Home / بیلابیلي لیکني / بخښنه کول ولې زموږ ژوند سموي؟
بخښنه کول ولې زموږ ژوند سموي؟

بخښنه کول ولې زموږ ژوند سموي؟


عمري

ستونزه دا نه ده چي ته هغه نه بخښې، بلکې ستونزه داده چي ته ددې وس او توان نه لرې چي هغه وبخښې. يعنې ضعيف او عاجز یې. دومره توان او طاقت نه لري چي د هغه تر خطاو ورتيرشې. تاسو بايد په لومړي قدم کې د بخښې معنا او مفهوم په ښه ډول سره وفهموي چي د اشتباه او خطا په وړاندې بخښنه کول ممکن دي که نه.

او نور خلک له تاسره پردې بخښنه کولو باندې مقاومت کوي کنه . کله ناکله ستاسو په ذهن کې دغه اشتباه ځای ونیسي چې ګواکې بخښنه کول ستاسو وظیفه او دنده ده تاسو به حتما نورو خلکو ته بخښنه کوئ.

همدغه اشتباه يوه ستونزه ده. تحقیقات دا ښيي هغه خلک چي نورو ته بخښنه کوي هغوی تل خوشحاله او خندانه وي نسبت وهغو ته چي بخښنه نه کوي. کينه او حسد لرل له تاسو څخه ښادي او خوښي وړي او د يوه محرک څيز په څير ستاسو د بدن وسلامتي ته زیان رسوي.

که ته بې بخښنې او له کينې څخه ډک شخص یې نو کله چي له یوې پيښې سره مخامخ شې فکر وکړه ستاسو په بدن کې به يو ډول هورمون په غير اختياري ډول سره د زياتيدو په حالت کې وي چي دغه حالت به تاسو نا آرامه ساتي. باید په دې پوهه سې چي بخښنه يواځې د الفاظو نوم نه دی بلکه له ځان څخه د خښم او غم او درد ليري کولو ته بخښنه وايي.

چي يو ستونزه او مشکل پيښ شي بيا دهغه مشکل په اړوند سوچ کول ستاسو د وينې فشار لوړوي او په راتلونکي وخت کې ستاسو د زړه د پاره هم ناوړه پايلې لري او تاسو له خوښۍ او خوشحالۍ څخه ليرې کوي او کينه ساتل او بخښنه نه کول دې ته لاره هواروي چي ستا دوستان له تاسو څخه بې اعتماده کړي.

بايد هغه منفي افکار لکه حسد نفرت کرکه او انتقام اخيستل دغه منفي افکار بايد په ترحم محبت او دوستي سره بدل کړې. بايد پردې هم غور وکړو چي د تاریخ په اوږدو کې بخښنه کول موږ ته له پیغمبرانو ع څخه راپاتې ده او الله تعالی چې ددې ټول کاينات رب او پالونکی دی هغه هم بخښنه کوي وخپلو بندګانو ته. بخښنه کولاي شي چې ستاسو د بدن اضطرابي او سرګرداني ختم کړي او ستاسو د خښم او کينې انرژي په آرامي او هوسايي بدله کړي.

که ته بخښنه ونکړې نو ستا په زړه کښي به د حسد او انتقام لمبې تل بلې وي او تاسو به ښکاره خبره ده له يوې روحي ستونزي سره مخامخ کړي. د انسان پر مغزو تحقیق او څيړنه شوې او دې نتیجې ته رسيدلې ده چي د انسان عاطفي سیستم او د وينې د جريان حالت په بخښنه کولو سره پرمختګ او وده کوي.

کوم وخت چي مو چي يو څوک په تکلیف کوي نو هغه څه چي هغه ته یې ووايو بايد پر يوه کاغذ یې له ځان سره وليکو، دغه ذهني خبرې به تر يو حده زموږ د آرامۍ سبب شي.

دغه کار موږ ته دا زمينه برابروي چي د خپل احساس ټولې خبرې د کاغذ پر مخ په يو په يو بيان کړو او يو ډول منفي انرژي له خپل ذهن څخه وباسو. نو په همدې ترتيب سره به مو دخښم او ناراحتۍ احساس کم شي او ښه به وتوانیږو چي پرمخ ولاړشو.

اوس داسوال کيږي چي آيا بخښنه کول هنر غواړي که قدرت؟ جواب یې دادی چې بخښنه کول يو ډول قدرت دی، ځکه په دنيا کې ستر او زورو خلک تيرشوي دي، هغوی ټولو دغه قدرت درلودو چي نوروته بخښنه وکړي او بخښنې یې کړي هم وې.


Leave a Reply !



//