي موخې ترلاسه کړي. یوه یې په سیمه او نړۍ کې یوه موهومه ویره رامینځ ته کول دي.
ټولو ته معلومه ده، د تیرو څو میاشتو راهیسې د غربي رسنیو له خوا په افغانستان کې د القاعدې او داعش شتون ته هوا ورکول کیږي، د داسې راپورونو په بنیاد یرغلګر غواړي په افغانستان کې د خارجي عسکرو شتون توجیه کړي. د افغانستان ګاونډیان چین او روسیه وډار کړي او یا یې تر فشار لاندې راولي. همداراز، دوی غواړی نړۍ ته وښیي چې په افغانستان کې بهرني مجاهدین جنګیږي ترڅو هغوی د خارجي اشغال په خلاف د اوسني اسلامي او ملي مقاومت ملاتړ و نه کړي او یا خواخوږي ورسره ونه ښيي، تر دې چې د هغوی په جنایاتو لکه د ملکي خلکو وژلو او بمبارولو سترګې پتې کړي. په دې ادعاوو سره دا هم غواړي چې د کابل د ادارې ماته خوړلو عسکرو ته مورال ورکړي چې ګویا تاسي د افغانانو په مقابل کې نه بلکې د خارجیانو په مقابل کې جنګیږئ. لاکن افغان ولس هر څه په خپلو سترګو ویني او پوهیږي چې واقعیتونه د دغو ادعاوو په خلاف دی.
حقیقت دا دی چې اسلامي امارت د خارجي قواوو او د هغوی د داخلي لاس پوڅو په خلاف د جهادي مقاومت لپاره د چا بشري او افرادي مرستو ته اړتیا نه لري. د افغانستان اکثریت ولس د اسلامي امارت سره ولاړ دی. تل د اسلامي فریضې او خپلواکي سره د مینې په اساس د اسلامي امارت په جهادي لیکو کې د شمولیت غوښتنه کوي. اسلامي امارت یوازې د ضرورت په اسا س هغوی په خپلو لیکو کې شاملوي.
لکه څنګه چې موږ په کراتو ویلي د افغانستان اسلامي امارت یو ملي او اسلامي ځواک دی، د اشغال د خاتمې او د اسلامي نظام د قیام لپاره جهادي هلې ځلې کوي، نه د چا په خلاف خپله خاوره استعمالوي او نه نورو ته اجازه ورکوي چې زمونږ په کورنیو چارو کي لاسوهنه وکړي؛ خو باید ووایو، دغه ډول بې بنیاده تورونه او راپورونه د افغانستان مسئله نوره هم پیچلې کوي، په لوی لاس د مسئلې له واقعي حل څخه توجه بلې خوا ته اړوي؛ نو یرغلګر او د هغوی داخلي او خارجي ملاتړي باید پوه شي چې نور دغه له کاره لویدلي او ناروا تاکتیکونه د افغانستان د مسئلې حل نه دی بلکې د دوی ناکامي او وارخطايي ښيي.


Leave a Reply !



//