Home / اعلامیه / د افغانستان د اسلامي امارت  د زعيم  امیر المؤمنین شيخ مولوي هبة الله  اخند زاده حفظه الله پیژندنه
د افغانستان د اسلامي امارت  د زعيم  امیر المؤمنین شيخ مولوي هبة الله  اخند زاده حفظه الله پیژندنه

د افغانستان د اسلامي امارت  د زعيم  امیر المؤمنین شيخ مولوي هبة الله  اخند زاده حفظه الله پیژندنه


بسم الله الرحمن الرحیم

الحمد لله رب العالمين، والعاقبة للمتقين، والصلاة والسلام على اشرف الأنبياء والمرسلين وعلى آله واصحابه ومن اهتدى بهديه وسار على نهجه اجمعين وبعد!

(مِنَ الْمُؤْمِنِينَ رِجالٌ صَدَقُوا ماعاهَدُوا اللَّهَ عَلَيْهِ فَمِنْهُمْ مَنْ قَضى‏ نَحْبَهُ وَمِنْهُمْ مَنْ يَنْتَظِرُ وَما بَدَّلُوا تَبْدِيلًا 23 لِيَجْزِيَ اللَّهُ الصَّادِقِينَ بِصِدْقِهِمْ وَيُعَذِّبَ الْمُنَافِقِينَ إِن شَاء أَوْ يَتُوبَ عَلَيْهِمْ إِنَّ اللَّهَ كانَ غَفُوراً رَحِيماً 24) الاحزاب .

افغانستان  د یرغلګرو هدیره ، د عزت ، شهامت  او ویاړونو مناره ، د اتلانو او حماسه جوړوونکو کور  او د جهاد، شهادت  او سرښندنې مدرسه ده.å

په همدې هیواد کې د تاریخ جوړوونکو غازیانو او مجاهدینو ترڅنګ  متبحرو علماوو، فقهاوو ، محدثینو او مفسرینو هم په خپل ځای کې علمي کارنامي تر سره او تاریخي خدمتونه  انجام کړي.

له افغانستان څخه که محمود غزنوي ، شهاب الدین غوري، اواحمدشاه ابدالی د هند پرنیمه وچه حکومت کړی او د هغه ځای مسلمانان يې د ظالمانو له شره ژغورلي  خو د امام ابودادود سجستاني ، شیخ الاسلام محمد بن محمد بن بکرالخلمي ، امام ابواللیث السمرقندي البلخي او امام ابنُ حبان البُستي په څیر  فقهاوو ، محدثینو او مفسرینو یې هم  د علم ، فقاهت او درایت  په  ډیوو د اسلامي نړۍ بیلابیلې برخې روښانه کړې.

د اسلامۍ نړۍ د فقاهت ، علمیت او درایت  د ډیرو ځلاندو ستورو  کورنۍ  د افغانستان له مختلفو سیمو کابل  ، هلمند ، هرات  او بلخ  څخه د خلافت اسلامي مرکزونو مکې مکرمې ، بغداد او دمشق ته کوچیدلې  او مسلمانانو ته یې په فقه احادیثو او تفسیر کې ستر خدمتونه تر سره کړي.

د اسلامي فقه ستر امام، حضرت امام اعظم ابو حنیفه رحمه الله او د نبوي احادیثو مشهور محدث او راوي  مکحول شامي رحمه الله غوندې علمي هستیو اصلي انتساب هم  افغانستان ته و.

دغو متبحرو علماوو په افغانستان کې د اسلامي علومو د تعلیم او تعلم  مشهور مرکزونه ایجاد کړي ، په هغوی کې یې د تاریخ په اوږدو کې په سلګونو زره عالمان روزلې او د علمي خدمت  لپاره  ټولنې ته وړاندې کړي.

د اسلامي علومو د تعلیم او تعلُم دا لړۍ  له  کال  ۲۰۲ هجري څخه په افغانستان کې پیل او بیا تر اوسه پورې دوام لري .

يادې سلسلې په افغانستان کې د دیني علومو په احیاء او ترویج کې ښه رول لرلي او د فقه ، اصول الفقه ، حدیث، اصول الحدیث ، تفسیر، بلاغت ، معاني ، صرف او نحو په برخه کې یې ښه عالمان روزلي.

په  افغانستان كې د دې سلسلې د عالمانو امتیاز د اسلامي نړۍ  له نورو عالمانو نه  دا دی چې  هغوی ته د خپلو مجاهدو استاذانو لخوا د علم دین د زده کړې ترڅنګ له دین څخه د دفاع درس هم ورکول کیږي ، او افغاني غازیانو چې تر اوسه پوري د هیواد په داخل او یا هم له هیواد نه بهر له کافرانو سره څومره تاریخې غزاوې کړې په هغو ټولو کې د مجاهدو علماوو رول تر هرچا ډیر زیات او ښکاره دی.

د مثال په توګه په کال ۳۸۸ هـ ق کې سلطان محمود غزنوي د هند لویه فتحه د همدغوعلماوو په هدایت او لارښوونه ترسره کړه

په کال ۵۵۹ هـ ق کې د هند پر نیمې وچې د سلطان شهاب الدین غوري د حاکمیت پر مهال همدغو علماوو د غوري حکومت په لوړو مناصبوکې مهم مسؤلیتونه لرل.

په کال ۱۱۶۰ هـ ق کې چې د افغانستان ستر واكمن احمدشاه ابدالي د هندي مسلمانانو د مرستي لپاره هند ته پوځونه ولیږل؛ لامل يې د همدې علماوو جهادي توجیهات او لارښونې وې چې نوموړی یې د خپلو مسلمانو وروڼو مرستې ته وهڅاوه.

په کال ۱۲۵۴ هـ ق کې په  افغانستان باندې د انګلیسي یرغل په مقابل کې  د مقاوت کوونکومجاهدینومسؤلیت د همدغوجهادي عالمانو په غاړه وه .

او په کال ۱۳۵۷ هـ ش کې چې کله داخلي کمونیستانو د روسانو په لمسون کودتا وکړه او ترهغه وروسته شوروي ځواکونو پر افغانستان یرغل وکړ د هغوی په مقابل کې د افغانستان د مجاهد ولس د اسلامي مقاومت قومانده او قیادت د همدې علماوو په لاس کې و. او وروسته په افغانستان کې د اسلامي امارت د قیام ویاړ هم د همدې علماء کرامو په نصیب شوچې لومړنی زعیم یي امیرالمؤمنین ملا محمد عمر مجاهد رحمه الله  ورپسې شهید امیرالمؤمنین ملا اختر محمدمنصور رحمه الله  او له هغه وروسته د اسلامي امارت د زعامت مسؤلیت ددې وخت تکړه او منلي عالم او د احادیثو استاد شیخ الحدیث مولوي هبة الله اخندزاده صاحب ته وسپارل شو چې غواړو په لاندې کرښو کې یي پیژندنه او ژوندلیک درسره شریک کړو.

زوکړه او نشأت یې :

شیخ الحدیث مولوي هبة الله اخند زاده د شیخ مولوي محمد خان زوی او د مولانا خدای رحیم صاحب لمسی په کال۱۳۸۷ هـ ق درجب المرجب دمیاشتي په ۱۵ نیټه  د کندهار ولایت د پنجوايي ولسوالۍ  د ناخوني  کلي په یوې علمي متدینې کورنۍ کې  نړۍ ته سترګې وغړولې  او د ژوند لومړنۍ مرحله  د خپل والد صاحب ترعلمي پالنې او روزنې لاندې تیره کړه  .

کورنۍ یې :

د شیخ صاحب علمي کورنۍ د سیمې په کچه له پیړیو ، پیړیو را هیسي په علم ، فضیلت او تقوا کې شهرت لرلی.

 د یادې علمي کورنۍ اصلي مسکن د افغانستان په جنوب لویدیځ کندهار ولایت کې د تخت پل ولسوالۍ ده ، چې وروسته  د کندهار  ولایت  پنجوایې ولسوالۍ ته نقل شوې او خپله شیخ هبة الله اخند زاده صاحب تولد هم د پنجوایې ولسوالۍ په ناخوني کلې کې شوی  دی .

والد صاحب یې شیخ مولوي محمد خان  د خپلو همعصره علماوو په منځ  کې په علمي او فقهي لحاظ  تر ټولو مشهور علمي شخصیت  او په خپله  ټولنه  کې له ځانګړي علمي او ټولنیز اعتبار څخه بر خمن و.

نوموړي د یوه دیني عالم په حیث د سیمي د خلګو په علمي روزنې او اصلاح کې ځانګړی رول درلود ، په خپل محیط کې  يې د تدریس ، تبلیغ ، دعوت او اصلاح  دنده پرمخ وړله  او ډیر علمي شاګردان یې  د دین د خدمت او دفاع لپاره روزلي ول .

په کال  ۱۳۵۷ هـ ش  کې  چې کله  کمونستانو د نورمحمد تره کي په مشري کودتا وکړه  او د هیواد پر سیاسي اقتدار یې منګولې ولګولې  شیخ مولوي محمد خان  صاحب د خپلې سیمې په کچه  دهغولومړنیو جهادي عالمانو له جملي څخه و چې د کمونستانو او د هغوی د الحادي واکمنۍ پرخلاف  یې  قیام  وکړ ، او د سیمي  مسلمان اوسیدونکي چې وار تر پخوا د شیخ صاحب  له اسلامي روزنې او دعوت څخه متأثر ول  په دغه  جهادي قیام کې  د نوموړي تر شا ودریدل .

هماغه  و چې دا کار  ملحدو کمونیستانو  د خپلې نوي واکمنۍ پرخلاف تهدید وباله  او د سیمې د جهادي قیام د اصلي محرک  شیخ صاحب محمد خان د له منځه وړلو په فکر کې شول.

د الحادي حکومت  امنیتي ځواکونه د شیخ صاحب د اسارت او نیولو لپاره  د نوموړي  کور او مدرسې ته  راغلل ، خو شیخ صاحب ته الله تعالی نجات ورکړ او  وړاندې تر دې چې هغوي  یې  داسارت  هڅه  وکړي  شیخ صاحب  د کندهار ولایت  د ریګ سیمې ته  مهاجر  او هلته يي د نورو مجاهدینو په ملتیا د کمونیستانو پر خلاف   مبارزه پیل کړه.

په کندهار ولایت کې د جهادي مقاومت  په  پراخوالي  او تدریجي بریالیتوب سره  شیخ مولوي محمد خان  صاحب بیرته  ولس میشته سیموته  راغی او د ژوند تر پایه  یې خپل جهادي او علمي خدمت جاري وساته .

  شیخ هبة الله اخندزاده دوالد صاحب تر وفات وروسته  په سیمې باندې  د شوروي اشغالګرو د وحشیانه مظالمو له وجې  د هیواد  د نورو سلګو نو زره  هیواد والو په  جمله كې د خپل کلي او کور  پریښودلو ته اړ او ګاونډی هیواد پاکستان ته مهاجر شو او هلته  یې د بلوچستان سرحدي ایالت  د ځنګل پیر علي زي  په  مهاجر کیمپ کې د نورو  هیواد والو ترڅنګ  د خپل هیواد  د آزادي او په هغه  کې د یوه اسلامي حاکمیت  د راتللو  په غرض د هجرت ترخې لحظي پرځان ومنلې.

 دیني زده کړې یې

شیخ هبة الله صاحب  د خپل پلار  د نارینه  اولادونو په منځ کې دویم  اولاد   و چې د دیني علومو د زدکړو پیل یې  هم له خپل والد صاحب څخه وکړ،  د قرآن کریم قرائت  ، فقهي اولیات ، صرف ، نحو ، عربي ادب  ، معاني او اصول الفقه یې  تر  منځنۍ دورې پوري  له خپل والد صاحب څخه وویل  .

تر هغه  وروسته  یې د لوړو شرعي زده کړو  د حصول لپاره  د  سیمې  مشهورو مدارسو اوجامعاتو ته مخه کړه .

هلته يي   ټول مروجه علمي فنون بشپړ او په کال  ۱۴۱۱ هـ ق کې  د سیمه په کچه   په  مشهور و عالمانو شیخ الحدیث   مولوي محمد جان اغا صاحب او شیخ الحدیث مولوي حبیب الله صاحب باندې  د احادیثو نهايي دوره پایته ورسوله  او د لوړو شرعي زده کړو د اکمال په غرض يي د فضیلت دستار پر سرکړ.

جهاد او سیاسي مبارزه یې :

کوم مهال  چې شیخ صاحب  د دیني زده کړو  د وروستۍ  مرحلې  په درشل کې و ، په هیواد کې د شوروي  اشغالګرو  په مقابل  کې د وسله وال  مقاومت سنګرونه  ډیر ګرم ول .

دا داسې وخت و چې د هر افغان  په تیره  په علمي کورنیو او حلقاتو پوري تړلیو نویو ځوانانو  ډیره لیوالتیا دې ته وه چې  په جهادي جبهاتو کې  له شوروي اشغالګرو او داخلي کمونیستانو سره  جهاد وکړي .

شیخ هبة  الله صاحب  چې  له  اصله  یې په  یوې علمي  اوجهادي کورنۍ پوري  تعلق  و تر بل هرچا ډیر له شوروي یرغلګرو او داخلي کمونیستانو سره  د جهادي او فکري مقابلي لیوال و. تر دې چې نوموړي  د خپلو زده کړو  او تعلیم په مهال هم  جبهې ته  د تللو لپاره مهال ویش جوړ کړی و.

نوموړی  به  د مدارسو په کلنۍ   رخصتي کې  د کندهار ولایت د مشهور جهادي قومندان  ملا حاجي محمد اخند جبهي ته  تلو او هلته به یې  عملا له شوروي یرغلګرو سره په جهادي مقاومت کې برخه اخیسته .

د ملا حاجي محمد اخند جهادي جبهه د هیواد د جنوب  غرب په سطحه  مشهوره  جبهه وه چې په  هغې کې  د شهید امیر المؤمنین  ملا اختر محمد (منصور ) په شمول  د طالبانو ډیر و نورو مهمو  مسؤلینو  لکه    د اسلامي امارت  د ریاست  الوزاراء مرستیال  الحاج  ملا محمد حسن اخوند او نورو ګڼو مسؤلینو شموليت درلود .

یادي جبهې  د جهاد په اوائلو کې د مرحوم مولوي محمد نبي (محمدي) په مشرۍ په حرکت انقلاب اسلامي تنظیم پوري تړاو درلود ، وروسته  بیا د مرحوم مولوي  محمد یونس (خالص) په مشرۍ حزب اسلامي پوري مربوط شوه .

شیخ هبة الله صاحب  د دې جهادي جبهې له مهمو غړیو څخه  داسې یو شخصیت  و چې د جبهې د غړیو او مجاهدینو په منځ کې هم  له ښه جهادي حیثیت نه برخمن و او هم له علمي حیثیت نه .

نوموړي  له شوروي اشغالګرو سره د مقابلې په مهال  د اسلامي امارت له دواړو مشرانو ، امیر المؤمنین ملامحمد عمر(مجاهد) او شهید امیر المؤمنین ملا اختر محمد (منصور) سره  عملاد مجاهدینو په مشترکو پوځي مرکزونو کې برخه اخیستې  او یوځل زخمي شوی هم دی .

هغه مهال چې په جنوب غرب حوزه  په تیره کندهار ولایت کې به  مجاهدینود خپلو جهادي محاذونو او جبهاتودمربوطه ګروپونو مرکزونو ته د اطاق اصطلاح کاروله  شیخ صاحب به کله ناکله  داطاق سرپرستي هم کوله ، خوډیر وخت  به يې په جهادي چارو او تر هغه راوروسته  د مجاهدینو په علمي ښونې او روزنې کې تیریدو .

شیخ صاحب په جهادي جبهاتو کې د مشارکت پرمهال هم ډیر تر کیز پردې خبرې کاوه چې مجاهدین باید د الحاد ، او  نورو باطلو مفکورو په وړاندې په علمي او فکري لحاظ وروزل شي ؛ ځکه  ملحدو کمونیستانو او د هغوي حامي شورویانو زمونږ پرهیواد د پوځي یرغل ترڅنګ فکري یرغل هم کړی ، او په ډیرو حالاتو کې د فکري یرغل مقابله د پوځي هغه په نسبت ډیره مهمه او ضروري وي .

همدا وجه وه چې شیخ صاحب به هم په جبهه او هم په مدرسه کې د مجاهدینو په فکري روزنې ډیر اهتمام درلود او په دې اړه يې په خپل وخت کې د پاموړ فعالیت تر سره کړی.

په شرعي علومو کې  یې درسي تفوق :

شیخ صاحب هبة الله  د شرعي علومو په  تیره د فقه ، اصول الفقه ،تفسیر او حدیثو په تدریس کې  ځانګړی مهارت او استعداد لري.

په کال  ۱۴۱۱ هـ ق  کي د فراغت له مهاله تر اوسه پوري  یې له نورو ټولو جهادي او وظیفوي مصروفیتونو سره سره  د یادو علومو تدریس جاري ساتلی  او په ډیر زیات تعداد  شاګردان يې  په دې برخه کې روزلي.

نوموړی ته چې د شیخ  لقب ورکړل شوی هم لامل یې دادی چې  د صحاح سته  او اصول الحدیث په تدریس کې  برلاس لري او  د احادیثو د تدریس سند يې  د شیخ الحدیث   مولوي محمد جان اغا صاحب او شیخ الحدیث مولوي حبیب الله صاحب له لاري  په متصل سند سره تر رسول اکرم صلی الله علیه وسلم پوري  رسیږي.

د طالبانو په اسلامي تحریک یې تأسیسي رول :

له افغانستان څخه د شوروي اشغالګرو تر وتلو او بیا د کمونیستي نظام تر سقوط وروسته چې کله  په  هیواد کې  تنظیمي جګړې پیل شوي ، شیخ صاحب هبة الله د خپلې جبهې د نورو غړیو په څیر  له جنګ جګړو لیري په خپلو علمي او اصلاحي فعالیتونو مصروف شو.

سره له دې چې کندهار ولایت  د تنظیمي جګړو ډګر او د پخوانیو تنظیمونو ډیری قومندانان ورکې  اخته  شول خو شیخ صاحب  د یوې جهادي جبهې د علمي استاد او مربي په حیث  له همدغو تنظیمي جګړو څخه  خپلو علمي او اصلاحي فعالیتونو ته مخه کړه.

کله چې د تنظیمي جګړو او فساد په مقابل کې د مرحوم ملا محمد عمر مجاهد په مشرۍ  د طالبانو اسلامي تحریک رامنځ ته  شو شیخ  صاحب هبة الله د دې تحریک د مؤسس د یوه جهادي ملګري په حیث د تحریک له پیل نه  دهغه  ترڅنګ  ودریده.

په جنوب لویدیځه حوزه کې د طالبانو د اسلامي تحریک تر پرمختګ او په ياده حوزه کې د تحریک د مشر تابه  لخوا د اداري تشکیلاتو په سلسله کې  په کندهار ولایت کې د نظامي محکمې  اداره هم جوړه شوه .

په یادې محکمې کې د هیواد په کچه مشهور علمي او مسلکي اشخاص راغونډ کړل شول چې دهغوی له جملې نه یوهم شیخ صاحب هبة الله و چې د تحریک مشر تابه  د جهاد په مهال کې په  ښه علمیت ، فقاهت او تقوی سره پيژانده .

د نظامي محکمې د رئیس  په توګه :

په کال  ۱۹۹۶  م چې مرکز کابل د اسلامي امارت د ځواکونو تر ولکې لاندې راغی نو شیخ صاحب  د مرحوم امیر المؤ منین  ملا محمد عمر (مجاهد) د یوه ځانګړې فرمان  له مخې  په کابل کې د نظامي محکمې د رئیس په حیث وټاکل شو.

په کابل کې د نظامي محکمې تر تنظیم   او په هغې کې تر مطلوبو اصلاحاتو راوستلو وروسته  په شرقي زون کې ورته  د نظامي محکمي مسؤلیت وسپارل شو.

په شرقي زون  په تیره ننګرهار ولایت کې د نظامي محکمي اړوند تر ترتیب او هلته  تر دوه کلن فعالیت وروسته بیرته  د امیر المؤمنین ملامحمد عمر(مجاهد) په حکم  كابل  ته  راغى  او هلته   د اسلامي امارت  د واکمنۍ تر اخیره  د نظامي محکمې د مسؤل په حیث پاتې شو.

ولي د نظامي محکمي مسؤلیت؟

د اسلامي امارت د واکمنۍ یو ستر امتیاز په افغانستان کې د امن تأمین و.

د اسلامي امارت د واکمني د وخت د مثالي امن ټینګښت هغه ښکاره حقیقت دی چې  دښمنان هم ورباندې اعتراف لري.

د امن په تأمین کې د نظام د نورې اصلاح ترڅنګ  د حدود الله  د تنفیذ ځانګړی اثر و.

هغه مهال چې د اسلامي امارت ټول نظام او دهغوی اداري ، امنیتي ، قضايې او عدلي  مسؤلین د کار او تجربې له لحاظه هم ټول  نوي او امنیتي امکانات یې هم  بلکل په نشت حساب ، خو  یواځې  همدا د شرعي حدودو د تنفیذ برکت و چې  په هغه هیواد کې چې  دوې  لسیزې ورکې جګړې او  نا امنۍ تیرې شوې وي داسې امن تأمین کړي چې دوست او دښمن ټول ورباندې اعتراف لري .

دخدای په ځمکه کې  شرعي حدودو تأمین هم هغه وخت د امن د ټینګښت لامل ګرځي  چې تنفیذ يې د شرعي احکامو مطابق وي.  همدا لامل و چې اسلامي امارت  ډیر ترکیز پر دې و چې د  قضائي او عدلي اداراتو په رأس کې د اسې اهل او په شرعي امورو خبیر کسان وګماري چې د قرآن او حدیث او شرعي علومو په رڼاکې  د شرعي حدودو له تنفیذ سره بلد او د هغو له فلسفې خبر وي .

په اسلامي امارت  کې  د حدودو د تنفیذ  ټول مسؤلیت  شرعي محاکمو  ته سپارل شوی  و او  په جهادي جبهاتو او محاذونو کې د نظامي او امنیتي ځواکونود اصلاح، او مواخذې  مسؤلیت بیا په ځانګړي ډول نظامي محکمې  ته سپارل شوی  و .

لهذا د نظامي محکمې د مسؤلیت لپاره ایجاب کیدو چې داسې یوشخص انتخاب کړای شي چې هغه  هم  له شرعي او هم له مسلکي لحاظه د دغه اهم تنفیذي مسؤلیت صلاحیت ولري.

له بله اړخه  پر مهمو تنفیذي وظائفو باندې د ګمارلو لپاره  دوه شیان  مهم دي :

جهادي سابقه او  علمیت

شیخ هبة الله صاحب  د خپلو هم مسلكه  معاصرينو په اعتراف  له  دغودواړو امتیازاتو برخمن و.

همدا وجه وه چې نوموړی د امير المؤمنین  لخوا د نظامي محکمې غوندې مهم او حساس مسؤلیت ته انتخاب کړای شو.

د مرحوم امیر المؤمنین په دې انتخاب کې ځینې مهم مصلحتونه  نغښتي ول چې لاندې ورته اشاره کیږي:

په پلازمینه کابل کې نظامي محکمه هغه  تر ټولو  مهمه اداره وه چې د حدودو د تنفیذ صلاحیت ورته ورکړل شوی و.

د حدودو تنفیذ  لکه څومره چې مهم او د ټولنې د اصلاح لامل ګرځي په هماغه اندازه  د  متنفذ لوري علمیت ،  فقاهت ، سنجیدګي او دقت  ته ضرورت لري.

همدا راز د حدودو تنفیذوونکی شخص باید د پورتنیو صفاتو ترڅنګ  له  پوره انساني عاطفې او خواخوږي څخه هم برخمن وي .

مرحوم امیر المؤمنین دغه امتیازي  مشخصات په شیخ صاحب کې  له وړاندې حس کړي  و؛ ځکه يې  ورته  دغه مهم مسؤلیت  وسپاره.  همدا وجه  وه  چې کله به هم   په نظامي محکمې کې د هغې د مسلکي قاضيانو او مفتیانو لخوا د ځینو محکومینو په اړه د قصاص حکم پلي کیدو نو ترټولو لومړی به  شخصا شیخ  صاحب هبة الله د مقتول له وارثینو څخه  د قاتل لپاره  د بښنې غوښتنه کوله ، هغوي ته به يي په اسلامي شریعت کې د قاتل د عفو کولو په اړه الهي ارشادات او نبوي احادیث ذکرکول او په  ډیر الحاح به يي له هغوي څخه د قاتل د بښنې غوښتنه کوله .

په دې کار کې به يې  د قصاص صحنې ته  له حاضر شويو نورو مشرانو او سپین ږیرو علماوو څخه هم مرسته غوښته او هغوی به يي د مقتول وارثینو ته  د شفاعت  په غرض  وروستلو چې  قاتل ته عفو وکړي .

نوموړي به د مقتول  له وارثینو څخه  د یوه  حكومتي  مسؤل په حیث نه  ؛ بلکې  د یوه مذهبي عالم او مخور په حیث  د قاتل د عفو کولو غوښتنه کوله ، چې ډیر ځله  د ده د همدې عاطفي هلو ځلو له برکته  په  قصاص محکوم شوی کسان  د مقتولینو د کورنیو لخوا  عفو  او  د نوي ژوند څښتنان شول.

همداراز په جنايي جرمونو کې د ښکیلو کسانو په اړه  به  چې  کله اړونده قاضیانو کوم حکم کاوه  نو د هغه حکم په اثبات کې به  یې د فقهي مقرراتو اواصولو د  رعايت  خپل ټول بشري توان  کاراوه او د الحدودُ تُندرئُ بالشبهات شرعي قاعدې له مخې به يي  د امکان تر حده  د هغو حدودو  د عدم تنفیذ لارو چاروته زمینه سازي کوله.

له پورتني حقیقت څخه  دا جوتیږي چې شيخ صاحب  هبة الله   هم  د اسلامي  امارت  د واکمنۍ  په  مهال   په یوه با صلاحیته  قضايي ارګان کې  د شرعي احکامو په تطبیق کې  د یوه نهايي محتاط ، سنجیده  او عاطفه لرونکي  خواخوږي  مسئول په توګه خپل رول سرته رسولی او هم اوس  د هماغو صفاتو  په درلودلو سره   د اسلامي  امارت  د  امیر په توګه  د جهادي او نورو ټولو شرعي  چارو پلي کیدو ته  د شرعي مقرراتو  په محدوده کې  متعهد او ژمن دی .

د اشغالګرو په وړاندې  د دوباره جهاد په  پیلولو کې یې مهم   رول:

په  کال ۲۰۰۱ کې کله چې  امریکايي یرغلګرو د خپلو غربي ایتلافیانو په ملتیا پر افغانستان یرغل وکړ او د اسلامي امارت مشر تابه  له  تکتیکي  وقفې وروسته  د یرغلګرو په وړاندې  د مجاهدینو دوباره تنظیم او انسجام پیل کړ شیخ هبة الله اخندزاده صاحب  د نورو مسؤلینو په ملتیا د جهاد او اعداد په دې حساسه مرحله کې خپل  ځانګړی مؤثر رول درلود.

هغه مهال چې د امریکايي یرغلګرو د زیات تعقیب او څارنې له امله  د هرډول جهادي فعالیت تر سره کول تقریبا ناشونی ګڼل کیدو خو شیخ صاحب هبة الله د څو تنو نورو مجاهدو شیخو او علماوو په ملتیا د هیواد په دې حساس پړاو کې  د مجاهدینو په تنظیم او ترتیب کې نه ستړي کیدونکي هلې ځلې وکړي .

مرحوم شیخ صاحب غلام حیدر، شهید شیخ صاحب عبدالسلام او محترم شیخ صاحب عبدالحکیم  حفظه الله له شیخ صاحب هبة الله سره په دې تاریخي خدمت کې یوځای ول چې  مسلمان هیوادوال یې له صلیبي یرغلګرو سره د جهادي مقاومت سنګرونو ته رابلل او په علمي لحاظ یې  د قراني ارشاداتو او نبوي احادیثو په بیانولو سره  هغوي د خدای  د کلمې د لوړ والي او له دین او عقیدې څخه د دفاع  لپاره جهاد ته تشویقول.

د امریکا په مشرۍ د نړیوال صلیبي ایتلاف په مقابل کې د تش لاسو او جګړه ځپلیو افغانانو را پورته کول او جهاد ته اماده کول عادي خبره نه وه .

ځکه همدغو افغانانو د شوروي اشغال په مهال  دجهاد  او اسلام څخه د دفاع په نوم  یونیم میلیون شهیدان،  ۷ میلونه  مهاجر او په میلینونو نور اسیران ، زخمیان او معیوبین ورکړل، خو له بده مرغه چې دځینوتنظیمي مشرانو  د اختلافاتو  او جګړو  له امله  دغه ټولې قربانۍ  په اوبو لاهو شوي چې له  امله  یې ټول افغان مجاهد ولس  له  سختي پریشانۍ او مایوسۍ سره مخ شو.

خو دشیخ صاحب هبة الله  او دهغه د باعزمه  ملګرو  د نه ستړي کیدونکو هلو ځلو ، عالمانه  ویناوو  ،  بلیغ او فصیح  استدلال  برکت  و چې  په  افغانانو کې یې  د هغوي  له ټولو مایوسیو او ستړیاوو سرسره  د صلیبي یرغلګرو په مقابل  کې د جهاد جذبه  بیا را ژوندۍ  او په خالي لاسونو یې د امریکاپه مشري له نړیوال کفري ایتلاف سره  جهادي مقاومت پیل کړ.

د دغه مقاومت  په ترڅ کې افغان مسلمان ولس نړۍ ته دا وښودله چې هغوی که هرڅومره ستړي ، ستومانه  او تش لاسې وي ، خو بیابه هم  له یرغلګرو سره  جهاد کوي  او په دې به يي پوره باور وي چې  د باطل  په  وړاندې  وروستی  بری  به هم  د دوي په برخه وي …  و کان حقا علینا نصر المؤمنین.

له  صلیبي یرغلګرو  سره  د مقاومت  په مهال  د مقاومت کوونکو مجاهدینو تر شا  د شیخ صاحب هبة الله په څیر  د با عزمه  علماوو  هڅونې او معنوي حمایت و چې مجاهدینو وکړای شول په خالي لاس د امریکا په مشري نړیوال صلیبي ایتلاف  او تر ټولو سترپوځي  تړون  ناټو ته  تاریخي ماتي ورکړي .

د یاد مقاومت  په ۱۵ کلن  بهیر کې شیخ صاحب هبة الله  د  د عوت  اورشاد له مسؤلیته نیولې بیا د تمیز او  محاکمو تر عمومي ریاست پوري په بیلابیلو وظائفو کې کار وکړ  .

د اسلامي امارت د  مرستیال په توګه :

  په  کال   ۱۳۹۴ هـ ش  ۲۰۱۶ م  کې  چې  کله  د اسلامي امارت  د رهبري  شورا لخوا  د مرحوم امیر المؤمنین ملامحمد عمر(مجاهد) وفات اعلان  او شهید ملا اخترمحمد (منصور)  د امیر په توګه وټاکل شو،  شیخ صاحب هبة الله  د هغه  د  مرستیال په  حیث تعین شو.

شهيد امير المؤمنين  ملا اخترمحمد منصور  د خپل خدای ورکړي استعداد له مخې د اشخاصو او مسؤلینو په انتخاب او ټاکلو کې ځانګړی مهارت درلود .

نوموړی  دامارت  په لیکو کې  تقریبا ټول مهم مسؤلین شخصا پیژندل او هغوی هریوه ته يې د دوی د استعداد او پوهې مطابق مسؤلیتونه ورسپارلي ول.

د همدغو مسؤلینو له جملې څخه یو هم شیخ صاحب هبة الله و چې شهید امر المؤمنین د نوموړي کاري او علمي صلاحیت او د اسلامي امارت د مجاهدینو په منځ کې د هغه ټولنیز وجاهت ښه درک کړی و ، هماغه و چې نوموړی يې د اسلامي امارت په  اداري تشکیل کې د امارت د مرستیالۍ مقام ته انتخاب کړ  ترڅو  په همدغه لوړ اداري پوست کې  د ده له کاري او علمي استعداد او صلاحیت څخه  ښه استفاده وشي .

شهيد امرالمؤمنین په دې انتخاب سره   یو ډیر مهم  او اساسي موفقیت  دځان کړ او هغه  داچې   د امارت د مرستیالۍ  په مقام کې د شیخ صاحب  تعین  د امارت د ټولو نظامي او اداري چارواکو  د تجمع  او راغونډیدلو لامل شو .

پوره لس میاشتې شیخ صاحب هبة الله د اسلامي امارت د مرستیال په حیث  فعالیت وکړ چې په دې وخت کې  اسلامي امارت  ته د امریکایانو او دهغوي د ملاتړو له لوري  سخت ګواښونه متوجه ول .

د اسلامي امارت د تأسیسي مشر تر وفات وروسته چې ځیني کسانو د اسلامي امارت د نوي امیر په خلاف موقف ګیري وکړه  په علمي لحاظ   د هغوي په قانع  کولو  او اصلاح کولو کې د شیخ صاحب هبة الله رول ډیر دپاموړ بلل کیږي .

د اسلامي امارت په دې تاریخ سازه مرحله کې شیخ صاحب هبة الله ډیرې هلې ځلې وکړي ، د مجاهدینو د وحدت او یووالي لپاره  یې  له علماوو ، ملي مشرانو او جهادي اشخاصو سره متعددې غونډې وکړي  او په ټولو همدغو مجالسو او غونډو کې به  شیخ صاحب د مجاهدینو په وحدت الصف او اتفاق ډیر ترکیز کاوه .

هماغه  وه چې دشهید امیر المؤ منین ملا اختر محمد منصور رحمه الله په قیادت کې  د شیخ صاحب  او د ده ترڅنګ  د نورو شیوخو او علماوو د هلو ځلو له برکته  خدای تعالی د اسلامي امارت متحد  صف له تفرق او متلاشي کیدو څخه وژغوره ، د اسلامي امارت  د رهبري شورا غړي   په یوه خوله  د نوي امیر المؤمنین شهید ملا اخترمحمد منصور تر شا ودریدل او د هیواد ۳۴ ولایتونو  ټولو والیانو، پوځي مسؤلینو ولسي مشرانو او  د ولس  ټولو پرګنو له  هغه سره  د یرغلګرو امریکایانو او د هغوی  د ملاتړو په خلاف  د جهاد پر تداوم بیعت وکړ.

د اسلامي امارت  د زعیم  او امیر المؤمنین په توګه :

د ۱۴۳۷هـ ق کال  دشعبان د میاشتې  ۱۴ چې کله  امیر المؤمنین ملا اختر محمد (منصور) رحمه الله  د امریکايي ډرون  په وسیله شهید کړای شو  د اسلامي امارت  رهبري شوری په اتفاق د رأیو سره  شیخ هبة الله صاحب  د اسلامي امارت د امیر،  خلیفه  صاحب  سراج الدین (حقاني)  او مولوي محمد یعقوب (مجاهد) یې د  مرستیالانو  په حیث  وټاکلو.

د اسلامي امارت په مشر تابه کې  د شیخ صاحب  تعین  د جهادي مصالحو د تحقق، له یرغلګرو امریکایانو او دهغوي  له ملاتړو سره  د جهاد د تداوم او د اسلامي امارت  د جهادي صف د متحد ساتلو تر ټولو غوره وسیله  او لامل دی.

سره له  دې چې  داسلامي امارت د رهبري شورا په  غړیو کې  ډیر داسې اشخاص موجود ول چې  هغوی  له ډیر زیات پوځي اوسیاسي شهرت څخه برخمن  ول ، خو هغوی  ټولو  په  اتفاق  د آراوو سره   شیخ صاحب هبة الله  د نوموړي  د علمي او جهادي استحقاق  او همداراز  د جهادي  صف  د متحد ساتلو په خاطر   نوموړی  د دې مسؤلیت د پرمخ وړلو لپاره  احق او وړ انتخاب وباله .

ځکه  شیخ صاحب  د امارت د ټولو ارکانو، مسؤلینو او عامو مجاهدینو په  زړه کې د ځانګړی محبوبیت له مخې   دهغوی ټولو لپاره نهايي قابل قدر او قابل اعتماد شخص  بلل کیږي  او الله تعالی ورته  پرځان باندې  د ټولو مسؤلینو او مجاهدینو  د راغونډولو خاص صلاحیت ورکړی .

 د شیخ صاحب  مذهبي او فکري لید لوری:

شیخ صاحب هبة الله  د افغانستان د نورو علماوو په څیر یو مذهبي عالم  او د اهل السنة والجماعة په ډله کې  د حنفي مذهب  پیرو دی ، د سنتو اتباع او د سلفو صالحینو لاره يي فکري منهج دی .

د مسلمانانو ترمنځ   له هرډول مذهبي ، فکري  او تنظیمي تعصباتو څخه  بي پروا، د بدعتونو او خرافاتو سرسخت مخالف  دی، د اسلامي امت یووالی د مسلمانانو د کامیابي اصلي راز  او تفرق یې د هرې بدمرغۍ عامل بولي.

په مطالعې کې د رسول اکرم  صلی الله علیه وسلم له سیرت  او جهادي ژوند سره  ځانګړې مینه لري ، همدا لامل و چې کله  په کال  ۱۹۹۹ کې  بیت الله شریف ته د حج  فریضې اداء کولو لپاره  ولاړ  ، هلته يې د حج  د مناسکو تر اداء کولو  وروسته  په مدینه منوره  کې  د جبل احد او جبل  رُماة  د هغو تاریخي  ځایونو لیدو ته  ډیره لیوالتیاوه چې حضرت محمد صلی الله علیه وسلم  ورکې د احد د تاریخي غزا پر مهال  له مشرکینو سره  د مقابلې پرمهال  زخمي شوی  او حضرت  سید الشهداء  حمزه رضی الله عنه په هماغه میدان کې شهید شوی و.

د ورځني ژوند ځینې ځانګړتیاوې یې:

شیخ هبة الله صاحب  په خپل علمي  او ټولنیز ژوند کې یو لړ ځانګړي مشخصات لري.نوموړي ته   د اسلامي امارت  ټول مسؤلین او افراد  د یوه جامع  او منل شوي شخصیت  په سترګه ګوري.

همدا وجه ده چې هم   دشهید امیر المؤمنین د انتخاب  پرمهال  شیخ صاحب  د مجاهدینو په یووالي او له هغه سره په  بیعت کولو کې  اساسي رول در لود او هم   د شهید امیر المؤمنین ترشهادت وروسته  د اسلامي امارت د مشر تابه  په حیث  خپله  د شیخ صاحب د تعین پر مهال  د اسلامي امارت ټول اعضاء او مجاهدین  په  قاطع اتفاق سره  د هغه  په امارت  متفق او ټولو بلا استثناء ورسره بیعت وکړ.

شیخ صاحب  له تیرو لسو کلونو مسلسل دنبوي احادیثو او قران کریم دتفسیر  درس  ورکوي  چي اوس  یې په  هیواد کې بی شمیره  علماء  شاګردان  دي نوموړی  د خپل جامع علمیت ترڅنګ  د بیان  له ښه فصاحت څخه  هم برخوردار دی ، په آساني سره کولی شي مقابل لوري ته  ښه قناعت ورکړي.

د خپلو پریکړو او تصامیمو په تنفیذ کې  خورا قاطع، جدي او باعزم  دی.

په مجلس کې اکثرا خاموشه خو د ضرورت په وخت کې خبرې ډیرې موثرې او کاري وي.

سره له دې چې اوس د خپل عمر په  ۵ لسیزه کې  ده  مګر له جهادي اعداد سره خاصه مینه لري.

سنګیني ، وقار  او اسلامي خواخوږي یې د ژوند له اساسي مشخصاتوڅخه ده .

ژوند یې ساده او بي تکلفه  دی،  په  خوراک، څښاک ملبس او مسکن کې  یې د ترفه  هیڅ اثر نه  لیدل کیږي .

د لیدلو پر مهال یې سړی  د اسې  احساسوي  چې له  خپل  مهربان  مشر ورور ، او یاهم  له مشفق استادسره مخ کیږي.

د جهادي چارو اهتمام په ډیر دقت کوي  او اوس مهال يې د مطالعې او تدریس په ځای ډیر وخت د جهادي چارو په تنظیم، تنسیق او ترتیب  کې تیریږي .  پای

ترتیب او راټولونه د فرهنګي چارو کمیسیون د تاریخ څانګه

۱۴۳۸/۳/۱۴هـ ق

۱۳۹۵/۹/۲۴هـ ش ـــ 2016/12/14م


Leave a Reply !



//