Home / news / په هلمند کې په چاپه کې د مجاهدینو له زندان څخه د اسیرو عسکرو د خلاصون ادعا حقیقت نه لري
په هلمند کې په چاپه کې د مجاهدینو له زندان څخه د اسیرو عسکرو د خلاصون ادعا حقیقت نه لري

په هلمند کې په چاپه کې د مجاهدینو له زندان څخه د اسیرو عسکرو د خلاصون ادعا حقیقت نه لري


مزدور دښمن ادعا وکړه چې ګنې تیره شپه يې دهلمند په ګرشک ولسوالۍ کې د مجاهدینو په زندان چاپه وهلي او ۲۸ تنه خپل اسیر شوی عسکر يې خلاص کړي دي.

موږ دا ادعا په کلکه ردوو، په سیمه کې د ولسوالۍ مربوط زندان وو چې جنايي بندیان، د دعوو والاخلک، د شخصي جرمونو مرتکیبین او نور متهمین په کې ساتل کیدل، دښمن په هغه زندان چاپه وهلي او یو شمیر عام بندیان يې له ځانه سره وړي دي.

په دغو بندیانو کې  عسکر یا پولیس وجود نه درلود او نه هم د دښمن اړوند اسیران موږ په دا ډول عادي زندانونو کې ساتو.

د دښمن څخه نیول شوي اسیران په تجمعي شکل نه ساتل کیږي او په کوم ځای چې دهغو ساتنه کیږي هغه په عین وخت کې د مجاهدینو محفوظ مرکزونه هم دي.

کله چې  په یاده  هڅه کې دښمن  ناکام شوی، دخپلې ناکامۍ د جبران لپاره يې په رسنیو کې د خپلو عسکرو د خلاصون آوازه واچوله چې له حقیقت څخه لرې ده.

قاري محمدیوسف احمدي د اسلامي امارت ویاند

۱۴۳۸/۲/۱۶هـ ق

۱۳۹۵/۸/۲۶هـ ش ـــ 2016/11/16م


Leave a Reply !



//