Home / شعراو ادب / د فتحو دوران
د فتحو دوران

د فتحو دوران


نظام کندهاری
چي د نصرت له ورېځو و اُوري باران د فتحو
د هيلو دښتو کې را وټوکي ګلان د فتحو

د قربانيو په کتاب کې پيلوو هغه باب
چي په زرين خط يې ليکلی دی عنوان د فتحو

د انتظار قفس مو مات کړ په مِنقار د صبر
د خپلواکۍ په بڼ کې بيا کوو طيران د فتحو

د آزادۍ يوسف راباسي د يرغل له کوهي
نن يې و مرستې ته راغلی دی کاروان د فتحو

لاړه د ظلم توره شپه راغی سحر د عدل
د اميدونو لمر راوخوت پر آسمان د فتحو

چي تيږې شا ته پټ ملحد نه مو خبر كړي تيږه
که خدای کول را نژدې شوی دی دوران د فتحو

نظامه کړل دي آوازونه د ‘‍’ متٰی نصرالله ‘‍’
دا دی قاصد نوی راوړی دی فرمان د فتحو


Leave a Reply !



//