Home / news / د دښمن لخوا د مجاهدینو په ضد د عملیاتو د پيل د ادعا او پروپاګند په اړه د اسلامي امارت د ویاند څرګندونې
د دښمن لخوا د مجاهدینو په ضد د عملیاتو د پيل د ادعا او پروپاګند په اړه د اسلامي امارت د ویاند څرګندونې

د دښمن لخوا د مجاهدینو په ضد د عملیاتو د پيل د ادعا او پروپاګند په اړه د اسلامي امارت د ویاند څرګندونې


څو ورځې کیږي چې د کابل ادارې په اصطلاح دفاع وزارت په رسنیو کې تبلیغات کوي چې د شفق دوه په نوم عملیات یې پيل کړي او تیره ورځ يې یوه ویاند وویل چې هره ورځ له شلو څخه تر پنځوسو پورې مجاهدین شهیدانوي!!؟

تجربو ښودلې کله چې دښمن د جګړې په ډګر کې مایوسه او مات شي، بیا نو دمجاهدینو په ضد په کاذبو تبلیغاتو او پروپاګند ځانته تسکین ورکوي، ترڅو خپله میداني ماتې تریوه بریده جبران کړي،خپلو عسکرو ته روحیه ورکړي او خپل بهرني باداران هم چې تل د دوی په وړتیا انتقاد لري، د وضعیت په اړه په غفلت کې واچوي.  

موږ د دښمن لخوا د شفق دوه په نوم هيڅ ډول کوم عملیات د هیواد په هيڅ برخه کې نه دي محسوس کړي، ټول هغه ځایونه چې زموږ لخوا نیول شوي دي تر اوسه مو په ولکه کې دي، د دښمن د تلفاتو شمیر د پخوا په شان په صعودي حالت کې دی، مجاهدین مو د ګوتو په شمیر زیان لري.

موږ نه د دښمن دشفق یو نتیجه چیرې ولیده، نه مو د قهر میوند عملیاتو کوم د پاموړ پرمختګ ولید اونه مو د ژمي د موسم شفق دوه عملیات تر اوسه محسوس کړي دي.

د مجاهدینو لخوا د ارزګان او هلمند ولایتونو مراکز تر ډيره محاصره دي، د نورستان دواب ولسوالۍ محاصره ده، په فراه، کندهار، پکتیا او فاریاب کې دښمن درانه تلفات ګالي، پوستې يې له لاسه ورکړي او لسګونه عسکر يې وژل شوي.  

ملت ته ډاډ ورکوو چې الحمدلله مجاهدین د دښمن د هرډول عملیاتو او تحرکاتو په وړاندې کامله آمادګي لري، دښمن به په هيڅ ساحه کې هم پرمختګ ونشي کړای، بې له دې تلفات وويني، زیانونه وګالي او تيښته وکړي له بل څه سره به نه مخ کیږي. په رسنیو کې په یو لوريز ډول د عملیاتو اعلانونه، د مجاهدینو د تلفاتو کاذب راپورونه او نورې اوتې بوتي نشي کولای د جګړو دکرښو سرنوشت تعین کړي، لکه د دښمن چې د ځواکونو شمیر او سل نور کارونه خیالي دي، همدا ډول يې عملیات هم په خیالي ډول پيل کړي، ترڅو ټیټ رتبه چارواکي له مافوقو او مافوق یي بیا له بهرنیو بادارانو څخه د عملیاتو دمصارفو په نامه شوکه وکړي او خپل جیبونه ډک کړي، نور هيڅ شی نشته د دښمن تبلیغاتو ته هیڅ ارزښت مه ورکوئ.  

قاري محمدیوسف احمدي د اسلامي امارت ویاند

۱۴۳۸/۳/۶هـ ق

۱۳۹۵/۹/۱۶هــ ش ـــ 2016/12/6م


Leave a Reply !



//