Home / تازه لیکني او مقالې / امریکایانو خپله روزل شوې اردو هم شکست خورده وبلله
امریکایانو خپله روزل شوې اردو هم شکست خورده وبلله

امریکایانو خپله روزل شوې اردو هم شکست خورده وبلله


له هغه ورسته چې د امریکا له واکه تلونکي ولسمشر (اوباما) په افغانستان کې خپل پوځي ماموریت ناکام وباله او په مشخص ډول یې د طالبانو نوم واخیست چې امریکايي قواوې یې په ماتولو کې پاته راغلې، د هغه په تعقیب پرون د امريکا د دفاع وزارت (پنتاګون) په يو خپاره شوي راپور کې وویل چې افغان امنيتي ځواکونه د دې توان نه لري چې له طالبانو سره جګړه وکړي او یا تصفيه شوې سيمې وساتلی شي.
راپور په ځانګړي ډول د کندوز، روزګان، بغلان، ننګرهار او هلمند ولايتونو نومونه اخيستي، چې هلته د کابل رژیم اردو او امنيتيځواکونو د طالبانو د تهاجمي بریدونو په مقابل کې تاب ونشو کړلی او پراخې سیمې یې ورته پریښوولې.
له بلخوا په دې راپور کې راغلې ارزونه د کابل ادارې دفاع وزارت هم تائيد کړې او په خپلو ماتو او کمیو يې اقرار کړی خو وايي چې له را روان ژمي او د طالب جنګياليو له کمښت نه په استفادې به د طالبانو په ضد او د هغوی هستوګنځايونو د له منځه وړلو لپاره به جدي قدم پورته کړي.
د امریکایانو وروستي اعترافات او په خپلو ماتو برالا صراحت د دې ثبوت وړاندې کوي چې په افغانستان کې د امریکایانو د بریاوو تیرې دعوې له یوې مخې ناسمي او باطلې وې، بلکې امریکايي قواوو او ورسره ناټو له نږدې لس کلونو راهیسې په افغانستان کې د طالبانو په وړاندې ماته خوړلې وه او ټولې ستراتیژۍ یې له شکست سره مخ شوې وې، خو چون میډیا د دوی په ولکه او سلطه کې وه، سیاسي تحلیل ګران امریکایانو زرخرید کړي  وو، د نړۍ سیاسي ستیج دوی یرغمل کړی او خپله امریکايي جنرالانو او د سپینې ماڼۍ چارواکو هم په لوی لاس هڅه کوله چې حقایق او واقعیتونه همداسې پټ او مخفي وساتي.
شاید امریکایانو غوښتي وي چې له خپلو شکستونو سره سره په افغانستان کې تر اوږدې مودې پورې جګړه روانه او پر افغانانو تپلې وساتي ترڅو یې په ګڼو داسې کړاوونو او تراژیدیو کې درګیر او ښکیل وګرځوي چې اصلا څوک د دې خبرې فرصت پیدا نه کړې چې ولې امریکايي عسکر په افغانستان کې شتون لري او تر بیلابیلو پلمو او بهانو لاندې د افغانانو وژلو او ربړولو ته توجیهات جوړوي.
له همدې امله ویلای شو چې د دوه سري رژیم رامنځته کول او واک د انتهايي مفسدو بانډونو او قاتلو ګروپونو لاسو ته سپارل د امریکا هغه خاص هدف او د جان کیری پلان و، ترڅو په افغانستان کې ګډوډي او انارشیزم روان، فقر، بې وزلي او بې ثباتي اوج ته ورسیږي او هم د میشتو قومونو او ملیتونو تر منځ داسې ژبني، مذهبي او نژادي شقاوتونه را وټوکوي چې په پایله کې یې واحد افغانستان د پراګندګي او ویشلو لور ته لاړ شي.
ولې د مقتدر او توانا ذات (جل جلاله) نصرتونه او حکمتونه وو چې د تش لاسو مجاهدینو مټې یې په نه امکاناتو دومره غښتلې او له عزم نه ډکې کړې چې هم یې په افغانستان کې د امریکا غرور دړې وړې کړ، هم يې د ناټو بلواکي زیر و زبر کړه او هم  یې د دوی په لاس د جوړې شوې څلور لکه اردو هره هڅه او حرکت په خپله نطفه کې شنډ او خنثی وګرځاوه، چې د امریکایي تاریخي شکست په اړه خپله د اوباما اقرار او د مزدورې اردو د ماتې او بې کفایتۍ په باب د پنتاګون وروستی راپور یې څرګند او تاریخي ثبوتونه دي.

Leave a Reply !



//