Home / تازه لیکني او مقالې / د چارواکو اختلاف او نوی ائتلاف
د چارواکو اختلاف او نوی ائتلاف

د چارواکو اختلاف او نوی ائتلاف


ښه ډېره موده کیږي چې د کابل ادارې کې د ننه اختلافاتو علني بڼه غوره کړې ده. اشرف غني تر انتخاباتو وړاندي لومړنی کس و چې د ګیلم جمي ملیشو له مشر جنرال دوستم سره یې د عطا نور، عبدالله عبدالله، محقق او نورو پر ضد ائتلاف وکړ چې په پایله کې یې د ځان رایي ورباندې زیاتې کړې، په دې کار سره که څه هم اشرف غني د خپلو ځینو انډیوالانو لخوا وغندل شو خو ځینو یې بیا دا یو مفکرانه او فوق العاده سیاسي ابتکار باله.
د دوی په اصطلاح د ټلوالې قوت یې وردړې وړې کړ، خو کله چې د انتخاباتو ګټندوی امریکایانو ته مالوم نه شو، نو جانکیري دواړه (ع-غ) د افغانستان باچهان اعلان کړل، دوستم یې تش په نوم معاون شو.
د روان کال په لومړیو کې چې کله د مجاهدینو عملیاتو له دښمن څخه لار او ګودر ورک کړل، جنرال دوستم یې د مقابلې لپاره سینه وډبوله، شمال ته یې د ملیشو لښکر کشي وکړه، له کلکې او شرموونکې ماتې سره مخ شو، ورپسې یې خوله میډیا ته خلاصه کړه، ښې ډېرې ګیلې یې له اشرف غني او د هغه له ټیم څخه وکړې.
تر دې چې اشرف غني ته یې د کمونیستانو اخیرنی واکمن نجیب ورپه زړه کړ چې ګویا په ضد به یې نوموړی (دوستم) هغه شان پاڅون وکړي لکه څنګه چې یې د نجیب په ضد کړی و. ده وویل چې اشرف غنی او عبدالله دواړه ناکام شخصیتونه دي، دوی دې په ځان نه غره کیږي.
له همدې ځایه وه چې اشرف غني پرون د دوستم پر ضد د هغه له یو سرسخت حریف عطا نور سره نوی ائتلافي تړون لاسلیک کړ. ویل کیږي چې دا تړون وروسته له هغه رامنځته شو چې دوستم له اشرف غني سره له لیدلو انکار وکړ. اشرف له ترکمنستانه راستون شو، په شمال کې یې له دوستم سره لیدل وغوښتل؛ خو هغه یې له لیدلو نټه وکړه. (د دوستم ویاند «ته ینج» رسنیو ته ویلي چې غني د خپل لومړي مرستیال غوښتنو ته ارزښت نه دی ورکړی؛ ځکه جنرال دوستم احتجاجا کابل ته تګ او همداسې له ولسمشر سره لیدل نه غواړي.)
خو اشرف غني د عطا نور مقر ته پناه یووړه، که څه هم د دوی تر منځ لا له وړاندې ښه عمیق اختلافات له هغه راهیسې موجود وو چې اشرف غني له دوستم سره لومړنی ائتلاف کړی و او د دوی په اصطلاح د ټلوالې عطا نور او نورو وګړو ته یې پرې ماتې ورکړې وه.
او بل دا چې اشرف غني له ډېرې مودې راهیسې د بلخ له څوکۍ نه د عطا نور د لیرې کیدلو هوډ درلود؛ نو په دې وجه هم هغه ورسره کلکه دښمني اعلان کړې وه، اوس چې یې نوی ائتلاف رامنځته شو نو ممکن چې پر خپله عهده پاتې کیدل به یې د همکارۍ د سند لاسلیک کولو لومړنی شرط وي.
کتونکي وایي چې دا حالت ځکه یو دم بدل شو، چې اشرف غني دا احساسوي چې ګني دوستم به یو وخت ورباندې کودتا وکړي او د نجیب غوندي بې وفايي به ورسره وکړي، دی فکر کوي چې په دې توګه به دوستم کمزوری او تنها کړي، مګر د ډېرو په اند هغه لومړنی د کودتا احتمال اوس لا پسې قوي شوی.
حقیقت دا دی چې د کابل د بلواکه ادارې د چارواکو خپلمنځي بې باوري له هغه مهاله رامنځ ته شوه، کله چې امریکایي ځواکونو د خپلو سرتیرو د کمولو پریکړه اعلان کړه؛ نو د کابل د تپل شوي سیټ آپ چارواکي د خپلې بقاء په اړه نور هم مایوسه شول. پوځي او غیر پوځي چارواکي چې مطلقاً د امریکا پر ډالري معاش سره را غونډ دي او بله هیڅ بنیادي انګیزه نلري، ټول پخپلو کې سره بې باوره شول، ګډوډي او اختلافونه پکې را څرګند شول، تر دې چې اوس په هیواد کې عملاً دوه بې واکه حکومتونه واک چلوي.
داسي یوه نا اټکل شوې سیاسي او انتظامي ګډوډي د ملکي او عسکري چارواکو تر منځ فاصله را پیدا کړه، دا فاصله دې سرحد ته ورسېده چې په یوه سیمه کې عسکر د طالبانو له لوري محاصره وي، چارواکي نشي کولای چې د خلاصون لپاره یې نور قطعات ورواستوي او یا د هغوی اکمالات وکړي.
دغه ډول بې اعتمادي دې حالت ته ورسیده چې هر ځای په سلګونو او لسګونو عسکري قطعات د مجاهدینو لیکو ته تسلیمیدل پیل شول او دا لړۍ په ډېره تیزۍ سره اوس هم جریان لري او نژدې ده چې د یرغلګرو له لوري دا تپل شوی نامقدس، نا انډوله او ناولی سیټ آپ نور د افغانانو له سره لري شي او یو خپلواک اسلامي حاکمیت رامنځته شي. آمین

Leave a Reply !



//