Home / بیلابیلي لیکني / د شهید اهل وعیال سره څنګه سلوک کول لازم دي
د شهید اهل وعیال سره څنګه سلوک کول لازم دي

د شهید اهل وعیال سره څنګه سلوک کول لازم دي


د مقدس دین سرتېر وغازیانو او د اسلام د پاکې مینې معززو شهیدانو له اهل وعیال سره په مسلمانانو باندې د شفقت او رأفت نه ډک د رحم او خوشحالي سلوک او پاملرنه لازمي ده او باید هیڅ کله یو فرد د مسلمانانو دغې کم بختي او د هلاکت لارې ته ځان مخته نه کړي چې د شهید بې وزله اهل وعیال غمجنو یتیمانو ته څه قسم تکلیفونه، صدمې او خفګان ورسوي او دا فکر خو په هر مسلمان لازم دی چې شهید د الله تعالی په لار کې، د الله تعالی د رضالپاره د مقدس اسلام د حفاظت په خاطر له شیرین سر او مال، اهل وعیال څخه تېر شو. د ده اهل  وعیال د ده له سیوري بې برخې شول نو آیا د ده اهل و عیال ته تکلیف رسول به د الله تعالی جل جلاله د ناراضي سبب ونه ګرځي؟

امام ابوداودرحمه الله په خپل سنن کې ددې موضوع متعلق مستقل باب په عنوان د(باب فی حرمة  نساء المجاهدین)وضع کړی اوداحدیث یی روایت کړی دی :عن بریدة قال قال رسول الله صلی الله علیه وسلم حرمة نساء المجاهدین  علی القاعدین کحرمة  امهاتهم ومامن رجل من القاعدین  یخلف رجلا من المجاهدین فی اهله فیخونه فیهم الاوقف له یوم القیامة فیأخذمن عمله ماشاء فماظنکم.رواه مسلم مشکوة ج ۲ ص ۳۵۱ ابوداودج ۱ ص ۳۴۵ والنسايي واحمدفی المسند.

ژباړه: نبی کریم صلی الله علیه وسلم ارشادفرمايي :چې حرمت دښځودمجاهدینوپه قاعدینو(یعنې په هغه چاچې په کورونوکې ناست دي جهادته نه دي لاړ)داسې دی لکه حرمت دمیندوددوی اونشته هیڅ داسې څوک چې ناېب شي دمجاهد(یعنې دمجاهدداهل وعیال حفاظت او اصلاح ورپه غاړه شي)اوبیاهغه دمجاهدله اهل سره خیانت وکړي  مګردقیامت په ورځ به داخاېن دمجاهدپه مخ کې ودرولی شي اومجاهدبه ددغه خاين داعمالونه څومره یی چې خوښه وي واخلي نوڅه دی ګمان  ستاسو.

حضرت امام محمدبن احمدالسرخسي رحمه الله ددې حدیث په تشریح کې لیکلي دي :ثم انما استحق هذاالوعیدلان المجاهدخرج من بیته وجعل اهله امنة عندالقاعدوعندالله  فاذاخان فی اهله فقدخان فی امنة الله وانه سعی الی قطع الجهادلان المجاهداذاعلم ان غیره یخونه فی اهله لایخرج…….الخ .(شرح کتاب السیرالکبیرللسرخسی ج ۱ ص ۱۷ فضیلت الرباط)

دمجاهداهل سره خیانت کونکی ددومره لوی وعیدمستحق وګرځیده داځکه چې مجاهدله خپل کوراهل څخه په داسې حال کې لاړچې خپل اهل یی امانت وګرځاوه له پاتې ناستوخلکوسره اوله الله تعالی سره نوکله چې داپاتې خلک دمجاهدله اهل سره خیانت وکړي اوحفاظت یی ونکړي نوبې شکه چې دوۍ دالله تعالی په امانت کې خیانت وکړ.

(نعوذباالله)اوبل داچې داخیانت کونکي دجهادپه قطع کیدواوختمیدوکې کوښښ وکړ(نعوذباالله). ولې چې مجاهدته داخطره وي چې ناست خلک دده له اهل سره خیانت کوي نوبیاکله جهادته ځي اوغیرله ضرورته مجاهدته له کورنه وتل جایزنه دي .ولې چې دخپل اهل ساتنه پرې واجب ده.دقیامت په ورځ به دداسې خیانت کونکي په نیکواعمالوکې مجاهدته حکم وشي چې څومره دې چې خوښه وي نیک اعمال ترینه واخله اوبیانبی علیه السلام وفرمایل چې ستاسوڅه ګمان دی چې دې خیانت کونکي ته به څه نیک عمل پاتې شي.

له دې نه معلومیږي چې مجاهدین په ناستوخلکوډیرلوی حق لري ځکه چې مجاهدین دناستوخلکوله طرفه جهادته تللوکې نایبین دي اوپه خپل ځان سره ددوۍ حفاظت ساتنه کوي اومجاهدینوخپل ځان ددوۍ لپاره ډال جوړکړی دی .

فقیه ابواللیث سمرقندي رحمه الله خپل سندسره دحضرت عبدالله بن ابی اوفی نه نقل کوي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم ارشادفرمایلی دی  :چې څوک دیویتیم په سردشفقت لاس راکاږي دهغه لاس سره مسح کیدونکي هرویښته په بدله کې هغه لپاره یوه نیکي لیکلی شي اویوه ګناه یی معاف کیږي اویوه درجه یی دالله په نزد لوړه شي .

دحضرت ابن عباس رضی الله تعالی عنهما نه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي  دي چې څوک یومسلمان یتیم بچی خوراک ،څښاک اونورو ضرورتونوکې ځان  سره  یوځای کړي تردې چې هغه خودکفیل (یعنې لوی شي ).الله تعالی هغه لپاره یقیناجنت واجبوي . حضرت ابودرداء رضی الله عنه  وايي:چې يوکس درسول الله صلی الله علیه وسلم په خدمت کې حاضرشواودخپل زړه دسختوالي شکایت یی وکړ.نبی کریم صلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل:که چیرې ته غواړې چې ستازړه نرم شي،نودچادیتیم په سرباندې لاس  راکاږه اوپه هغه باندې خوراک اوڅښاک وکړه.

هغه کورمبارک دی چې کوم کې یویتیم پالنه مومي  اوداسې هم راځي چې دهغه کورلپاره بربادي ده چې کوم کې دیتیم حق نه پیژندل کیږي اوکوم خلک چې دهغه حق پيژني هغوۍ مبارک دي .

په بخاري شریف کې حدیث شریف دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم ارشادفرمایلی دی : أناوکافل الیتیم فی الجنة کهذین یعنې زه اودیتیم بچي پالونکی به جنت کې داسې نژدې یولکه دادوه ګوتې. ددې دووګوتویوځای کولوسره یی اشاره هم وکړه .

دمسلم شریف په حدیث کې دي چې محمدصلی الله علیه وسلم  فرمایلي دي :کافل الیتیم له أولغیره أناوهوکهاتین فی الجنة  .یعنې زه اودیتیم پالونکی اګرکه یتیم دهغه خپل وي یاپردی په جنت کې داسې  نژدې یولکه دادواړه ګوتې دشهادت  ګوته اوهغه ته نژدې منځنۍ ګوته یی  اوچته کړه اوورته یی اشاره وکړه.

دابن ماجه حدیث  دی چې هرچاددریویتیمانوپالنه وکړه هغه  سړی ته دومره ثواب ورکول کیږي لکه چې دشپې  عبادت کوي اودورځې روژه نیسي اودخدای په لاره کې جهادکوي اوتوره یې په لاس میدان ته وتلی وي .زه اوهغه به په جنت کې داسې ددوه وروڼوپه شان یولکه چې دادوه ګوتې سره خپلوکې نژدې دي .بیاهغه صلی الله علیه وسلم دشهادت ګوته اوپه خواکې نزدې ګوته اوچته کړه.

ابوعمران جوني رحمه الله دابوخلیل رحمه الله نه نقل  کوي چې مادحضرت داؤدعلیه السلام سوالونوکې چې کوم هغه دالله تعالی په بارګاه کې پيش کړي ؤداهم ولوستل چې ده له الله تعالی نه پ،ښتنه وکړه چې :ای الله !دهغه کس بدله څه ده؟چې ستادرضالپاره دیویتیم بچي یاکونډې ښځې کفالت وکړي .ارشادیی وفرمایه :دهغه بدله داده چې زه به هغه ته خپل سوري کې هغه وخت پناه ورکړم هرکله چې زمادعرش له سوري نه ماسوابل سوری  نه وي .

ترمذي په صحیح سندسره روایت  کړی دی :هرچاچې دکوم مسلمان یتیم دخوراک اوڅښاک کفالت وکړنوالله تعالی هغه جنت ته لیږي  مګرداچې داسې ګناه یی کړې وي چې دبخښلووړنه وي .همدارنګه یی  په حسن روایت سره نقل کړی دی چې چادیتیم پالنه وکړه اوهغه یی په خپلوپښوودراوه الله تعالی هغه لپاره جنت واجبوي.

دابن ماجه حدیث دی چې محمدصلی الله علیه وسلم وفرمایل:دمسلمانانوله ټولونه بهترکورهغه دی چې پکې له یتیم سره ښه سلوک کیږي اودیومسلمان لپاره بدکورهغه دی چې پکې  یتیم ته تکلیف اوآزارورکول کیږي .

ابویعلی په حسن سندسره  روایت کړی دی چې محمدصلی الله علیه وسلم وفرمایل: زه به لومړی شخص یم چې زمالپاره دجنت دروازه خلاصه کړای شي مګرزه له خپل ځان نه مخکې یوه ښځه وینم اوپوښتنه  ترینه کوم چې ته څوک یی؟ اوله مانه مخکې ولې روانه یی؟هغه به ووايی:زه داسې ښځه یم چې دخپلویتیمو ماشومانودپالنې لپاره په کورکې ناسته  وم .دطبراني روایت دی چې محمدصلی الله علیه وسلم وفرمایل :په هغه ذات مې قسم دی  چې زه یی په حقه رالیږلی یم الله تعالی دقیامت په ورځ په هغه سړي عذاب نه نازولي چاچې په یتیم رحم وکړاوله هغه سره نرمي خبرې اترې وکړي اوپه خپله پناه کې یی واخیسته   اوورباندې ظلم اوزیاتی یی ونکړ.

دمحدثینویوې ډلې روایت کړی دی اوحاکم ورته صحیح ویلي دي  چې الله تعالی  یعقوب  علیه السلام ته وفرمایل:ستادسترګودنظردکمیدواودملادکړوپیدوهمدارازله یوسف علیه السلام سره دخپلووروڼودنارواسلوک کولووجه داده چې تاته یوه ورځ یوروژه داراویتیم راغلي ؤ.تاسې دکورنۍ په تعاون سره یووزه ذبحه کړه اووموخوړه مګریتیم ته موډوډۍ  ورنکړه .پس الله تعالی هغه ته خبرورکړچې زه له خپل مخلوق نه له ټولو  نه هغه څوک زیا ت خوښوم چې یتیمانواومسکینانوسره مینه کوي .الله تعالی  هغه  علیه السلام  ته وحې وکړه چې یتیمان راوغواړه اوډوډۍ ورباندې وخوره ،نوهغه همداسې وکړه.په صحیحینوکې له حضرت ابوهریرة رضی الله عنه نه روایت دی چې محمدصلی الله علیه وسلم وفرمایل :الساعي علی الارملة والمسکین ،کالمجاهدفی سبیل الله تعالی ،وأحسبه قال وکالقايم لایفتروکالصاېم ثم لایفطر.یعنې کونډې،یتیم اودمسکین پرورش کونکی داسې دی لکه چې دخدای په لارکې جهادکوونکی دی .غالبادایی هم وفرمايل :هغه شخص  دهغه چاپه شان اجرمومي چې هره شپه عبادت کوي اوهره ورځ روژه  نیسي.

دمخکینیوعالمانوله یوبزرګ نه روایت دی: چې زه دژوندپه لومړي عمرکې شرابي اوبدکارووم مایوه ورځ یویتیم ولیداوورسره مې ډیرښه سلوک وکړ.بلکل داسې  چې څنګه یی پلارله خپل زوی سره کوي ،بلکه له هغه نه هم ښه سلوک.کله چې زه ویده شوم نوخوب مې ولیدچې دجهنم ملایکې په ډیرقهرسره ماراکش کوي اودوزخ ته مې اچوي .په دې وخت کې هغه یتیم هلک راغی اوورته یی وویل :داسړی خوشې کړۍ ترڅوددې په اړه له الله تعالی سره  خبرې وکړم مګرهغوانکاروکړ.په دې وخت کې آوازوشوداپریږدۍ مادغه سړی پریتیم باندې درحم له کبله معاف کړ.په دې وخت  زه له خوبه بیدارشوم اوله هماغه وخت نه له یتیمانوسره ډیرښه سلوک کوم.

اللهم اجعلنا من الذین  ینصرون الیتمی واعوذبک  ان اکون من الذین یأذونهم اللهم فوفق جمیع المسلمین لأداءحقوق شهداء صراطک المستقیم بجاه سیدالمرسلین آمین.


Leave a Reply !



//