Home / تازه لیکني او مقالې / په مختلفو محاذونو کې د دښمن شکست
په مختلفو محاذونو کې د دښمن شکست

په مختلفو محاذونو کې د دښمن شکست


د کابل ادارې د یرغلګرو په ملاتړ د هیواد په مختلفو سیمو کې د ژمني موسم څخه په استفاده د عملیاتو په نوم خپل وسله وال راټول کړي، په ځینو سیمو کې یې د مجاهدینو پر سنګرونو بریدونه کړي چې لله الحمد نه یوازې دا چې پر مختګ یې نه دی کړی، بلکې د لوی شکست او تاریخي ماتې سره هم مخامخ شوي دي.

د هلمند مرکز لښکرګاه په مربوطاتو کې دښمن په  پرله پسې ډول هڅه وکړه چې دمحاصرې کړۍ ماته کړي، خو د الله تعالی په نصرت دښمن هر ځل د هر برید سره په شاه تمبول شوی، وسله والو ته یې مرګ ژوبله اوښتې او مهمات او وسلې یې مجاهدینو غنیمت کړې دي.

په کندوز کې دښمن د ورته برخلیک سره مخ شوی، د کندوز ښار  په مربوطاتو کې هم دښمن هڅه وکړه چې دخپلې ولکې لمن پراخه کړي، خو دلته هم دښمن د لوی شکست سره مواجه شو، وسله وال یې مړه او ټپیان شول او ګڼ شمېر وسایل او وسایط یې تخریب او مجاهدینو غنیمت کړل.

همداراز دښمن د پکتیا په زرمت کې د عملیاتو په نوم خپل زور وازمایه، خو لله الحمد له داسې ماتې سره مواجه شو چې مړي او وسایل یې پرېښودل او دوی په منډه له سیمې وتښتیدل.

دښمن خپلو غورځو پرځو ته د شفق دوه او پامیر یو په نوم عملیاتو نوم ورکړی او په پر له پسې توګه د مجاهدینو د تلفاتو او خپلو بریاوو ادعاوې کوي، واقعیت دا دی چې په زیاتره هغو ځایونو کې چې دښمن د عملیاتو دعوه کوي، مجاهدینو د دښمن هیڅ حرکت هم نه دی محسوس کړی او په هغو سیمو کې چې دښمن څه نمایشي تحرکات کړي ، مړي او ټپیان یې د جګړې په ډګر کې پرې ایښي او  بقایاوو یې د تیښتې لار غوره کړې ده.

دښمن د هیواد په مختلفو سیمو کې د غوڅ شکست سره مخامخ شوی، پراخ ځاني او محاربوي زیان ورته رسیدلی دی، دښمن اوس ټوله اتکاء پر تبلیغاتو کوي، ډير ځله په اثبات رسیدلې چې په رسنیو کې یې د عملیاتو او پرمختګونو دعوې کړې وي، خو په واقعیت کې د عملیاتو څرک هم نه وي.


Leave a Reply !



//