Home / اعلامیه ،تبصره،مرکه، / اسلامی امارت د ولس د هیلو ترجمان ځواک دی
اسلامی امارت د ولس د هیلو ترجمان ځواک دی

اسلامی امارت د ولس د هیلو ترجمان ځواک دی


په دې وروستیو کې اسلامي امارت په ګران هیواد کې د ملي پروژو د ساتنې په هکله یوه اعلامیه خپره کړه او خپلو مجاهدینو ته یې هدایت وکړ، چې ټولې ملي پروژې چې د اسلامي امارت اصول مراعات کړي، نه دا چې مخنیوی یې و نه کړي بلکې ساتنې ته یې هم اوږه ورکړي.

په حقیقت کې، ملي پروژې د چا شخصي ملکیت نه دی، دا د ملت شتمني ده، د ولس سوکالي او د هیواد پرمختګ سره مرسته کوي. لاکن کله، کله په افغانستان کې یرغلګر عسکر او د هغوی لاسپوڅي ملاتړ کوونکي عام المنفعه ځایونو او ملي پروژو ته زیان اړوي او تور یې د اسلامي امارت  په مجاهدینو پورې کوي. دوی غواړي چې د ولس له پاکو احساساتو څخه ناوړه استفاده وکړي او د ولس او امارت مینځ کې فاصله ایجاد کړي. داسې ډیر مثالونه شته چې یرغلګرو او د هغوی داخلي لاس پوڅو دغه کار کړی دی. د دې لپاره ضروري ده چې امارت خپل موقف واضح کړي. هغه دا چې اسلامي امارت د اشغال د خاتمې او د اسلامي نظام د جوړولو لپاره وسله را اخیستې ده، غواړي د الله تعالی په نصرت او د خپل ولس په نه ستړې کیدونکې همکارۍ دغه لوړ هدف ترلاسه کړي. له دې علاوه، اسلامي امارت د اسلامي اصولو له مخې په هیواد کې نه د تعلیم مخالف دی او نه د ملي پروژو. اسلامي امارت د ولس د هیلو ترجمان ځواک دی. د ولس ټولو روا غوښتنو ته لبیک وايي. اوس عملأ د هیواد د خپلواکۍ لپاره  چې د ټول افغان مجاهد ولس غوښتنه ده، قرباني ورکوي. د دې ولس اصیل زامن یې په لیکو کې تنظیم شوي دي.
موږ پوهیږو چې یرغلګر او د هغوی داخلي ملاتړ کوونکي د اسلامي امارت په خلاف د نظامي جګړې ترڅنګ تبلیغاتي او استخباراتي جګړه هم پر مخ بیايي. د اشغال د دوام او اقتدار د غزولو لپاره هرې ناروا ته لاس اچوي. همدا شان د هر ډول ناروا کړنو او تور لګولو څخه مخ نه اړوي؛ خو اسلامي امارت ولس ته اطمئنان ورکوي چې د دښمن د زهرجنو تبلیغاتو په خلاف ټولو هغو کارونو ته ژمن دی چې په هغو کې اسلامي او ملي مصالح نغښتي وي او له استعمار نه آزاد افغانستان کې واقعي اسلامي نظام یقیني کړي. د دې فریضې په ادا کولو کې ټول افغان مسلمان ولس یو شان مسئولیت لري، هغه که  علمای کرام دي یا د مدارسو طالبان، که د پوهنتونونو محصلین دي او یا  نورو برخو کې کار کوونکي افغانان، باید لا نور د متحد، خپلواک او اسلامي نظام لپاره خپلې هڅې سره یو کړي، ترڅو زمونږ د ټولو مشترک هدف ترلاسه شي. و ما ذلک علی الله بعزیز.


Leave a Reply !



//