Home / اعلامیه ،تبصره،مرکه، / آیا په ملکي کسانو بمباري ترهه ګري نه ده؟
آیا په ملکي کسانو بمباري ترهه ګري نه ده؟

آیا په ملکي کسانو بمباري ترهه ګري نه ده؟


په روانه نومبر میاشت کې په کندز کې د یرغلګرو د بمبارۍ په نتیجه کې د ماشومانو، ښځو او نارینه وو شهادت، د یرغلګرو په ټنډه یو بل تور داغ کیښود. دغه ظلم نه دا چې د دوی د بربریت نه ډکه څهره یې یو ځل بیا نړیوالو ته ښکاره کړه بلکې د دوی د بشر پالنې ادعاوې یې هم پوچې ثابتې کړې.

دا لومړی ځل نه دی چې په افغانستان کې امریکایي او نور یرغلګر عسکر په داسې لوی بشري جنایت لاس پورې کوي. په تیرو پنځه لس کالونو کې د افغانستان بیوزله او مسلمان ولس د یوې داسې پلمې او عنوان لاندې د نړیوال زبرځواک د وسلو او باروتو په لمبو کې سوزي چې هغه کې نه افغانانو لاس درلود او نه تر اوسه بې طرفانه څیړل شوې ده؛ خو ټوله نړۍ ویني چې بې ګناه افغان ولس هره ورځ  په خپل هیواد کې د بهرنیو او د هغوی د لاس پوڅو د دهشت او مظالمو ښکار کیږي. آیا د شپې په خاموشۍ کې په خواږه خوب ویده ماشومان او ښځې په خپلو بسترو کې شهیدانول او د جنازو او د واده په مراسمو بمباري کول تروریزم نه دی؟ آیا د خلکو کورونه او باغونه نړول او له مینځه وړل چې د هغوی د ژوند یوازینۍ منبع ده، تروریزم نه دی؟

د دښمن دا ادعا هم غلطه ده چې مجاهدین د خلکو په کورونو کې پټیږي. د دې برعکس، د اسلامي امارت مجاهدین د هیواد په ټولو برخو کې په سپین ډګر د یرغلګرو او د هغوی لاس پوڅو سره جګړه کوي. هغه که په هلمند کې وي، که کندز، بغلان، کندهار، ننګرهار، پکتیا …… او یا د هیواد په کوم بل ولایت کې، هره ورځ د میړانې او قربانۍ عملي مثالونه وړاندې کوي؛ مګر بیا هم د دښمن له خوا د شپې بزدلانه بریدونه دا معنی لري چې یرغلګرو او داخلي لاس پوڅو یې د اسلامي امارت مجاهدینو سره  د مخامخ جګړې مورال او توان له لاسه ورکړی دی.

ټول پوهیږي چې په افغانستان کې یرغلګرو هیوادونو د ټولو نړیوالو قوانینو په خلاف، افغانستان اشغال کړی دی، هلته یې یو داسې نظام په ولس مسلط کړی چې د کابینې اکثره اعضا يې د خارجي هیوادونو تابعیت لري او کورنۍ یې هلته اوسیږي. له داسې کسانو خو توقع نه شي کیدای چې په خپل ولس  زړه وخوږوي او د بهرنیو عسکرو په مقابل کې دفاع ور ځنې وکړي. د دوی د واک دوام په دې پورې تړلی چې یرغلګر خوشحاله وساتي او اوامر یې په ځای کړي؛ خو موږ یرغلګرو ته وایو، چې ستاسې د ظلمونو او اشغال په وړاندې د خپل ولس او هیواد د استقلال او عقیدې څخه دفاع زمونږ مشروع حق دی چې همداشان به دوام کوي. تاسې نشئ کولی چې په دغه ډول وحشت او ظلم سره زموږ په هیواد کې خپلو ناروا اهدافو ته ورسیږئ او یا ولس له مجاهدینو څخه جلا کړی، بلکې ستاسې ظلمونه به د افغان مسلمان ولس د کرکې او د مجاهدینو د لیکو د پیاوړتیا او لا کلک عزم سبب و ګرځي.

زموږ په ویاړلي ټاټوبي کې د تیرو یرغلګرو ظلمونه او نادودې او په پای کې د هغوی رسوا کوونکې ماتې ستاسې لپاره هم عبرت دی هم خبرداری.


Leave a Reply !



//