Home / اعلامیه ،تبصره،مرکه، / یرغلګر دي نور د افغان مسلمان ولس مشروع حقوق نه غصبوي
یرغلګر دي نور د افغان مسلمان ولس مشروع حقوق نه غصبوي

یرغلګر دي نور د افغان مسلمان ولس مشروع حقوق نه غصبوي


اوسنی د امریکا دریم ولس مشر دی چې په هغه هیواد کې ټاکل شوی او مخکنیو خو یې لا دوه دورې بشپړې کړې لاکن د افغانستان جګړه لا همغه شان روانه ده. دوی ټولو غوښتل چې د افغانستان مسئله له نظامي لارې پخپله خوښه حل کړي. د همدې مقصد لپاره یې تقریبأ درې زره عسکر ووژل شول، د ۱۵ زرو نه زیات ټپیان شول او زر ملیاردو ډالرو نه زیات تاوان وراوښتی دی. د دې علاوه، د همدې استعماري هدف لپاره یې د دو لکو نه زیات بې ګناه افغانان شهیدان کړی، بیلابیل زړه بوګنوونکي بشري جنایتونه یې ترسره کړي چې وروستنۍ بیلګه یې په کندز کې د بې ګناه ملکیانو شهادت دی. همداشان، په لس ګونو زره نور افغانان یې بندیان کړي دي. دا ټول د دې لپاره چې د افغانانو څخه د خپلواکي غوښتنې او په هیواد کې د خپلې خوښې اسلامي حکومت جوړونې حق واخلي؛ لاکن د یوې نیمې لسیزې وروسته موږ وینو چې د یرغلګرو د ظلم او یرغل په نتیجه کې، نه دا چې د افغانستان اسلامي امارت  له مینځه نه دی تللی بلکې په ټول هیواد کې په یوه سرتاسري اسلامي او ملي پاڅون اوښتی دی.

له بلې خوا، په تیره یوه نیمه لسیزه کې، د افغانستان د ننه د شتمنو او نیستمنو ترمینځ واټن زیات شوی دی. ځینې افغانان د سهار او بیګا ډوډۍ نه لري لاکن نور یې د غیر قانوني قراردادونو او اداري فساد له لارې ملیاردران شوی دی. په دولتي موټرو کې اختطافونه او قاچاق تر سره کیږي. حکومت په پارلمان باور نلري او پارلمان په حکومت؛ خو د حقوق پوهانو په نظر حکومت او پارلمان دواړه غیر قانوني دي.

د امریکا نوي منتخب شوي ولسمشر ته زموږ دا پیغام دی چې که د افغانستان مسئله د زور، زر او استخباراتي دسیسو له لارې حل کیدای نو اوس به حل شوی وای. زور او استخباراتي دسیسې دغه مسئله نوره هم اوږدوي او پیچلې کوي. افغانان نه ترهه ګر دي او نه په نورو هیوادونو کې په ملکي اهدافو د بریدونو تګلاره لري. د افغانستان اسلامي امارت یو ملي او اسلامي ځواک دی. د افغانستان ټول اصیل مؤمن او خپلواکي غوښتونکي بچیان پکې راټول شوی دي، غواړي د افغانستان خپلواکي تر لاسه او هلته افغان شموله اسلامي نظام رامینځ ته کړي.

موږ نوي منتخب ولس مشر ته وایو د تیرو ولسمشرانو تیروتنې مه تکراروئ. زموږ له ګران هیواد څخه د خپلو عسکرو په ایستلو سره دغې بې معنی جګړې ته د پای ټکی کښیږدئ. تر ټولو ښه حل دا دی چې له افغانستان څخه خپل عسکر وباسئ. دا د افغانو کور دی. افغانانو ته یې پریږدئ او مه پریږدئ چې دغه جګړه ستاسې لپاره هم په یوه ناسور واوړي.


Leave a Reply !



//