Home / اعلامیه / له بندیانوسره د امریکايانو او کابل ادارې د ناوړه چلند په اړه د اسلامی امارت اعلامیه
له بندیانوسره د امریکايانو او کابل ادارې د ناوړه چلند په اړه د اسلامی امارت اعلامیه

له بندیانوسره د امریکايانو او کابل ادارې د ناوړه چلند په اړه د اسلامی امارت اعلامیه


د هيواد په زندانونو کي وضعيت او سمهال تر ټولو خراب حالت ته رسېدلی او د مظلومو بنديانو هر ډول حقوق تر پښو لاندي کړل شويدي ، په محابسو کي له بنديانو سره د چلند ، د روغتيا او د دوسيو د څېړلو په برخو کي بنديان له سختو ستونزو سره مخ دي چي په لاندي ډول يې خلاصه معلومات وړاندي کوو:

له بنديانو سره ناوړه چلند : که څه هم له بنديانو سره د هيواد په ټولو زندانونو کي ناوړه چلند کول کېږي خو د بګرام زندان له بنديانو سره د کابل ادارې د وحشي عسکرو ظالمانه چلنداوج ته رسېدلی او د زغم وړ نه دی ،  بنديان پر تشه بهانه د نورو بنديانو په وړاندي وهل کېږي ، سپکاوی  ورته  کېږي او د کوټه قلفۍ په شان نوري جزاياني ورکول کېږي ، دغسي چلند ډېر له هغو بنديانو سره تر سره کېږي چي يا دیني عالم وي او يا هم قاري او حافظ ، اکثرو بنديانو ته په کال کي يوه جوړه کالي ورکول کېږي او د کور کالي هم نه ورپرېږدي ، که د سره صليب لخوا بنديانو ته ځيني د ضرورت شيان لکه صابون ، د غاښونو بورس اوکريم ورکول کېږي اکثره يې عسکر غلا کوي او بنديانو ته يې ډېره کمه اندازه رسوي مثلاً پر ۳۶ بنديانو يو صابون ، د بګرام زندان د بنديانو په تعذيب او ځورولو کي د زندان عمومي قوماندان مير صاحب ګل ، د هغه  مرستيال جنرال صفي او د اراسيون قوماندان ښکېل دي او د توهين او وهلو اکثره پېښي په  « شُو » بلاک او نويو اوو بلاکونو کي تر سره کېږي .

روغتيايي ستونزي : په اکثرو زندانونو کي بنديان له سختو روغتيايي ستونزو سره مخ دي او له لومړنيو روغتيايي اسانتياوو څخه هم نه دي برخمن ، پداسي حال کي چي د سختو مريضو بنديانو کورنيو ته  اجازه نه ورکول کېږي تر څو د خپلو ناروغانو علاج وکړي،  ناروغ بنديان د نه پاملرني له امله  خپل ژوند له لاسه ورکوي ، څو ورځي مخکي په همداسي پېښو کي د هلمند او غزني دوه تنه ناروغ بنديان چي په پلچرخي محبس کي بنديان وه وفات شول ، اوس هم ګڼ شمېر بنديان په داسي ناروغيو اخته دي چي که پاملرنه ورته ونشي کېدای شي خپل ژوند له لاسه ورکړي ، د پلچرخي او بګرام زندان په ګډون په ګنو زندانونو کي سلګونه تنه  په خطرناکه( ټي بي) ناروغۍ اخته کسان شته چي له دوو سوو زيات يې يوازي په بګرام زندان کي موجود دي .

د دوسيو نه څېړل : د نورو ولايتي محابسو تر څنګ د څرخي پله او بګرام په زندانونو کي ګڼ شمېر داسي بنديان موجود دي چي په قانوني توګه بايد خوشي شي خو د کابل ادارې لخوا نه يوازي داچي خوشي کېږي نه؛ بلکه د خلاصون په مخ کي يې نور خنډونه هم جوړېږي ، د کابل ادارې د مشرانو جرګې پلاوي هغه معلومات چي څو ورځي مخکي يې له پلچرخي زندان څخه له کتني وروسته رسنيو ته ورکړل له بنديانو سره د رژيم د ظلمونو او د هغوی پر حقوقو د تېري يوه نمونه ده ، پلاوي په خپلو معلوماتو کي ۸۰۰ تنه بنديان داسي ياد کړي چي د بند موده يې بشپړه کړې خو لا هم بنديان دي ، همدا ډول ۱۴۰ تنه په صعب العلاج ناروغيو اخته بنديان چي په قانوني توګه بايد خوشي شي، د خوشي کېدو د پرېکړي باوجود اوس هم په بند کي ساتل کېږي ، دغه معلومات پداسي حال کي خپرېږي چي په بګرام زندان کي ګڼ شمېر دغه ډول بنديان له نامعلوم برخليک سره مخامخ دي او په دغه بدنام زندان کي سختي شپې ورځي تېروي ، ددې ترڅنګ په بګرام زندان کي له ۲۰۰ تنو زيات ماشومان هم بنديان دي چي هغوی هم له دغه ډول غير انساني چلند سره مخ دي ، د دغو ماشومانو په باب د افغانستان د بشري حقوقو کمېسيون هم راپور خپور کړی دی .

 د هيواد له مختلفو محابسو ، استخباراتي توقيفخانو او شخصي زندانونو څخه د بنديانو د تعذيب ، شکنجو او د هغوی د قانوني حقوقو د پايمال کېدو تازه معلومات ښيي چي اشغالګر امريکايان ، کابل اداره او د رژيم خپل سري او ظالم قوماندانان دا چاره د يوه پروګرام له مخي پر مخ بيايي او د هر ډول جنګي قوانينو او بشري اصولو څخه ځان لوړ ګني او هيڅ اعتناء نه ورته کوي .

د هيواد په زندانونو کي د بنديانود اندېښمن حالت په اړه مخکي هم د ګڼو اعلاميو له لاري د بشري حقوقو د مدافعينو ، د نړيوالو بې پرې ادارو او سور صليب څخه غوښتل شوي ووتر څو پدې اړه خپل مسئوليت اداء کړي او ددغو مظلومو خلکو د قانوني حقوقو د ساتني په برخه کي ظالم چارواکي خپلو کړنو ته متوجه کړي؛ خو په تأسف سره چي تر  اوسه پدې اړه کوم مثبت ګام نه دی اخيستل شوی .

د افغانستان اسلامي امارت يوځل بيا پر هغو نړيوالو ادارو او سازمانونو چي ځان بې پرې ، ازاد او دبشري حقوقو مدافعين بولي ؛ ږغ کوي چي د اشغالګرو امريکايانو او مزدور رژيم  لخوا له مظلومو بنديانو سره د ظالمانه چلند د مخنيوي په برخه کي خپل مسئوليت اداء کړي او دوی پوه کړي چي  له بنديانوڅخه د سياسي استفادې پر ځای د هغوی حقوقو ته پوره درناوی وکړي او د نړيوالو بشري قوانينو پر اساس له هغوی سره چلند ولري .

دافغانستان اسلامی امارت

۱۴۳۸/۲/۱۸هـ ق

۱۳۹۵/۸/۲۸هـ ش ـــ 2016/11/18م


Leave a Reply !



//