Home / تازه لیکني او مقالې / د دښمن تبلیغات واقعیتونه نشي بدلولای
د دښمن تبلیغات واقعیتونه نشي بدلولای

د دښمن تبلیغات واقعیتونه نشي بدلولای


دښمن په خپلو پوچو تبلیغاتو د واقعیتونو د بدلولو هڅه کوي، د دې پر ځای چې له مجاهدینو سره مخامخ شي، خپل ځان حتی په لویو ښارونو کې له محاصرې څخه خلاص کړي، د تبلیغاتو هوایي اعلانونه کوي او د همدې خیالي عملیاتو د سوبو افواهات  او د مجاهدینو د تلفاتو ارقام خپروي.

د کابل رژیم ویندویان دعوه کوي چې د قوس له لومړۍ نیټې یې د هیواد په مختلو سیمو کې د شفق دوهم په نوم عملیات پیل کړي، دښمن وخت ناوخت د همدې عملیاتو د موفقیت ادعاء هم کوي، خو مجاهدینو تر اوسه پورې د شفق دوهم عملیاتو څرک هم نه دی محسوس کړی، موفقیت او پرمختګ خو یې لیرې خبره ده.

د دښمن د اردو او پولیسو له لیکو په پرله پسې ډول وسله وال تښتي او یا له مجاهدینو سره یو ځای کیږي، دښمن هڅه کوي  په یو او بل نوم د عملیاتو د پیلیدو په  اوازو سره د خپلو وسله والو روحیه لوړه کړي او د تېښتې او تسلیمۍ مخه یې  تر ممکنه حده ونیسي، مګر واقعیت دا دی چې د دښمن وسله وال اوس په هغه موقف کې نه دي چې پر مجاهدینو برید وکړي، دوی فقط د لویو ښارونو او ځینو ولسوالیو په مرکزونو کې تر محاصرې لاندې تریخ ژوند تېروي.

د دښمن وسله وال پوهیږي چې له مجاهدینو سره د مقاومت توان نه لري، که څه هم یرغلګر ځواکونه یې هوايي ملاتړ وکړي، ځکه مجاهدین د ولس له غیږې راپاڅیدلي، ولس روزلي او ولس یې پالي، یرغلګر ځواکونه او داخلي اجیران یې که هر څومره وسلې او پیسې ولري، خو د ولسي پاڅون مخه نشي  ډب کولای.

د تعجب او خندا وړ دا ده هغه رژیم چې ولایتي مرکزونه له محاصرې نشي خلاصولای، خپلو وسله والو ته  خوراکي  توکي نشي رسولای، د مجاهدینو پر ضد د هیواد په ختیځ او لویدیځ، شمال او جنوب  کې پر یوه وخت  د علیماتو د پیل او پرمختګ  لاپې وهي!!.

د اسلامي امارت اتل مجاهدین په خپلو سنګرونو کې په خورا لوړ مورال سره د دین او هیواد خدمت کوي، د خپلو سرونو په بیه به اجازه ور نه کړي چې د امریکایي ګټو ساتونکي د ولس په سر، مال او عزت لوبې وکړي، د خیالي عملیاتو اوازې د دښمن د ضعف لویه علامه ده، مجاهدین همدا اوس د ژمي په ساړه فصل کې هم هره ورځ لویې لویې سوبې تر لاسه کوي او په پرله پسې ډول  له لویو مرکزونو څخه دښمن شړي، مختلف وسایل او وسایط د غنیمت په توګه تر لاسه کوي.

دښمن که هر څومره د عملیاتو او د مجاهدینو د تلفاتو اوازې خپرې کړي، مځکني واقعیتونه نشي بدلولای، دښمن په دې ډول افواهاتو سره نه یوازې داچې د جګړې په واقعي ډګر کې سوبه نشي تر ګوتو کولای، بلکي خپل وسله وال به  نور هم پر ځان  بې باوره کړي، ځکه هغوی ویني چې نه عملیات شته او نه یې امکانات.


Leave a Reply !



//