Home / بیلابیلي لیکني / د رسول الله صلی الله علیه وسلم د لوړ همت څو بېلګې
د رسول الله صلی الله علیه وسلم د لوړ همت څو بېلګې

د رسول الله صلی الله علیه وسلم د لوړ همت څو بېلګې


لالا ملنګ

رسول الله صلی الله علیه وسلم موږ ته په لوړ همت، مړانه او شجاعت او هوډ او تکل او یوه کار ته په وردانګلو کی ډېره ښه بېلګه او نمونه ده، چي ښايي پیروي يې وسي.

دا په ثبوت رسېدلې ده چي کله به د کفارو سره په جنګ کی د جګړې ډګر ښه تود سو، نو له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه به ترزیاتو خلکو زیات شجاعت، د اقدام جرأت او لوړ همت څرګندېدی. په خپله پیغمبر صلی الله علیه وسلم د لسو کالو په اوږدو کي په اووه ویشتو غزاګانو کي ګډون کړی او د هغو لارښوونه يې کړې ده.

کتابونه وايي چي رسول الله صلی الله علیه وسلم به تل دا هیله لرل چي په ټولو غزاوو او امنیتي ګزمو(سریو) کي برخه واخلي، خو څنګه چي به ټولو اصحابو غوښتل چي ورسره ملګري سي او دا يې ښه نه ګڼل چي دوی پر کور ناست وي او رسول الله صلی الله علیه وسلم جهاد ته وتلی وي، نو څنګه چي يې دونه توښه نه سوای برابرولای چي ټول اصحاب ورسره ولاړ سي، ځکه به يې نو دغو غزاوو ته له تلو څخه صرف نظر کاوه.

په دې اړه دې حدیث ته پام وکړئ:

« وَالَّذِى نَفْسِى بِيَدِهِ لَوْلاَ أَنَّ رِجَالاً مِنَ الْمُؤْمِنِينَ لاَ تَطِيبُ أَنْفُسُهُمْ أَنْ يَتَخَلَّفُوا عَنِّى ، وَلاَ أَجِدُ مَا أَحْمِلُهُمْ عَلَيْهِ ، مَا تَخَلَّفْتُ عَنْ سَرِيَّةٍ تَغْزُو فِى سَبِيلِ اللَّهِ ، وَالَّذِى نَفْسِى بِيَدِهِ لَوَدِدْتُ أَنِّى أُقْتَلُ فِى سَبِيلِ اللَّهِ ثُمَّ أُحْيَا ، ثُمَّ أُقْتَلُ ثُمَّ أُحْيَا ، ثُمَّ أُقْتَلُ ثُمَّ أُحْيَا ، ثُمَّ أُقْتَلُ ».

ژباړه: قسم په هغه ذات چي زما اروا يې په لاس کي ده چي که داسي سړي نه وای چي نه خوښوي چي زه جهاد ته ولاړ سم او دوی پر کور پاته سی، په داسي حال کي چي د هغو لپاره د سپرلۍ هیڅ وسیله هم نه لرم، زه به د لوی څښتن په لار کي د جهاد له هیڅ کوچنۍ غزا څخه لانه وای پاته سوی. قسم په هغه ذات چي زما اروا يې په لاس کي ده چي زما خوښيږي چی د لوی څښتن په لار کي ووژل سم، بیا ژوندی سم ، بیا ووژل سم، بیا ژوندی سم او بیا ووژل سم، بیا ژوندی سم. دغه خبره يې څلور واره تکرار کړه. (صحیح بخاري، کتاب الجهاد، باب تمني الشهادة، ۲۷۹۷ شمېره حدیث) .

نو وګوري چي تر دې نبوي همت کوم بل لوړ همت پیداکېدای سي؟

دغه راز رسول الله صلی الله علیه وسلم د عبادت په اړه هم د لوړ همت ډېره لویه بېلګه او قدوه وو. په دې اړه

د عایشې بي بي رضي الله عنها دې روایت ته پام وکړئ:

عَنْ عَائِشَةَ – رضى الله عنها – أَنَّ نَبِىَّ اللَّهِ – صلى الله عليه وسلم – كَانَ يَقُومُ مِنَ اللَّيْلِ حَتَّى تَتَفَطَّرَ قَدَمَاهُ فَقَالَتْ عَائِشَةُ لِمَ تَصْنَعُ هَذَا يَا رَسُولَ اللَّهِ وَقَدْ غَفَرَ اللَّهُ لَكَ مَا تَقَدَّمَ مِنْ ذَنْبِكَ وَمَا تَأَخَّرَ قَالَ :« أَفَلاَ أُحِبُّ أَنْ أَكُونَ عَبْدًا شَكُورًا ». فَلَمَّا كَثُرَ لَحْمُهُ صَلَّى جَالِسًا فَإِذَا أَرَادَ أَنْ يَرْكَعَ قَامَ ، فَقَرَأَ ثُمَّ رَكَعَ .

ژباړه: له حضرت بي بي عایشې رضي الله عنها څخه روایت دی چي د لوی ځښتن نبي صلی الله علیه وسلم به د شپې له خوا پر لمانځه باندي دونه ډېر درېدی چي پښې به يې وپړسېدلې. مابه ورته وویل چي: ای د لوی څښتن پیغمبره! ولي داسي کوې ، خدای خو ستا تېر او راتلونکي ګنهونه دربخښلي دي. هغه وفرمایل: آیا ډا ډېره ښه نه ده چي شکر کښونکی بنده واوسم؟ کله چي پیغمبر د ‌ډېر عمر سو په ناستي به يې لمونځ کاوه او کله چي به يې غوښته رکوع وکړي درېدی به، تسبیح به یې ویل او رکوع به يې کول. (صحیح بخاري، کتاب التفسیر، باب قوله { ليغفر لك الله ما تقدم من ذنبك وما تأخر ويتم نعمته عليك ويهديك صراطا مستقيما }، ۴۸۳۷ شمېره حدیث).

همداراز له عبدالله بن مسعود رضي الله عنه څخه روایت دی:

صَلَّيْتُ مَعَ النَّبِيِّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ لَيْلَةً فَلَمْ يَزَلْ قَائِمًا حَتَّى هَمَمْتُ بِأَمْرِ سَوْءٍ قُلْنَا وَمَا هَمَمْتَ قَالَ هَمَمْتُ أَنْ أَقْعُدَ وَأَذَرَ النَّبِيَّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ.

ژباړه: یوه شپه مي د رسول الله صلی الله علیه وسلم سره لمونځ وکړ. رسول الله صلی الله علیه وسلم پر لمانځه ډېر ودرېد (لمونځ يې اوږد کړ)، تر دې چي ما وپتېیل یو ناوړه کار وکړم. موږ ورته وویل: تا د څه قصد وکړ. هغه وویل: ومي پتېیل چي کښېنم او د هغه متابعت ونه کړم. (صحیح بخاري، کتاب التهجد،باب طول القيام في صلاة الليل ، ۲۷۹۷ شمېره حدیث) .


Leave a Reply !



//