Home / تازه لیکني او مقالې / د دښمن وحشت  او فساد د ورځې خبره ده
د دښمن وحشت  او فساد د ورځې خبره ده

د دښمن وحشت  او فساد د ورځې خبره ده


یرغلګر ځواکونه او کابل رژیم یې هره ورځ د افغان ولس پر ضد کړنې تکرار وي، پر ولسي وګړو ډرون حملې کوي، د هستوګنې پر سیمو هاوانونه او توغندي اوروي، شپنیو چاپو کې ښځې او ماشومان په شهادت رسوي او مظلوم هیوادوال بندي کوي.

ګډ دښمن  په پرله پسې ډول  د ودونو مراسم او ورا باڼې بمبار کړي، پر جنازو یې ډرون او توغندیز بریدونه تکرار کړي، په خپلو کورنو او لویو لارو کې یې خلګ شهیدان کړي، د ښځو او ماشومانو په مخ کې یې خلګ وهلي، تړلي، شکنجه کړي او د بندیانو په توګه له ځان سره نامعلوم ځای ته وړي دي.

د اشغالګرو او کابل ادارې مخفي او ښکاره زندانونه د افغان ولس له بچیانو ډک دي، په زندانونو کې هیڅ ډول انساني سلوک او حقوق نه مراعاتیږي، بندیانو ته پر وخت خوراک، څښاک او پوښاک نه سپارل کیږي، ډاکټر او درملو ته لاس رسی نه لري، د ناروغۍ په وخت کې یې هیڅ ډول خیال نه ساتل کیږي، لیونیان، پوډریان او هغه اسیران چې درس وایي او مطالعه کوي یو ځای اوسیږي چې په اکثرو مواردو کې د بندیانو تر منځ له همدې کبله ستونزې راولاړیږي.

زیاتره مظنون او شکمن بندیان د ناثابت شويو تورونو له امله په کلونو حبس محکوم شوي، کله چې یې د حبس موده پوره شوې، بیا هم په میاشتو او حتی کلونو د زندان د تورو تمبو شاته د یو نامعلوم برخلیک په غیږ کې ایسار شوي. د اسیرانو له کورنیو څخه د بندیانو د خلاصیدو په نوم په لکهاوو افغانۍ وړل شوې او بیا هم په زیاترو مواردو کې بندیان خپلو کورنیو ته نه دي سپارل شوي.

د کابل د فاسد رژیم د نورو ادارو په څېر په عدلي او قضایي ارګانونو کې هم  فساد اوج ته رسیدلی، په عدلیه وزارت او محاکمو کې  زندانونه، زندانیان او د بندیانو سره اړوند مسایلو د یو لوی تجارت بڼه خپله کړې ده، له لوی څارنوال او مشر قاضي څخه نیولې تر چوکیدار پورې ټول پرسونل یې په فساد معتاد دي.

د بشر د حقونو  نړیوالې او ځایي ټولنې باید د یرغلګرو او کابل رژیم له لورې له افغان ولس سره روان وحشت او دهشت وغندي، همداراز د بشر ي حقونو سازمانونه او فعالان  د کابل رژیم په زندانونو کې روان وخیم وضعیت باید وڅاري، ځکه دښمن لکه مخکې چې هم اشاره ورته وشوه هیڅ ډول اصولو ته ژمن نه دی.

دښمن د افغان ولس په وړاندې د هیڅ ډول  وحشت  له  ترسره کولو مخ نه اړوي، آن تر دې چې د دښمن د وحشت پورته ذکر شوي ډولونه د ورځې خبره ګرځیدلې ده.


Leave a Reply !



//