Home / اعلامیه / په بادغیس کې د وژل شوي ښځې د قضيې په اړه د اسلامي امارت د ویاند څرګندونې
په بادغیس کې  د وژل شوي ښځې د قضيې په اړه د اسلامي امارت د ویاند څرګندونې

په بادغیس کې د وژل شوي ښځې د قضيې په اړه د اسلامي امارت د ویاند څرګندونې


تیره ورځ یو شمیر رسنیو د دښمن له خولې راپورونه خپاره کړل چې ګنې د بادغیس ولایت مرغاب ولسوالۍ په آب کمري سیمه کې د طالبانو په امر یا د هغو د فيصلې په اساس یوه ښځه وژلې ده.

موږ دا ناسم او سر چپه راپور ردوو، پيښه د مجاهدینو پورې اړه نلري او اصلي قضيه په لاندې ډول وه: 

په آب کمري کې یوه ښځه وه چې خاوند يې په ایران کې وو، ښځه د یوبل کس سره له کوره تښتیدلې وه، بیا خپلوانو او د سیمې خلکو فيصله کړې وه چې ښځه دوهم سړي ته ور پريږدې، کله چې لومړی خاوند له ایران څخه راغي، د اسلامي امارت محکمې ته عارض شو چې ښځه يې بې له دې چې طلاق ورکړي له دوهم کس سره واده کړی ، د اسلامي امارت ولایتي محکمې قضيه تر څیړنې لاندې ونیوله او د شریعت له حکم سره سم يې ترهغو چې د طلاق اخیستلو شواهد وښودل شي، ښځه له دوهم ځاوند څخه جلا کړه او د پلار په کور کې يې کښینوله، د محکمې بهیر روان وو، چې دوه شپې وړاندې لومړی خاوند له ۲ نورو مسلحو کسانو سره د ښځې د پلار کورته په شپه کې ورځي او ښځه وژني.

کله چې سهار مجاهدین له پيښې خبر شول، قاتل او دهغه ۲ نور ملګري يې ونیول او محکمې ته يې وسپارل.

د ښځې د وژنې په پيښه کې نه مجاهدین لاس لري اونه يې په اړه هيڅ ډول فيصله شوي وه، دښمن غواړي له دا ډول شخصي پيښو څخه هم بده استفاده وکړي او دمجاهدینو په ضد يې د اذهانو دخرابولو د وسیلې په ډول وکاروي، متأسفانه چې یو شمير رسنۍ یا خبریالان هم بې له دې چې د امارت دريځ له ځانه سره واخلي، د مجاهدینو د کړنو په اړه د کابل ادارې د کسانو نظر اخلي اوهغه په یوجانبه ډول خپروي، چې داکار په ځلونو تکرار شوی دي.

قاري محمدیوسف احمدي د اسلامي امارت ویاند

۱۴۳۸/۳/۲۰هـ ق

۱۳۹۵/۹/۳۰هـ ش ـــ 2016/12/20م


Leave a Reply !



//