Home / ابدي ژوندي / د بابوس اتل شهید مولوي امرالله رهبر ژوندلیک ته لنډه کتنه
د بابوس اتل شهید مولوي امرالله رهبر ژوندلیک ته لنډه کتنه

د بابوس اتل شهید مولوي امرالله رهبر ژوندلیک ته لنډه کتنه


شهیدې قافلې

(عاکف مهاجر)

پیدایښت او زده کړې :
شهید محترم مولوي امرالله رهبر د عبداللطیف ځوی د لوګر ولایت د مرکز اړوند بابوس سیمې اوسیدونکی و، چې په ۱۳۵۷ لمریز کال کې یې په یوه دینداره کورنۍ کې دې فاني نړۍ ته سترګې غړولې وې .
نوموړی چې د درس ویلو جوګه شو ،نو په دیني زده کړو یې پیل وکړ چې لومړنۍ زده کړې یې د خپل کلي له ملا امام څخه ترسره کړې او بیا د لوګر ولایت جامعۀ ( عمري ) ته ولاړ. هلته د لومړنیو درجو له لوستلو وروسته د جلال اباد نجم المدارس، وروسته د کابل مشهورې مدرسې جامعه فاروقیې او همدارنګه یې د ګاونډي هیواد پاکستان په مختلفو مدرسو کې زده کړې وکړې ،چې بالاخره د مبارکو احادیثو دورې او دستار فضیلت په موخه د عبدالله ابن مسعود رضی الله عنه مدرسې ته ولاړ او هلته یې لویه دوره د سیمې له مشهور شیخ الحدیث مولوي عبدالغني صاحب څخه ولوستله، خو له بده مرغه چې د درس په اخري میاشتو کې اسیر شو او د دستاربندي د مراسمو شپې او ورځې یې په زندان کې تیرې کړې.

په اسلامي امارت کې ونډه :
په ۱۳۷۳لمریز کال کې کله چې د طالبانو سپېڅلی تحریک راڅرګند شو نو په لومړنیو کلونو کې شهید ( رهبر ) د کم عمر څښتن و، خو چې کله یې د ځوانۍ بڼ زرغون شو نو رهبر شهید له علمي زده کړو او مصروفیتونو سره سره د شر او فساد په خلاف مبارزې کې ونډه واخیسته چې د هیواد په مختلفو ولایتونو کې یې خدمت ترسره کړ او تر هغې پورې په دغه مبارزه کې مصروف و چې تحریک د نړیوالو صلیبي اشغالګرو د اشر په نتیجه کې ونړېد.

د امریکایانو په خلاف جهاد :
کله چې صلیبیانو د خپل کفري نظام او الحاد د پلي کولو په موخه په ګران هیواد یرغل راوړ؛ نو نوموړی له خپلو مخلصو ملګرو سره د جهاد په لومړي صف کې په پوره مېړانې سره ودرېد ،ان تردې چې خپل کور یې د مجاهدینو لپاره د مرکز په توګه کاراوه، له همدې امله به یې په کور هر وخت د تالاشۍ او چاپو بهیر روان وو.
نوموړی یو څه موده وروسته د مجاهدینو د سالار او قومندان په توګه راڅرګند شو، رهبر شهید چې د لوړو اخلاقو، نرمې لهجې، ورین تندي او نبوي سیرت او صورت څښتن و؛ له همدې امله ملګرو ورسره بې کچې مینه درلوده، همدا لامل و چې ملګري یې هم مخلص، زړور او د پوره اطاعت درلودونکي وو، چې په لنډه موده کې د خپلو توندو عملیاتو په نتیجه کې امریکایانو او اجیرانو ته مطلوب شو او هر وخت به ډارن دښمن ورڅخه په وېره کې و.
د یادونې وړ ده چې رهبر شهید د دغه ایثار او قربانۍ په سلسله کې د خپل اسارت په دوران کې خپل ځای ناستی ګران او محترم ورور دیني عالم مولوي صاحب کریم الله کامران چې د یرغلګرو په خلاف یې د خپل اسیر ورور لاره تعقیب او په دښمن یې تندریز عملیات ترسره کول چې بالاخره د وحشي امریکایانو لخوا په یوه چاپه کې په شهادت ورسېد چې له شهادت او تدفین وروسته یې په کرامت ټول لوګر شاهد و.

د شهید رهبر بندي کېدل :
د لویې دورې له اختتام څخه شاوخوا یوه میاشت وړاندې د ۱۳۸۷ لمریز کال د حمل د میاشتې په ۱۴ نېټه نوموړی د ثمر خېلو په پاټک جلال اباد کې د اجیرو غلامانو لخوا ونیول شو، درې کاله یې په زندان کې تېر کړل، ګڼ تکالیف یې وګالل او تر آخره پورې په خپل عزم کلک ولاړ و، چې بالاخره د حوت د میاشتې په ۲۸مه نېټه د ۱۳۹۰ هـ ش کال له زندان څخه آزاد شو.

شهادت:
نوموړي له اسارت څخه وروسته خپله دنده پیل کړه او مقدس جهاد ته یې ادامه ورکړه چې مبارزه یې نوره هم ګړندۍ شوه، امریکایانو هڅه کوله چې نوموړی اسیر کړي.
په ۲۰۱۴ م کال کې له ډېرو چاپو سره سره څو واره د بې پېلوټه الوتکو د ناترسه بریدونو لاندې راغی خو روغ رمټ به ترېنه ووت او په الهي نصرت سره به وژغورل شو.
خو بالاخره په ۲۰۱۴ م کال د اګست میاشتې په ۲۵مه نېټه د صلیبیانو لخوا د بې پیلوټه الوتکې په یوه ناځوانمردانه برید کې له خپل یو ملګري صالح محمـد کاروان سره یو ځای شهید شو.
روح دې ښاد او یاد دې تل وي.
فمنهم من قضی نحبه و منهم من ینتظر. الایة

د شهید امرالله رهبر دردونکی شهادت د دوی د کورنۍ او ملګرو لپاره یې څه نوې خبره نه وه، بلکې د نوموړي یو مشر ورور ( عبدالحی سیف الله ) د روسانو په خلاف په سپېڅلې جهادي مبارزې کې د شهادت لوړ مقام ته رسیدلی، او بل کشر ورور یې مولوي کریم الله کامران چې پورته یې هم یادونه شوې د وحشي صلیبي یرغلګرو په وحشیانه چاپه کې په شهادت رسېدلی . ان شاءالله په راتلونکي کې به یې د ژوند او کارنامو سوانح نشر کړو.


Leave a Reply !



//