Home / شعراو ادب / د جهاد کور/نسيم
د جهاد کور/نسيم

د جهاد کور/نسيم


نسيم جمشيد

دين په سرو باندي ګټي داسي زلمي اوسي
دا د زمرو کور دلته زمري اوسي

شکر اباد يې هر سنګر دی
دښمن خوړلی پکې سر دی
غرو او رغو کې طالب جان د تور پټکي اوسي

د خزان هيلې پکې مړې دي
د بهارو خوږې وږمې دي
دلته غاټول او ګلابونه پسرلي اوسي

زورګير خو تل پکې راګير وي
د زلمو دام کې مو اسير وي
کلک يې عزمونه دي لښکرې عمري اوسي

نسيمه ښکلی په جومات دی
د جهاد کور د غزا باب دی
خوند به لا نور کړې چې په غيږ کې ازادي اوسي


Leave a Reply !



//