Home / شعراو ادب / دجهاد غږ/مفتون
دجهاد غږ/مفتون

دجهاد غږ/مفتون


مفتون

توره په لاس پښه په رکاب کې غواړو
تسل د زړونو په محراب کې غواړو

هغه مست جام د شهادت د زمزم
په مسته تنده د شباب کې غواړو

مزل په څوکو د اغزيو کوو
د مه په غيږه د ګلاب کې غواړو

مونږه په ژوند کې انقلاب نه غواړو
موږ ټول ژوندون په انقلاب کې غواړو

موږ له ممبره داسې غږ کړى دى
جهان سر ټيټى په محراب کې غواړو

جهاد، جهاد او الجهاد مفتونه!
د ژوندانه په هر يو باب کې غواړو


Leave a Reply !



//