Home / تازه لیکني او مقالې / نوی امنیتي تړون
نوی امنیتي تړون

نوی امنیتي تړون


له امریکایي یرغلګرو سره د هیواد پلورني تر امنیتي تړون وروسته اشرف غني اوس د بلخ له ټوپکوال ټولواک عطانور سره هم د یو سند د لاسلیک کولو تابیا کړي ده .
دا خبره د ټوپکمار عطانور یو ویاند رسنیو ته را ایستلي او ویلی دی چې اشرف غنی هغه ورځي له ترکمنستان نه په بیرته راګرځيدو کې عطانور ته راغی او له هغه نه یې د کومک غوښتنه وکړه چې د امنیت په راوستلو کې د ده له حکومت سره مرسته وکړی ، او له ګلبدین حکمتیار سره جوړه روغه یې تائید کړي .
د ویاند په خبره ، عطانور په دی شرط ورته اماده شو چې غنی به په کابینه کې ژور بدلون راولي مانا داچې د عطانور د خوښی خلک به وزیران ، مرستیالان ، والیان ، قومندانان ، مدیران ، ماموران او داسی نور ټاکي . بل داچې د ګلبدین حکمتیار خلک به ټول بی له قیده وشرطه وسله پرځمکه ږدي او د آساسی قانون ټول جزئیات به مني . نو دی آماده دی چې د امنیت په ټینګولو کې د مرستې ترڅنګ، دا سولیزتړون هم تائید کړي .
د ویاند له قوله که چیری یې دا شرایط ومنل شی نو بیا دا هم امکان لري چې عطانور خپله څوکۍ د غني په غوښتنه ورته خوشي کړي.
ویل کیږي چې غنی د بلخ له ټولواک سره دا ائتلاف د خپل لومړی مرستیال پرضد کړی چې په دې وروستیو کي هغه (دوستم) د غني ټیم د ځان د وژلو پر توطیئه تورن کړ . او له غني سره یې دښمني اعلان کړه .
وړمه ورځ چې د لومړي مرستیال له لوري د جنسي تیري سکینډل رسوا شو ، غني هم له دوستم سره د کرکي ښودلو په پلمه وویل چې مجرم به رسوا کړي او سزاء به ورکړي .
دا خبري په داسی حال کې رواني دي چې پرون کابل ته د نوي یمو کلونو د شر او فساد د توري دورې یو بل قهرمان زرداد هم را ورسید . او ګمان کیږي چې له سره به وسلوال کړای شی ترڅو د غني د کاواکه حکومت د امنیت په ساتلو کې رول ولوبوي .
دا ځکه چې د غنی د حکومت په قلمرو کې اوس د چا سر او مال محفوظ نه دی ، دوې ورځي وړاندي د ننګرهار د خیوې ولسوالۍ یو کلیوال سړي په چیغو چیغو فریاد کاوه چې حکومتي ټوپکوالو یې په زور دوې ځواني لوڼي ورڅخه بیولي او یوه قومندان ځان ته په یوه مهال واده کړي دي .
مشت نمونهء خروار … حقیقت دا دی چې دا حالات نور هم کیدای شی مخ پر خرابیدو شي افغان ولس باید سر له اوس نه سمدستي لاس په کار شي ، او د اسلامي امارت د مجاهدینو ترڅنګ عملاً میدان ته را ودانګي ترڅو د ډېرو خونړیو ، تاریخي ، شرموونکو او دلخراشه واقعاتو د پیښیدلو مخه ونیوله شي . او دا نا اهله ظالم ګوډاګي چارواکي نور له صحنې وشړل شي او اجازه ورنکړله شي چې نور مزید د ولس په سرنوشت لوبي وکړي .
دا حالات ځکه متوقع دي چې دا یو تاریخي ثبوت دی کله هم چې یرغلګر په یو ځای کې ماتي خوري نو بیا د خپل شکست ارمان په دې ډول لوبو پوره کوي چې هلته خپل داسی نا اهله ګوډاګیان واکمنان کړي او د هغوی سپوټ ترهغو پوري کوي چې دا فاتح ولس د دوی د ظلم ، جبر ، غلا ، فساد ، وژني او نورو پست فطرته اعمالو له وجي ، له ژونده بیزاره کړي. او اوس یې د سر په سترګو شاهدان یو .
که چیری افغان مسلمان مجاهد ولس د اسلامي امارت ملا نوره هم مضبوطه کړي او په یوه آواز د دې برملا فاسد ، غله ، قاتل ، جنایتکار ، فریبګر او د پردیو د ګټو ساتونکي ګوډاګي رژیم پرخلاف ودریږي ؛ هیڅکله به هغوی ونه توانیږي چې یو ځل بیا د شراو فساد د توري دورې له ویروونکي برخلیک سره افغانستان مخ کړي . ان شاء الله.


Leave a Reply !



//