Home / بیلابیلي لیکني / د عبرتونو پر لور، د مظلوم ښېرا وهلی!!
د عبرتونو پر لور، د مظلوم ښېرا وهلی!!

د عبرتونو پر لور، د مظلوم ښېرا وهلی!!


د كتور محمد عبدالرحمن العريفى

ژباړن: عبدالباري جمال

زما يو ملګرى دى، چې ډېر نيك او متقي دى او هغه ته څه خلك د دم لپاره هم راځي. هغه راته يوه ورځ وويل:
يوه ورځ يو غټ او مشهور تاجر راغى او راته يې وويل چې: په چپ لاس باندې مې سخت درد دى، زه هېڅ نه پوهېږم چې څه سبب يې دى ډېرو ډاكټرانو او روغتونونو ته لاړم ، د معاينو ټولې نتيجې پاكې دي هېڅ نه پوهېږم چې ولې؟ كېداى شي چې د نظره شوى يم او اوس دا دی تاته راغلم، چې دم مې كړې.
ما هغه دم كړ او دعا مې ورته وكړه.
هغه په دويمه ورځ راغى مادم كړ، په دريمه او په څلورمه هم راغى، تردې چې د هغه راتګ ډېر شو، ورځ په ورځ به د هغه د لاس درد ډېرېده. آخر ما ورته وويل:
كېداى شي ستا دا درد د كوم مظلوم د ښېرا له امله وي، چې تا ورسره ظلم كړى وي. د غصې نه د هغه رنګ بدل شو راته يې وويل:
آيا زه ظالم يم، زه ظالم يم. ته ما د خپل ځانه ښه نه پېژنې. زه غلى شوم او د هغه نه مې بښنه وغوښته. هغه لاړ.
هماغه تجار لس ورځې وروسته په داسې حال كې راغى ،چې روغ او جوړ و. هغه كوښښ وكړ، چې زما سر چپ كړي، بيا يې راته وويل:
ته زما د شفاء سبب يې. ماترينه پوښتنه وكړه هغه څنګه؟
هغه وويل: په هغه ورځ چې زه ستا د كور نه ووتلم زما د لاس درد په ډېرېدو شو، خو ستا خبرې زما په غوږونو كې انګازې كولې. هو! ستا خبره رښتيا وه، ما په يوه كس ظلم كړى و. زما په ياد شول، كله چې ما خپل قصر جوړاوه، زما د ځمكې سره څنګ كې دهغه ځمكه وه، ما غوښتل چې هغه واخلم، خو هغه ځمكه ديوې كونډې ملكيت و، ما هغوئ ته ځواب ورولېږه ،چې دا ځمكه په ما خرڅه كړه. هغې كونډې وويل: چې ځمكه خرڅه كړم، بيا به په پيسو څه وكړم،هغې ويل: دا ځمكه زه خپلو بچيو ته پرېږدم، كله چې هغوئ ځوانان شول، بيا يې خوښه ده چې څه پرې كوي.

ما ډېر كوښښ وكړ، چې هغه قانع كړم، خو هغې انكار وكړ، حال دا چې دې ځمكې ماته ډېر اهميت درلود.
زما ملګری وايي ، ما د هغه تجار نه پوښتنه وكړه: بيا دې څه وكړل؟.
تجار راته وويل: ما خپلې خاصې طريقې استعمال كړې. ما د خپل حيثيت نه ګټه واخيستله او لوى لوى خلك مې په دې وګمارل.
ما ورته وويل: د هغې كونډې او يتيمانو څه وشول؟
هغه راته وويل: چې هغوئ خبر شول، هغوئ به ځمكې ته راغلل، چې مزدوران به يې وليدل، نو هغوئ ته به یې سپكې سپورې كولې او ژړل به يې. مزدورانو دا سوچ كاوه، چې هغوئ ليوني دي.
زما په ياد شي، چې هغې به خپل لاسونه دعا ته پورته كړل او په داسې حال كې به يې ښېرا كولې، چې اوښكې به يې له سترګو روانې وې او بيا دغسې زما په لاس درد ولګېده ،چې نه مې د شپې خوب و او نه مي د ورځې ارام درلود.
ما ورته وويل: بيا دې څه وكړل؟
هغه راته وويل: زه هغې ته ورغلم او بښنه مې ترينه وغوښتله، تردې چې زه ورته په ژړا شوم او د هغې په بدل كې مې ورته په بل ځاى د هغې ځمكې نه ښه ځمكه وركړه.
كله چې د هغې ښځې د معاملې نه وزګار شوم ،الله جل جلاله ته مې رجوع وكړه، تردې چې د لاس درد مې كرار په كرار آرام شو او اوس دادى الحمدلله. بيخي ښه دى.
د دې کیسې د ليكلو نه هېڅ وخت زما دا مطلب نه دى، چې مرضونه د ګناهونو له امله وي. انبياء او صالحين خو هم ناجوړه شوي دي. د دې قيصې نه زما غرض دادى، چې د مرض له امله الله جل جلاله د بنده كبر، غرور او فخر ماتوي، كله چې يو كس چې هغه هر وخت ارام، خوشحاله او آسوده وي، نو په اخر کي بيا هغه سركشه شي او خپل اولنى وخت او انجام هیر کړی.
الله جل جلاله هغوى د دې لپاره ناروغه كوي او غمونه پرې راولي ترڅو په دې پوه شي چې هغه هېڅ هم نه دى.
كله ناكله داسې هم كېږي، چې انسان ديوڅه په پوهېدلو كوښښ كوي، خو هغه پرې نه پوهېږي او كله ناكله غواړي چې يو څه راياد كړي، خو هغه ترې هير وي.
كله داسې هم كېږي، چې انسان داسې څه غواړي چې په هغه كې يې هلاكت وي اود داسې شیانو څخه نفرت لري، چې په هغه كې يې ژوند وي.
که الله جل جلاله وغواړي چې د انسان سترګې، ژبه، پښې، لاسونه او غوږونه واخلي او يا يې ليونى كړي او يا يې په كوځنډ ووهي، نو هغه (انسان ) به څه وكړي او څه كولى شي ؟.


Leave a Reply !



//