Home / تازه لیکني او مقالې / د مفکر د ړومبي مرستیال کړنې او د بشریت مدعیان
د مفکر د ړومبي مرستیال کړنې او د بشریت مدعیان

د مفکر د ړومبي مرستیال کړنې او د بشریت مدعیان


هسې به هم کله نا کله د غرب د یوې څیړنیزې موسیسي له حلقوم څخه دا غږ پورته کیده چې امریکایان او د امریکایانو لاسپوڅي په افغانستان کې د انساني حقوقو خلاف ورزیانې کوي، بشري نورمونه تر پښو لاندې کوي، په زندانونو کې خلک شکنجه کوي، د وګړو په انساني او دیني کرامت تیري وروړي او د نورو ډول ډول جرمونو او وحشتونو ارتکاب کوي!
خو امریکایانو او غلامانو به یې په مسلسل ډول دغه تورونه ردول، ځانونه به یې د بشري نورومونو درناوي ته متعهد بلل او همیشه به یې دا شعارونه بدرګه کول چې داسې یو اساسي قانون یې جوړ او په افغانستان کې تطبیق ته سپارلی چې ټول انساني ارزښتونه پکې خوندي او رعایت شوي او د قانون په وړاندې هر افغان که هغه عادي کس دی او یا لوړپوړی واکمن، برابر او مساوي ارزښت لري!!
په اصل کې دغه ادعاوې ټولې دروغ او بې اساسه وې او امریکایانو چې کوم خلک په افغانانو وتپل او د چارو واګې یې په لاس کې ورکړې، هغوی له دې پرته چې تنها امریکايي منافعو او مصالحو ته ژمن او وفادار دي، نور ټول قوانین او حدود ورته بې ارزښته او بې معنی ول او کوم اساسي قانون چې امریکایانو جوړ او د کابل اداري ته یې د چلښت لپاره ورکړ، په هغه کې امریکايي منافع او هغه څوک چې امریکايي منافعو ته کارکوي، له هرډول ګرفت او تعقیب څخه مستثنی بلل شوي.
یعني څوک چې په اصطلاح د ترهګري په مقابل کې جنګیږي، هره کړنه او عمل یې جواز لري او څوک یې تر پوښتنې او ګرویږنې لاندې نشي  راوستلی.
نو ځکه الله تعالی په خپل قدرت د انسانیت د همدغو معلوم الحاله دښمنانو یو یو جنایت او وحشت اوس مخې ته راباسي، د افغان ولس او ټولې نړۍ په مخ کې د هغو له کړو فجایعو څخه پرده پورته کوي او خلکو ته یې ورښيي چې وګورئ د وحشت ملي رژیم د مفسدو، قاتلو او بې رحمه چاواکو افعال، کړنې او ناولیتاوې، چې په کوم ډول د افغان ولس او مظلومو وګړو په مقابل برخورد او چلند لري.
پخوانی کمونیست جنرال او د ملحدو ګلم جلم ملیشو قومندان ( دوستم ) چې له دې وړاندې یې د زرګونو افغانانو په وینو لاسونه سره وو او اوس د جان کیري په دولت کې د ولسمشر ړومبی مرستیال دی، په شمال کې د یوه متنفذ (احمد ایشچي) په مقابل په دا لنډو شپو ورځو کې له داسې نارواوو او زیاتیو کار اخیستی، که دا کار کوم بل کس چې (امریکايي غلام نه وای)، ترسره کړی وای اوس به یې د امریکا او غرب ټول بشري او انساني ماشینونه په وړاندې په حرکت راغلي وو، له هرې خوا به پرې نیوکې کیدلې او د سختو سزاوو غوښتنه به یې ورته کوله.
خو چون جنرال دوستم د امریکایانو لپاره یو ښه اجرتي قاتل او د اسلام او افغانیت ابدي دښمن دی، نه دا چې ساتنه یې کوي بلکې د خپل پوچ مفکر د ړومبي مرستیالي مقام ته یې هم رسولی او په شمال کې چې څه بلواوې او نارواوې د مظلومو افغانانو په مقابل سر ته رسوي، لاس یې ازاد او مټي یې غښتلې دي.
که همداسې نه وي  نو اوس به ولیدلی شي چې د بشریت علمبرداره ( ! ) امریکا او متحدین یې د جنرال دوستم د وروستي جنایت او قساوت په مقابل کې څه ډول ګام اخلي او هم د کابل رژیم مفکر او د هغه قضايي اورګانونه له یوه معلوم الحال ظالم او جابر څخه د یوه مظلوم او بې وسه  افغان حق په کوم جرآت او شکل تر ګوتو کوي؟

Leave a Reply !



//