Home / بیلابیلي لیکني / د اسلامي نړۍ د نومیالي عالم، شیخ القران والحدیث مولانا حمدالله جان (داجوي) مدظله العالي د ژوندلیک یو څرک په څرک کې
د اسلامي نړۍ د نومیالي عالم، شیخ القران والحدیث مولانا حمدالله جان (داجوي) مدظله العالي د ژوندلیک یو څرک په څرک کې

د اسلامي نړۍ د نومیالي عالم، شیخ القران والحدیث مولانا حمدالله جان (داجوي) مدظله العالي د ژوندلیک یو څرک په څرک کې


مرکه کوونکی:مفتی محمدګل سعید

دغه واړه کرامت د عاشوقي دی
چې څوک غوث کاندي څوک قطب څوک اوتاد

مولاناحمدالله جان داجوي يا هغه نامتو عالم چې دژوند ټوله دوره یې په علم ،عرفان ،مناظرو اوتدریس کې تیره شوه اویوه دنیایی له خپل علم اوفیض نه سیرابه کړه.
د مولاناصاحب اخلاقي اومعاشرتي زندګي باندې تبصره کولوڅخه ځانته لوی دفترجوړیدای شي ،دلته په لنډوالفاظو دده سره دمرکې په ترڅ کې دده د ژوندلیک یو څرک په څرک کې راوړو.

مولیناصاحب په اسلامې تاریخ اوسیرت کې پروفیسر،په تصوف کې دمحی الدین ابن عربی نعم البدل ،په فلسفه ،منطق اوطب کې دابونصرفارابی اوشیخ ابن سینادافکاروخزانه اوپخپله ددې فنونونامتومجتهد،معاني اوبیان کې دتفتازانی مثیل،په علم اخلاق کې دجلال الدین دواني ،په اسلامی تاریخ کې دابن خلدون اوابن کثیرسیال ، په احادیثوکې دعلامه شاه انورشاه کشمیری لوی نائب اوپه تفسیرکې دامام رازی درازونولوبیش قیمته خزانه ،دفقهې په احکاموکې دحضرت امام ابوحنیفه رحمه الله دافکارومترجم ،دمذهب په حصه کې دمقابل سره یوسترمارشال اودفلسفة الاحکام والمواعظ دبیانولودحلقې دویم غزالي دی.
شیخ القران والحدیث استاذالعلماء بقية السلف فخرالخلف مولیناحمدالله جان (دډاګۍ مولیناصاحب) دمشهورعالم مولیناعبدالحکیم زوی دمولیناصدیق وراره (دوۍ دواړه دشیخ الهندمولینامحمودالحسن دیوبندي شاګردان و)،دمولینارحمت الله لمسی په ۱۳۲۴ق مطابق (۱۹۰۴م )کال دصوابۍ په ډاګۍ نومې کلي کې زیږیدلی دی.
داکورنۍ دپاکستان په خیبرپښتونخواکې په علم اوعرفان مشهوره اویوه فاضله کورنۍده. دمولاناصاحب له امله ډاګۍ کلی په افغانستان اوپاکستان کې شهرت لري .نوموړی لادمورپه ګیډه کې وچې پلاریی وفات شواوچې کله دشپږوکلونوعمرته ورسیدنوموربي بي یی هم وفات شوه،او تربیه یی خویندوته ورپه غاړه شوه .

زده کړې :
مولیناصاحب ابتدایی زده کړې دډاګۍ کلي په ښوونځي کې وکړې .بیایی دیني علوموته مخه کړه اوله خپل اوښي قاضي امان الله نه یی ددیني علوموزده کړه پیل کړه.منځنۍ زده کړې یی دزروبۍ له مولیناحبیب الله صاحب (دزروبۍ صاحب حق صاحب رحمه الله چې دمرحوم شیخ الحدیث مولینامفتي محمدفریدعلیه الرحمه پلارکیده)، څخه وکړې.دلوړوزده کړولپاره سهارنپورته لاړاوهلته یی دشیخ المشایخ مولینازکریاعلیه الرحمة دشاګردۍ ویاړوګاټه .ده په سهارنپورکې له شیخ المشایخ مولینامحمدزکریاعلیه الرحمة ،مولیناعبداللطیف قدس سره،مولیناعبدالرحمان کاملپوري رحمه الله ،مولینااشرف علي نورالله مرقده،مولینامنظوراحمدنعماني رحمه الله اومولینااسدالله صاحب قدس سره نه لوړې زده کړې وکړې اودیوه نومیالي عالم په حیث راڅرګندشو.مولیناصاحب دطالبۍ په دوران کې تدریس کاوه اوزیات شمیرکتابونه یی په طالبۍ کې درس کړي دي .له فراغت نه وروسته یی دخپل کلي په جومات کې تدریس پیل کړاوپه زړه پورې تدریس یی وکړ.داچې نوموړی ډیرذهین ،فطین اودقوي ذهن خاوندؤ،نوهره ورځ به یی اته څلويښت کتابونه طالبانوته تدریسول اوپه دې توګه یی دتدریس لړۍ روانه وه.په ۱۴۰۷ق/۱۹۸۶م کال کې يي دپيښوردصوابۍ په ډاګۍ نومې سیمه کې دمظهرالعلوم په نامه دیوې لویې دیني مدرسې دبنسټ ډبره کیښوده اوپه همدې مدرسه کې یی تدریس پیل کړ ،چې تراوسه پورې په همدې مدرسه کې دتدریس سپيڅلې اومقدسه دنده اجراکوي .ددې مدرسې دتاسیس شپږڅلويښت کاله کیږي اودمولاناصاحب دفراغت شپږاویاکاله وشول .نوموړی هرکال لویه دوره تدریسوي ،عالمونه پرې پنډوي ،په سلهاووطالبان یی په مبارکولاسونودفضیلت پګړۍ تړي اوسنددفراغت ترلاسه کوي .مولیناصاحب هرکال دلویی دورې له پای ته رسولونه وروسته دشعبان په میاشت کې دقران عظیم الشان تفسیردرسوي، چې له شمیرنه زیات طالبان ورڅخه استفاده کوي .مولیناصاحب اوس مهال د۱۰۲کلونوپه عمر دنبوي احادیثوپه تدریس بوخت دی .لوی خدای دې ورته اوږدژوندورپه برخه کړي.

د طالبانو په حکومت کې د کابل جامعه فاروقيه:
دافغانستان دطالبانوپردین اوشریعت مین اسلامي تحریک دواکمنۍ په خپله شپږکلنه موده کې نه هیریدونکې،دیني ،سیاسي،اجتماعي داسې لاس ته راوړنې ترلاسه کړې دي چې له ده څخه دمخه حکومتونویوه هم نه وه کړې،سره له دې چې هرډول امکانات هم ورسره ؤ،چې دهغوله جملې څخه یوهم ددیني مدارسوتاسیس ؤ.
کله چې طالبانوکابل ښارونیوه اودافغانستان زیاتره سیمې یی له خپل واک لاندې راوستې نودهیوادپه سطحه يي په ټولوولایتونوکې لوې لوې مدرسې جوړې کړې .
ددغو مدرسوشاګردان به تکړه زده کونکي اومبارزمجاهدین ول . دکال زیاته برخه به په درسونواخته ؤ اودضرورت په وخت کې به دجنګ لومړیوکرښوته تلل اوهلته به یی دخپل دښمن په مقابل کې په ډیرشجاعت سره جهادته ادامه ورکوله .دوۍ په کندهارکې جامعه عمرجوړه کړه،په جلال ابادکې يي جامعه صدیقیه ،په خوست اونوروولایتونوکې يي هم ددیني علومودتدریس اواشاعت لپاره لوی لوی مرکزونه جوړ کړل .
په دې لړکې دطالبانودمعارف هڅاند وزیر ښاغلي ملاامیرخان متقي صاحب ( الله تعالی دې دلازیاتوخدمتونولپاره اوږدژوندورکړي .)په کابل کې د (الجامعة الفاروقیه ) په نامه یوه لویه دیني مدرسه جوړه کړه.دامدرسه په خپل وخت کې له ګردوڅخه لویه دیني مدرسه وه،چې په خپله دافغانستان طالبانو زده کړې په کې کولې.
دمدرسې مؤسس جناب متقي صاحب داستاذانوتنخااودطالبانوغذائي لګښت له بیت المال نه ورکاوه. ښاغلی متقي صاحب چې سیاسي بصیرت اوښه قریحه لري،هڅه يي داوه چې ددې مدرسې لپاره دګوتوپه شمیرنامتومدرسین اوعالمان له لراوبرنه راټول کړي اودامدرسه دهیوادپه سطحه دعلم اوعرفان عظیم مرکزوګرځي. هماغه ؤچې په خپل دې هدف کې کامیاب شواوعمده اوزبده مدرسین يي دې جامعې ته راغونډکړل . داجامعه چې ګڼ شمیرطالبان په کې روزل کیدل اوپه افغانستان اوپاکستان کې يي نیک شهرت خپورؤ ، د موقوف علیه اولویې دورې په شمول ګردفنون په کې تدریس کیدل اومولینا حمدالله جان صاحب دامت برکاته العالیه په کې دصدرالمدرسین اوشیخ الحدیث په حیث ټاکل شوی ؤ.مولینا صاحب په همدې مدرسه کې زیات شمیرطالبان ؤ.مولینا صاحب په همدې مدرسه کې زیات شمیرطالبان وروزل چې دتدریس ترڅنګ یی دقرآن عظیم الشان ترجمه هم کوله ،او په شریعت غږرادیوکې به خپریدله .
مولیناصاحب چې دعمرزیاته برخه یی ددیني علوموپه تدریس کې تېره کړه اوزیات شمیرشاګردان یی جامعې ته وړاندې کړل ، دوه ځلې دجمعیت علماء اسلام لخوادمولینامفتي محمودرحمة الله علیه په هڅه قومي اسمبلۍ ته کاندیدشو،خومتاسفانه چې قومي اسمبلۍ ته یی لاره پیدانکړه اوپه یوڅورایوپاتې راغی .ده دکشمیرپه جهادکې برخه اخیستې اوداسلام دمقدس دین داعظیمه فریضه یی اداکړې ده . مولیناصاحب په عقیدوي لحاظ داسلافویوه ښه نمونه ده ،دده امثال اوس ډیرکم ترسترګوکیږي .ده دامام ابوحنیفه رحمة الله علیه مسلک ته په زړه پورې خدمتونه وکړل اوپه دې لاره کې يي بې دریغه قربانۍ ورکړي دي .دفکراونظرپه لحاظ زمونږدهیواددمخکینیوعالمانوپه څیردی ،چې يي هروخت دلامذهبواولارورکوخلکوسره مبارزې کړي دي ،دحق ملګری وي اوددښمنانو دسترګوخار ګنړل کیږي .
مولیناصاحب له شمیره زیات شاګردان روزلي دي ،چې هریویی لوی علمي شخصیت دی اواوس هم دمولیناصاحب په استاذۍ اودهغه څخه داستفادې کولوپه حقیقت معترف دي اوهریودغه اعتراف دخپل علمي مقام اولیاقت داثبات لپاره قاطع برهان ګڼي.

دمولیناصاحب دشاګردانوشمیرله شمیره زیات دی،چې دټولوشاګردانونومونه ذکرکول يي ناشونی دی . دیوڅوشاګردانونومونه یی دادي :
(۱) ــــ کابل استادچې لومړنی شاګردیی دی
(۲) ـ دپیرسباک علیه الرحمة ورور
(۳)قاضي عنایت الله چې دمولیناصاحب دخورزوی دی.
(۴) ـــ شیخ الحدیث مولیناعزیزالله مظهري دغوربندچې فعلاپه هریپورکې ددیني علومواستاددی.
(۵)مولیناعبدالرحمان خلفي دشبقدر او…….

تصوف او عرفان:
مولیناصاحب دظاهري علوموترڅنګ په تصوف کې هم لوی لاس لري،ده دنوښاردمولیناعبدالسلام علیه الرحمة(پیرسباک صاحب) لاس نیوی کړی اوپه څلوروواړوطریقوکې یی خلیفه اوماذون دی.
مولینا صاحب له غیرمقلدینواوپنج پيرانوسره ډیرضددی اوله هغوۍ سره یی زیاتې مناظرې کړي دي .ده په حرمینوکې له پنج پیرمولیناصاحب (محمدطاهر)علیه الرحمة سره اوهم له یووهابي عالم سره مناظرې وکړې اوپه هغوۍ دواړوبرلاسی شو،چې بیاده ته دمناظرحرمین لقب ورکړل شو. مولیناصاحب په حرم شریف کې دقران عظیم الشان تفسیراوترجمه شروع کړه د۱۳سیپارو یی هلته تفسیر وکړ اوپاتې ۱۷سیپارې یی دسمندرپه اوږده سفرکې تدریس کړې چې په دې توګه یی دتفسیردوره پای ته ورسوله ،اودمدرس حرمین لقب یی وګاټه .

تصنیفات :
(۱)البصائرلمنکري التوسل بأهل المقابر(داکتاب یی په ځینواختلافي مسائلوکې لیکلی دی اودترکیې دحکومت لخواڅوکرته چاپ شو.
(۲)مجمع الاشعار(دشعرونوټولګه)
(۳)په وظائفوکې رساله
(۴)دبخاري شریف شرح
(۵)دقران کریم تفسیر(مظاهرالقران فی خلاصة التفاسیر)

اولادونه:
مولیناصاحب څلورلوڼې اوڅلورزامن لري.مشرزوی یی مرحوم پروفیسرمولینافضل الله سلیم(ګولډمیډلسټ)،دویم یی ډاکټرانعام الله ،درییم یی مولینالطف الله جان چې دمدرسې ناظم دی،څلورم یی مولینااشفاق الله خان نومیږي .


Leave a Reply !



//