Home / تازه لیکني او مقالې / د پلچرخي له زندانیانو سره د چارواکو بې رحمانه چلند
د پلچرخي له زندانیانو سره د چارواکو بې رحمانه چلند

د پلچرخي له زندانیانو سره د چارواکو بې رحمانه چلند


متاسفانه، دا لومړی ځل نه دی چې د پلچرخي، بګرام او نورو سیمیزو محبسونو څخه د بندیانو د شدیدو ځورولو خبرونه او مستند راپورونه تر لاسه کیږي، چې بهرني یرغلګر او د کابل د بلواکه ادارې مزدور چارواکي یې په ډول ډول تعذیبونو سره کړوي.
دا اوس اوس تازه د پلچرخي له وحشي زندان څخه داسي معلومات، خبرونه، راپورونه او ویډیویي تصویرونه تر لاسه شوي چې په سلګونو بندیانو د نه خوړلو په اعتصاب لاس پوري کړی.
ویل کیږي چې ساتونکي عسکر له بندیانو سره ناوړه او له سپکاوي ډک چلند کوي، هر مهال ورته سپکې سپورې وايي، شکنجه کوي یې، پر وخت او استحقاق سره سم ډوډۍ نه ورکوي، لمر ته د وتلو لپاره پر وخت دروازه نه ورته خلاصوي او په عمومي ډول انتهایي سپک او غیر انساني چلند ورسره کوي.
بندیان وایي چې مخکي مو هم یوځل د دې ناوړه چلند له امله اعتصاب کړی و، چې بیا د بلاک (عارف) نومي قومندان راسره ژمنه وکړه چې سمه ده، ستاسو مشکلات به موږ حل کړو؛ خو څو کسه نمایندګان راته وټاکي چې موږ ته ستاسو ستونزي بیان کړي، وایي کله چې مو کسان ورمعرفي کړل، قومندان عارف ځان ته ور وغوښتل، هلته تیار د ملي امنیت کسان را غوښتل شوي وو او دغه کسان یې هغوی ته په لاس ورکړل چې تر اوسه یې درک نشته.
دا په داسي حال کې ده چې د روان میلادي کال د درېیمې میاشتې په وروستیو کې هم د څرخي پله له زندان څخه کره راپور تر لاسه شوی و چې د ډګروال نجم الدین په نوم نوی ګومارل شوی قومندان، بندیانو ته د قرآنکریم او نورو دیني زدکړو اجازه نه ورکوي، نجم الدین نامی قومندان، هغه مدرسین بندیان چې نورو ته درس او تدریس کوي، کوټه قلقۍ ته اچوي، آزاروي یې، په مختلفو بهانو بندیان ورغواړي، وهي يې او د همدې انفرادي بند (کوټه قلفي) په واسطه شکنجي ورکوي.
څه موده وړاندې د ملګرو ملتونو د یوناما ادارې په یوه راپور کې چې له ۲۰۰ زره بندیانو سره د خبرو کولو پر بنیاد ترتیب شوی و، هم دا خبره منلې وه چې د افغانستان په زندانونو کې له بندیانو سره ناوړه چلند کیږي، په زور او شکنجو سره  اقرار ترې اخېستل کیږي او په دې وروستیو کې د بندیانو شکنجه او ځورونه ۱۴ سلنه زیاته شوې ده چې دا د بشري حقونو مخالف عمل دی.
د کابل د لاسپوڅي ادارې د چارواکو د دې ظالمانه چلند له امله د محبس اسیران په داسې اعتصابونو مجبوریږي چې د ځینو بندیانو د مړينې، شهادت او یا د دماغي توازن د خرابیدلو لامل ګرزي، چې دا پیښې عملاً څو څو واره د کابل ادارې په زندانونو کې رامنځ ته شوي دي.
تېر کال پلچرخي کې د غزني، د قره باغ یو تن اوسیدونکی بندي «حافظ عبد الروف» د زندان د چارواکو لخوا تر سختو وهلو، تعذیب او شکنجو لاندې ساه ورکړه.
پر دې برسیره د هیواد په نورو زندانونو کې هم له بندیانو سره ورته چلند تر سره کیږي، په نیمروز، شبرغان، هلمند، مزار، کندهار، غزني او نورو زندانونو کې له بندیانو سره د ناوړه چلند بې شمیره پیښې رامنځ ته شوې دي.
په کندهار کې د بشري حقوقو ناقض او ټوپکسالار جنرال رازق د عسکرو لخوا په دې وروستیو کې له مدرسو څخه شاوخوا ۸۰ تنه طالبان وتښتول شول چې ځېنې یې وروسته شهیدان شول او ځېنې يې لا اوس هم نادرکه دي.
د فزیکي ځورونو ترڅنګ په رواني لحاظ هم بندیان په ډېر ناوړه شکل ځورول کیږي، د کابل د ملي امنیت په ۹۰ ریاست کې د ډیرې شکنجې وروسته یو بندي د «یا الله یا الله» چېغې وهلې، په دې وخت کې یو استخباراتي مامور ورته وویل: الله ته دې ډېري چیغي وکړه چې دا ستا خدای تا له موږه  خلاصولای شي که نه؟، داسي او دې ته ورته نورو ډېرو پیښو سره بندیان مخ شوي دي.
د بنديانو کورنۍ او دوستان وايي، چې څارنوالۍ، قاضيان او لوړپوړي چارواکي د خپلو کمېشن کارانو په واسطه له دوی په لوړه کچه رشوتونه غواړي، چې په بدل کې يې بندي ورته راخلاص کړي او هغه څوک چې د چارواکو رشوتونه نه شي پوره کولای، د هغوی بنديان په کلونو کلونو د زندان د تورو تمبو شا ته پراته وي.
په زندانونو کې د ډېرې بدې رویې له امله، اکثره وخت ناوسه او مظلوم بندیان له مسلحو عسکرو سره لاس او ګریوان شي؛ نو کله چې تش لاسي بندیان له مسلحو عسکرو سره شخړو او بيا جګړې ته زړه ښه کوي، دا خپله د دې ثبوت دی چي بنديان دغه کار ته انتهايي مجبور او د هر خطر په منلو سره دغه ډول اقدام ته اړ ايستل شوي دي.
اسلامي امارت په بیا بیا د بشري حقونو دعویداراو ټولنو، یوناما، سور صلیب او د بښنې نړیوال مدافع سازمانونو او نورو ته خپل پیغامونه رسولي؛ خو له دې سره سره د کابل ادارې په زندانونو کې لا هم شکنجې او ظلمونه دوام لري.

Leave a Reply !



//