Home / تازه لیکني او مقالې / آیا رښتیا امریکایان اوس په جګړه کې دخیل نه دي؟
آیا رښتیا امریکایان اوس په جګړه کې دخیل نه دي؟

آیا رښتیا امریکایان اوس په جګړه کې دخیل نه دي؟


د امریکا په مشرۍ ائتلافي یرغلګرو په 2010 کې اعلان وکړ چې د 2014م وروسته به د دوی ځواکونه د افغانستان په جګړه کې عملاً هیڅ برخه و نه لري بلکي یوازې ماموریت به یې افغان عسکرو ته د جنګ لارښوونه کول وي، د دې لپاره یې د دوه سري حکومت په لاسلیک د امنیتي تړون عملیه اجراء کړه چې له مخې یې د غوڅ ملاتړ ماموریت رامنځ ته کړ، چې امریکايي ځواکونه به عملیات نه کوي بلکي یوازې د افغان حکومتي ملیشو په روزنه او تجهیز کې به برخه اخلي.
خو دوی د روان 2016 میلادي کال په 8 میاشتو کې نژدې 700 ځله بمبار کړی او په 11 میاشتو کې یې قریباً 370 ځانګړي شپني او نور عملیات تر سره کړي دي.
دا خبره امریکایي رسنیو د AP خبري ایجنسۍ په حواله کړې چې هغوی د امریکا د پوځي جنرالانو له خولې دا شميرې یادې کړې دي.
د کابل په ښار کې د امریکایانو لاسپوڅي چارواکي او د یرغلګرو حمایت یافته تش په نوم افغان رسنۍ کله نا کله دا ادعاء کوي چې ګویا طالبان ولي زموږ پر خلاف جنګیږي، اوس امریکایي ځواکونه موږ ته یوازې مشورې را کوي نور خو دوی په جګړو کې عملاً دخیل نه دي.
دا چې زمیني حقایق ټول ولس د سر په سترګو ویني او په هرڅه پوهیږي او د چارواکو په وار وار هغه غوښتنې یې هم اوریدلې او لیدلې چې ګوډاګيو چارواکو به هر وخت له خپلو یرغلګرو بادارانو نه په ځمکنیو او هوایي بریدونو کې د مرستې غوښتنه کوله او هغوی به یې مرستې ته را دانګل او په سلګونو سلګونو ولسي وګړي د دوی د بریدونو او عملیاتو په پایله کې په شهادت رسیدلي او یا په یو او بل نامه زندانونو ته اچول شوي او ځورول شوي، پر دې هر څه سربیره د یرغلګرو دغه اعترافات یو بل څرګند ثبوت دی چې د امریکایي یرغلګرو او د هغوی د ګوډاګیانو دروغجنه، منحوسه څیره ښکاره کوي او د دوی پر ضد د مجاهدینو د روان بریالي مقاومت مشروعیت نور هم په اثبات رسوي.
چې افغان مسلمان ولس به د خپل ایماني مسئولیت له مخې، د استقلال او خپلواکۍ د ترلاسه کولو په روحیه، د ملي او تاریخي غیرت په اساس خپل دا روا، مشروع او برحقه جهادي مبارزه پر مخ وړي او بریالیتوب به یې هم حتمي وي. ان شاء الله

Leave a Reply !



//