Home / شعراو ادب / امتحان دی
امتحان دی

امتحان دی


مولوي محمد یونس خالص

را ودانګئ ځوانانو چې راغلی امتحان دى
هيواد کې مو غزا ده، جنګ د کفر و د ايمان دى

د خداى او د شيطان بندګان نن سره بيليږي
چې څوک دى مسلمان، څوک د نفاق په لار روان دى

د خولې په تش ايمان کې نجات نشته له عذابه
بچ شوى دى هغه، چا چې ورکړى امتحان دى

قربان شه له اسلامه، چې قربان در نه جهان شي
دا حکم معلوم شوى له حديث او له قرآن دى

يو څو ورځې د عيش يې که نصيب شي څه پروا که
انجام د کافرانو خو معلوم دى چې نېران دی

الحاد دى، که نفاق دى، د دې ټولو بوتان مات کړئ
باطل ته ځواب ورکړئ، که فرعون که هامان دى

چې سر او مال د خداى لاره کې نه ږدي څه مسلم دى
چې هر څه نبي خيله!، خداى ته ورکړي مسلمان دى

[د جهادي ادب ستوري ۱۸۴مخ ]


Leave a Reply !



//