Home / شعراو ادب / طالبه!/تړون
طالبه!/تړون

طالبه!/تړون


سميع الله تړون

طالبه ځاى د عريضې دې راته نه دى معلوم
طالبه پښې مې هم د ډېرو ګرځېدلو نه دي

طالبه ما دومره سلګۍ کړي چې حد يې نشته
دغه سلګۍ طالبه ستا د اوريدلو نه دي

طالبه سترګو کې مې سرو وينو کنګل نيولی
طالبه سترګې مې د نورو ژړيدلو نه دي

***

خو دا منم طالبه ټوله سيمه ستا سيمه ده
چى څوک دې وغواړي نو ته هلته حاضر ولاړ يې

هر يو مظلوم دې وي په غيږه کې اوچت نيولى
طالبه ته د هر ظالم سړي په سر ولاړ يې

د عدل طمع دلته بل چا نه کيدلى نه شي
طالبه ته په قدمونو د عمر ولاړ يې

***

طالبه زه درته ځولۍ ځکه نيولى نه شم
طالبه مور راته سوزنۍ باندى ځولۍ تړلې

طالبه ما ورته په لاسو اوبه واچولې
دې ظالمانو مو بلا وه په بلۍ تړلې

د مېلمنو د تمانچې له ميله نه وم خبر
چى مېلمنو پکې زما د مرګ ګولۍ تړلې

***

طالبه دا حکومت زما د انتقام نه دى
طالبه دا حکومت زما په وينو سور ښه دى

طالبه امن خو د دې نظام له وسه نه دى
طالبه دا نظام همدغسې مجبور ښه دى

طالبه دا نظام پرديو خلکو ګرو نيولى
طالبه دا نظام پرديو ته مزدور ښه دى

***

طالبه ما خو د چا مخ راشوکولى نه دى
هر يو ماشوم بچى د غټ په مخ نوکارې وهي

پلار مى سلګۍ وهي خو مور او نيا مى غلي پراته
د کوټې کونج کى مى ماشومه خور کوکارې وهي

زه خو ماشوم يمه ګريوان د چا نيولى نه شم
په څه خبره مې د سر نه وينې دارې وهي

***

طالبه تا ته عريضه کوم ملګرى مې شه
طالبه غم زما د سر د انتقام وکه

ته هم بچي لرى طالبه ماته هم وګوره
د دې سوري سوري وجود مې احترام وکه

طالبه زه درته زارۍ کوم چې ومې ګټه
د انسانيت د ترحم نه راته پام وکه


Leave a Reply !



//