Home / بیلابیلي لیکني / د مُرَیسیِع یا بَنی المُصطَلَق غَزوه
د مُرَیسیِع یا بَنی المُصطَلَق غَزوه

د مُرَیسیِع یا بَنی المُصطَلَق غَزوه


دوهمه برخه

ابوظهیر

دَعُوهَا فَاِنّهَا مُنتِنَة

ژ: پریږدئ داخبرې  په تحقیق سره دا  ګنده او بد بویه دي.

دا درسول الله H مبارک ارشاد دی ترې  معلومه شوه چې ښې خبرې پاکې او خوشبو لرونکې دې او بدې خبرې ناولې اوبد بویه دي چې  په ظاهري او حسي ډول  دالله تعالی استازي ( انبیاء ) علیهم السلام او دهغوی وارثان یې  محسوسوي.

وعن جابر I قال کُنَّا مَعَ النَّبی صلَّی الله علیه وسلم فَارتَقَت رِیحٌ مُنتَنِةٌ فقال رسولُ اللهH اَتَدرُون مَا هذهِ الریحُ؟ رِیحُ الّذِینَ یَغتَابُونَ المُؤمِنِینِ ( رواهُ احمد وابن ابی الدنیا رواة احمد ثقات)

ژباړه: حضرت جابرIوایي:مونږ درسول الله H سره یوځای وو ناڅاپه سخت بدبوی  پورته شو رسول الله H وفرمایل: تاسوپوهېږئ  چې دا بد بوی دڅه دی؟  دهغو خلکو د خولو  ځي چې  هغوی اوس مهال دمسلمانانو په غیبت   لګیادي دا حدیث امام احمد او ابن ابی الدنیا روایت کړی دی دامام احمد دسند ټول روایان ثقه دی ( ترغیب وترهیب للمنذري ۳ټوک ۳۰۰مخ چاپ مصر)

له دې حدیث  ښکاره شوه چې رسول الله H او و ر سره  هلته ناستو  صحابه وو M دغیبت بدبویې محسوس کړه!  داچې هغه بدبویې دڅه شي  له امله وه درسول الله H له وینا  معلوم  شو.

امام سیوطي V په خصایص کبری کې (باب ما وقع فی غزوة بنی المصطلق من الایات) یعنې په غزوه بني المصطلق کې د  لیدل شومعجزو عنوان لاندې  دابو نعیم په حواله پورتنی  روایت په  لاندې الفاظو   روایت کړی:

عن جابر قال کنا مع رسول الله Hفِی سَفَر فَهَا جَت رِیحٌ مُنتِنَة فَقَال النبیُ Hاِنَّ نَا ساً مِنَ المُنا فِقِینَ اَغتَابُوا نَاساً مِنَ المُؤمِنِین فَلِذلِکَ هَاجَت هذهِ الرِیحُ.

ژ: د حضرت جابر Iنه روایت دی  وایي  مونږ درسول الله H سره  په یو سفر کې ملګري وو ناڅاپه  سخت بدبوی پورته شو (  چې غالباً  وړاندې نه و لیدل شوی و  او نه اوریدل شوی و) رسول الله H وفرمایل: ( تاسو په دې عجیبه او نا اشنا بدبوی حیرانیږئ مه) اوس څوتنو منافقینو دمومنانو غیبت وکړ په دې وجه دا بد بوی راغی، یعنې داد مومنانو دغیبت عفونت دی  په دې وجه پکې شدت او غرابت زیات  دی

دحافظ سیوطي V له خبرې معلومیږي چې دغیبت  دبد بوی واقعه په بنی المصطلق غزوه کې  پېښ  شوې او هم  دې ورته یوه واقعه مدینې منورې ته څېرمه  هم شوې څنګه چې په صحیح مسلم کې دحضرت جابر I نه روایت دی:   چې کله مونږ دبني المصطلق عزوې څخه بیرته راتلو  مدینې منورې ته نژدې رسیدلي وو ناڅاپه یوه  ډېره بد بویه  او متعفنه هوا راغله، رسول الله H وفرمایل: دا بدبویه هوا دکوم منافق سړي د مړینې ده ( خصائص کبری ۱ټوک ۲۳۲مخ)

غالباً دکوم  منافق سړي  دخبیث او ناولي روح دهغې   دښتې ټوله  خلا متعفنه ګرځولې وه، چې رسول الله H او دهغه ملګرو M هم محسوس کړه.

نومیالی سیرت لیکونکی او محدث مولانا محمداداریس کاندهلوي V لیکلي: څښتن تعالی  پخپلو غوره بنده ګانو دکفر نجاست اونحوست  منکشف کړی، په دې وجه یې په وړاندې  سر ښکته کول اومنل  پکاردي  لکه یوزکام نیولی او بې حسه سړی چې دګلاب  خوږ بوی او د متیازو بدبوی  نه محسوسوي  او دا په صحیح الحواس حجت نده چې هغه دې هم  نه محسوسوي،  هم داسې دپاکو کلماتو پاک  او خوږ بوی  او دخبیثه کلماتو خبث او  بد بوی غوره بنده ګان  محسوسوي  .

بهر ازین باید حواس اهل دل

په جامع ترمذي کې له عبد الله بن عمر رضی الله عنه روایت  دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمایلي:

اِذا کَذب العبدُ تَبَا عَدَ عَنهُ المَلکُ مِیلاً مِن نَتنِ مَاجَاء بهِ

ژ:  هرکله چې یوتن دروغ وایي، نو فرښته د دروغو  بدبوی له وجې یومیل لري درومي. ( ترمذي شریف ۲ټوک ۱۰مخ)

په مسند احمد ، جامع ترمذي،  سنن ابي داود، نسائی او مستدرک حاکم کې له ابوهریرة I څخه روایت دی چې رسول الله H وفرمایل:

کوم خلک چې دیو مجلس څخه  دالله تعالی دذکر پرته پاڅي  ګویاچې دمردار خره( جیفه حمار) څخه پورته شي

امام ترمذي وایي: چې دا حدیث حسن دی حاکم وایي: په شرط دمسلم صحیح دی  دبخاري او مسلم په  قدسي حدیث کې دي چې:

کله چې یو بنده دکوم نیک عمل اراده وکړي نو فرښتې دهغه عمل کولو څخه وړاندې یواځي په اراده کولو سره   دهغه لپاره یوه نیکې لیکي، او دکولو څخه وروسته دلسو څخه نیولي تر او وسوه   پورې نیکیانې  ورته لیکي، او کله چې بنده دبدۍ اراده وکړي څو چې یې ونکړي ترهغه  یې بدې نه لیکي

دپورته حدیث نه معلومه شوه چې کراماً کاتبین فرښتوته  دانسانانو دقلبې( زړه) ارادو په اړه هم څه نه څه خبرورکول کېږي ولې که نه ورکول کېږي نو یواځي دنیکۍ  په اراده کولو  سره  هغوی څنګه نیکې لیکي.

ابو عمران جواني وایي: دغه مهال فرښتوته اواز کېږي چې دفلاني په عمل پاڼه کې دا نیکې ولیکئ فرښتې عرض کوي اې الله ! هغه خو دا نیکې نده کړې ځواب ورکول کېږي: هو! اګرکه نیکې یې نده کړې خو دکولو یې اراده کړې.

سفیان بن عنیینه  وایي:

کله چې بنده دکومې نیکۍ کولو اراده وکړې  دهغه دننه دیوې داسې پاکېزه او خوږې خوشبویې وږمې پورته شې  چې فرښتې پو شې چې هغه دکومې نیکۍ اراده وکړه اوکله چې دبدۍ  اراده وکړې د هغه دننه   یو خبیث  بد بوی پورته شي چې دهغه  په سبب فرښتې پو شې چې  دبدۍ اراده یې وکړه .

حافظ عسقلاني V فرمایي دامضمون طبري له ابومشعر مدني څخه نقل کړی دی او ما پخپله دحافظ مغلطایي په شرح کې په دې مضمون یو مرفوع حدیث هم لیدلی دی.( فتح الباري ۱۲ټوک کتاب الرقاق باب من هم بحسنة او بسیة ۲۷۸مخ)

څنګه چې هر عطر جلا خوږ بوی  لري عجیبه نده چې هم داسې دي هره نیکې  جلا خوږ بوی ولري څنګه چې عطر جوړونکې او عطر پلورونکي  عطر په بویولو سره پیژني چې دا دفلاني عطر خوږ بوی دی ممکن ده فرښتې هم دخوشبویې په بویولو سره معلوموي  چې دا دفلاني عمل خوشبویې ده .والله سبحانه وتعالی اعلم وعلمه  اتم واحکم

څنګه چې په همدې بني المصطلق غزوه کې عبد الله بن ابی او دهغه ملګرو ویلي وو چې کله  دوی بیرته ستانه شي  عزتمن به   له مدینې څخه زلیلان باسي! کله چې  دهغه ځوی چې هغه هم عبد الله نومیده خبر شو  نو پلاریې ونیو او ورته وي ویل:

په خدای سوګند ترهغه به تا    مدینې ته پرینږدم چې لاړشي څو  اقرار ونکړي چې ته ذلیل یې! او رسول الله H عزتمن دی.

هرکله چې پلار یې پورته  اقرار وکړ  بیا ایله یې پریښود.

حافظ عسقلاني  وایي پورته واقعه  ابن اسحاق او طبري هم راوړې ده ( فتح الباري سورة المنافقون)

عبد اللهI (بن عبدالله بن ابی ابن سلول) چې کله  مدینې منورې ته ورسید  درسول الله H په خدمت کې حاضر شو  او عرض یې وکړ:

یار سول الله H ماته خبر رسیدلی  چې ته زما پلار د وژلو حکم کوي که اجازه وي زه پخپله دخپل پلار سر قلم کوم او تاته  یې راوړم اوکه ته بل چا ته د هغه قتل حکم کوي هسي نه  زه په غوصه شم  او  په جوش کې  دخپل پلار قاتل قتل کړم، په دې سره  به زه دیومسلمان دقتل مرتکب وګرځم.

رسول الله H هغه دخپل پلار  دقتل کولو څخه منع کړ او ورته یې دهغه سره داحسان او ښه سلوک کولو حکم وکړ نوربیا


Leave a Reply !



//