Home / اعلامیه ،تبصره،مرکه، / د  کابل د شړیدونکې ادارې وارخطایي
د  کابل د شړیدونکې ادارې وارخطایي

د  کابل د شړیدونکې ادارې وارخطایي


د افغانستان د اسلامي امارت ابتکارونو  په وړاندې ، د کابل اداره  د سختې وارخطایي سره مخ ده.  ددې  ادارې له لاس یې ټول هغه  توکي اخیستي چې مخکې به یې د خپلو موخو لپاره د  امارت  په خلاف کارول.  کله به یې ویل طالبان عام المنفعه پروژې نه پریږدي، پلونه الوزوي. کله به یې تور پورې کاوه چې ښوونځي سوزوي، د پرمختګ او تعلیم مخالف دي او داسې نور.  هدف یې داو چې د اسلامي امارت جهادي هلې ځلې ترپوښتنې لاندې راولي. لاکن پدې وروستیو کې د ملي پروژو د حمایت په هکله د اسلامي امارت اعلامېې د دوی څخه  دغه تبلیغاتي لاسوند  هم واخیست. دوی  یې سخت وارخطاکړل او  د هرکلي په ځای یې  مخالفت پیل کړ. پدی ډول  یې خپله ملي ضد څهره ولس او نړۍ ته وښودله.
کله چې  سږ کال په نظامي برخه کې  مجاهدینو د کابل ادارې  کلک کلک سنګرونه  ورمات کړل نود کابل ادارې  تور پورې کړ چې روزل شوی بهرني نظامیان ورسره  جنګیږي خواسلامي امارت اعلان کړه چې د کابل اداره  دي یو بهرنی مجاهد چې دوی نیولی یا شهید کړی وي ، میډیا ته وښیې . نظامي قطعه  او نورکنډکونه ددې ولس زامن دي او د امارت په غونډونو کې روزل شوي دي . اسلامي امارت  پخپل تشکیل کې نه بهرني مجاهدین لری او نه چاته اجازه ورکوي چې د  امارت د تشکیل بهر فعالیت وکړي.
د سیاست په میدان کې هم چې د کابل ادارې په اسلامي امارت تور پورې کاوه چې په نورو هیوادونو کې د تخریبي اعمالو پروګرام لري لاکن اسلامي امارت د فعالې دیپلوماسې له لارې دغو هیوادونو ته واضح کړه چې موږ  د ګاونډیانو او نړیوالو سره سوله ایز ژوند کول غواړو.  مونږ دخپلواک او  د اشغال پرته  افغانستان لپاره هلې ځلې کوو چې هلته د خپلې عقیدې مطابق نظام ولرو. نه د چا په کورنیو چارو کې مداخله کوو، نه  چاته اجازه ورکوو چې زمونږ خاوره  د چا په خلاف استعمال کړی اونه پخپلو چاروکې د نورو مداخله منو.
اوس د کابل ادارې ته نور څه پاته نه دي. په لس ګونو رسنې یې تمویل کړې چې د دوی په حق کې تبلیغات وکړي. د فیس بوک په سلګونو جعلي اګاونټونه لري ترڅو داسې وښیي چې ګویا ولس له دوی سره دی او ددوی ملاتړ کوي  خو دا د ولس غږ نه دی. ددې علاوه،  په امریکا او نورو یرغلګرو هیوادونو کې  د چارواکو د توجه را اړولو لپاره په لکونو ډالر د لابي په شکل کې مصرفوي. دغه راز یې  هم پدې وروستیو کې افشا شو.خو د عمل په میدان کې   تل په نړیواله سطح ، د ناوړه حکومتولۍ په سرکې ځای لري. د وروستنۍ سروې له مخې، د کابل ادارې په دفاترو کې  په کال کې درې زره ملیونه ډالر یا په بله معنا تقریبأ دوه سوه زره میلیونه افغانۍ رشوت اخیستل کیږي. فاسد مامورین سهار دفتر ته خالي بټوې راوړي او مازدیګر  یې ډکې کورته وړي. خپله بقا یې د اشغال په دوام پورې تړلې ده.
اسلامي امارت او په آزادۍ مین د افغان لوستي قشر په ګډون ټول ولس خپله ګټه د اشغال په خاتمه، خپلواکۍ او د اسلامي نظام تر سیوري لاندې په پرمختللي افغانستان کې ویني خو دغه اداره  یې په انارشي ، اشغال او د جګړې په دوام کې ویني.  ولس باید پوه شي چې د دوی ګټه جلا ده. څومره چې ولس او اسلامي امارت په مشترکاتو راټولیږي، په همغه اندازه به د  ولس ضد عناصر  په هرشکل کې چې وي ، ګوښه کیږی . ټول د یوه اسلامي، خپلواک، سوله ایز، هوسا او بسیا افغانستان په لور.

Leave a Reply !



//