Home / شعراو ادب / څه وخت و!!!/کوچی
څه وخت و!!!/کوچی

څه وخت و!!!/کوچی


سپین کوچي

چې شپه به شوه، یواځې به په لاره چیرته نه تلم
چې ورځ به شوه،د خپل سیوري له ډاره چیرته نه تلم

چې شپه به شوه، د زړه د پرهرو څړیکو به ویښ کړم
چې ورځ به شوه، د چا له انتظاره چیرته نه تلم

د ورځې به مې لمر ته خورول د زړه زخمونه
د شپې به د رڼو ستورو له شماره چیرته نه تلم

سهار به مې اوږې تر جنازو لاندې کږې شوې
ماښام به د چورلکو له بمباره چیرته نه تلم

نور غلی د نړۍ له شوره لري چیرته ورک وی
څه وخت و!!!، د مستۍ او شور له ښاره چیرته نه تلم

اوس اخلم هر قدم د زړه په زور لکه رنځور
ماشوم چې وم، په منډه وم، کراره چیرته نه تلم

شړي مې اوس، دا سرې غرمې، د خپل قامت له سیوري
یو وخت به دې له شنه سیوري، چیناره چیرته نه تلم

خواږه،خواږه همزولي رب راکړي وو، څه وخت و!!!
یوازې به کوچیه! سپینه یاره چیرته نه تلم.


Leave a Reply !



//