Home / تازه لیکني او مقالې / د کابل د نظامي چارواکو سپین دروغ
د کابل د نظامي چارواکو سپین دروغ

د کابل د نظامي چارواکو سپین دروغ


د ورځي خبره :
د کابل ادارې د دفاعي چارو د وزارت له دفتره یوه بیانیه خپره شوه چې ویلي یې و، موږ، یعني حکومتي ملیشو اوس دا توان موندلی چې پر طالبانو تهاجمي بریدونه وکړو.

بیانیې وړاندې زیاته کړې وه چې اوس اوس مو د هیواد په لر او بر کې د شفق۲ په نوم داسې ګړندي عملیات پیل کړي چې روزانه 50 نفره طالبان وژنو.

د یادې ادارې د نظامي چارواکو ادعا ته ځکه رښتیا خبره نشي ویل کیدای بلکي سپین رډ دروغ بلل کیږي چې د هیواد په لر او بر څه چې د هیواد په یوه کونج او یا کنار کې هم د سرکاري ملیشو د تهاجمي ډز ږغ نه دی اوریدل شوی، دا خو لرې خبره ده چې په هره ساحه کې دي د سرکار نظامي کاروانونه د مجاهدینو پرضد د عملیاتو په موخه راووزي.

دا خبره د اسلامي امارت د ویاند په یو رسمي بیان کې هم په وضاحت سره دروغ وبلل شوه او داسي یې وویل:

(تجربو ښودلې، کله چې دښمن د جګړې په ډګر کې مایوسه او مات شي، بیا نو د مجاهدینو په ضد په کاذبو تبلیغاتو او پروپاګند ځانته تسکین ورکوي، د دښمن چې د ځواکونو شمیر او سل نور کارونه خیالي دي، همدا ډول يې عملیات هم په خیالي ډول پيل کړي، ترڅو ټیټ رتبه چارواکي له مافوقو او مافوق یي بیا له بهرنیو بادارانو څخه د عملیاتو د مصارفو په نامه شوکه وکړي او خپل جیبونه ډک کړي، نور هيڅ شی نشته.

موږ د دښمن لخوا د شفق دوه په نوم هيڅ ډول کوم عملیات د هیواد په هيڅ برخه کې نه دي محسوس کړي، ټول هغه ځایونه چې زموږ لخوا نیول شوي دي تر اوسه مو په ولکه کې دي، د دښمن د تلفاتو شمیر د پخوا په شان په صعودي حالت کې دی، مجاهدین مو د ګوتو په شمیر زیان نه لري.)

خو اصلاً حقیقت دا دی چې په دې وروستیو کلونو کې خصوصاً د روان میلادي کال له لومړۍ ورځې نه د کابل ادارې ملیشو په اصطلاح ملي ځواکونو د مجاهدینو په وړاندې د مقاومت روحیه له لاسه ورکړې، دا خو لا پریږده چې دوی به پر مجاهدینو یرغلیزو عملیاتو ته زړه ښه کوي.

ټول افغان ولس شاهد دی چې په زرګونو زرګونو عسکر سږ کال مجاهدینو ته تسلیم شول، په لسګونو ولسوالۍ د مجاهدينو تر کنټرول لاندې راغلې، په زرهاوو عسکرو یې په هره میاشت کې ژوند له لاسه ورکاوه. خو په هر نوبت کې ګوډاګیانو خپلو بادارانو ته د هوایي او زمیني مرستو نارې سورې وهلي، چې د هغوی له کومک پرته یې د ځان د ساتلو نه توان درلود او نه یې لري.

خو امریکایان هم د ګوډاګیانو لپاره هغه ناراسته دوست دی چې نه یې په اخلاص مرسته کوي او نه یې له جګړې څخه پر شا کیدلو ته پریږدي. همدا وجه ده چې ټول ګوډاګیان اوس پخپلو کې دې حالت ته رسیدلي چې د ګور د چینجو غوندي سره وخوري.

په همدې وخیم حالت کې یې نظامي چارواکي اوس بله هیڅ لاره نه ویني، پرته له دې چې خپلو مورال بایللو عسکرو ته د تبلیغاتي دروغو له لارې موقته روحیه ورکړي.

خو زمیني حقایقو ته چې د دوی عسکر او ولس وګوري؛ نو ښه پوهـ شي چې د کابل د نظامي چارواکو ټولې خبرې، ژمنې او لاپې شاپې له ټوکو او دروغو پرته بل هیڅ نه دي.

 


Leave a Reply !



//