Home / شعراو ادب / سلګۍ وکوچيده/نظام
سلګۍ وکوچيده/نظام

سلګۍ وکوچيده/نظام


نظام کندهاری
د ژوند له کلي د خوښيو کيږدۍ وکوچېده
خولې نه مي ځکه بې اختياره سلګۍ وکوچېده
د زړه پر کور مي تور څادر غمونو خور کړ هلته
چي د سرور افق نه لاړه سپوږمۍ وکوچېده
بندي مرغه رنګه عبث ګرځم د ژوند قفس کې
نور مې د بخت له سمندره بېړۍ وکوچېده
د خوشحالۍ لمر مي د بل جهان له غره شو پنا
ورسره سمه مي د زړه دنياګۍ وکوچېده
زه هم بادشاه وم چي پر سر مې د همَای سيوری وو
لاړه له سره مې سايه د شاهۍ وکوچېده
هغه چي زما د هيلو بڼ يې په دعا اوباوه
نن مي هغه ستره هستي له نړۍ وکوچېده
اوس نو يتيم شومه نظام غم سره لاس او ګرېوان
ابدي رانه رخصت شوه مُورَکۍ وکوچېده


Leave a Reply !



//