Home / تازه لیکني او مقالې / د مجاهدینو قوت او پیاوړتیا غلیم سربداله کړی
د مجاهدینو قوت او پیاوړتیا غلیم سربداله کړی

د مجاهدینو قوت او پیاوړتیا غلیم سربداله کړی


د تیرې یوې نیمې لسیزې په اوږدو کې کله هم چې د اسلامي امارت سربکفه مجاهدینو اشغالګرو او د هغوی ګوډاګیانو ته د هیواد په کومه برخه کې دروند زیان ور اړولی، پراخې سیمې یې ترې نیولې او تر ټولو په حساسو مراکزو کې یې ښه په خرپ مرګ ژوبله ور اړولې؛ نو په دې وخت کې بیا شیطاني محورونه په دې نیت چې خپل شکستونه پټ او د مجاهدینو بریاوې کم رنګه وښيي نو همهاله یې د اسلامي امارت داخلي مسائیلو ته ګوته نیولې، یو لړ داسې بې اساسه او بې سنده راپورونه او مرکې یې په اړه خپرې کړي چې ګواکې د امارت په داخل کې مسایل شته.
شک نشته چې د عمري عملیاتو په روان بهیر کې د کابل مزدور رژیم د هیواد په ټولو برخو کې مسلسل او مفتضحانه شکستونه ولیدل، حکومتي  دائره کار تر دولتي ودانیو پورې محدوده وګرځول شوه، ټول جنګي پلانونه او اجراآت یې له عمل وړاندې خنثی او درهم برهم وګرځیدل، څو سوو مجاهدینو په کندوز کې ۱۲ زره اجیرو عسکرو ته تاریخي شکست او ماتې ورکړه او د څلورو ساتونو په مهال یې ټول کندوز ترې نه ونيو، هلمند یې د لښګرګاه ښار له څو ناحیو او ماموریتونو پرته تصفیه او تر امارتي سوق او ادارې لاندې راوست، فراه، روزګان، بغلان یې د ولایت د مقام تر دروازو پورې فتحه کړل، همدارنګه یې د هیواد ټولې مهمې لارې تر خپل کنټرول او سیطرې لاندې وساتلې.
نو دښمن چې د مجاهدینو دغه څرګند قوت او پیاوړې روحیه ویني او مخامخ یې ورسره د زور او مقابلې توان هم اوبه شوی وي؛ نو بیا پرته له دې چې پروپاګند او دروغو خورولو ته پناه یوسي، بله لار او بل چانس په لاس کې نلري.
همدا پرون د بادغیس ولایت، مرغاب ولسوالۍ په (موریچاق) سیمه کې د اسلامي امارت مجاهدینو د دښمن هغه هلیکوپتره په نښه او رانسکوره کړه چې د هرات د قول اردو قومندان په ګډون يې مهم کسان لیږدول.
په یاده پېښه کې هلیکوپتره بشپړه ویجاړه شوې، د هرات د ۲۰۷ ظفر قول اردو قومندان تورن جنرال محي الدین غوري، د هرات د قول اردو د استخباراتو مدیر، د بادغيس د ولايتي شورا رئيس، د بادغيس د استخباراتو رئیس او د ولایتي شورا غړيو په ګډون ۱۱ تنه  مهم دولتي چارواکي او عسکر پکې ووژل شول.
له بل لوري مجاهدینو ویلي چې ډیر ژر به د نوموړې چورلکې ویډیو هم خپره کړي چې په څه ډول یې هغه هدف او رانسکوره وګرځوله.
اوس د دې لپاره چې د زبون شوي دښمن دغه ستر زیان پټ او دا حقیقت له خلکو پټ وساتي، چې مجاهدین د دوی هر ډول مجهزې او پرمختللې چورلکې څنګه ویشتلی او راغورځولی شي؛ نو د مطبوعاتو له لارې یې دا ناپړیتې پیل کړي چې طالبان په مالي لحاظ سخت کمزوري شوي دي.
موږ دغو ناخبرو او پریوتو حلقو ته وایو چې، څوک یو لوی ولایت د څلورو ساعتونو په دوران کې نیولی او پنځه سوه مجاهدین یې ۱۲ زره عسکرو ته چې له هر پلوه مجهز هم وي، تاریخي شکست ورکولای شي او یا دا چې د څو میاشتو په اوږدو کې د دښمن ۱۳ هلکوپترې، ۲ دانې F 16 امريکايي الوتکې او ۷ کشفي امریکايي الوتکې ویشتلی او رانسکورولی شي؛ نو دا به یې د نظامي قوت او مالي پیاوړتیا نښه وي او که د کمزوري؟.
دښمن او جاسوسي حلقې باید په دې خبره هم سر خلاص کړي، چې اسلامي امارت د هیواد په اکثریت خاوره او وسائلو واک او سلطه لري او هره ورځ بې ساري فتوحات او بې کچې غنایم او تجهیزات تر ګوتو کوي، هیڅ اړتیا او ضرورت نه پیداکیږي چې له بهر څخه مالي مرستې ورته راشي او یا د هغو په انتظار خپل جهادي تکتیکونه عیار او مربوط وساتي.


Leave a Reply !



//