Home / بیلابیلي لیکني / د اسلامیزم او سیاسي اسلام  پردي اصطلاحات
د اسلامیزم او سیاسي اسلام  پردي اصطلاحات

د اسلامیزم او سیاسي اسلام  پردي اصطلاحات


سید سعید

په صلیبي اوږدو او خونړیو جګړو کې چې دښمن خپلې شومې موخې تر لاسه نه کړې او  پرله پسې له شرمونکې ماتې سره مخ شو، نو یې د اسلام او مسلمانانو پر ضد د فکري جګړې په ډګر کې داستشراق محاذ هم پرانسیت.

د استشراق د مکتب موسسین، پیل، تیوري، فعالین او فعالیت پراخ مبحث دی، ډیر وخت او څېړنه غواړي، دې لیکنې غوندي واړه مطلب کې نشي احاطه کیدای، خو په لنډو به دومره ووایو چې مستشرقین د لویدیځوالو هغه ډلګۍ ده چې اسلام کې د شکونو او شبهاتو د پیدا کولو په موخه یې شرقي علوم ( اسلامي علوم) لوستي او په زده کړه او مطالعه یې لګیا دي.

مستشرقینو د نبوي سیرت، اسلامي تاریخ، اسلامي نظام او په  اسلام کې د فردي او ټولنیزو، شخصي او حکومتي قوانینو او حقونو په اړه پنډ پنډ کتابونه لیکلي. دوی له اسلام څخه د مسلمانانو د لیري کولو په هدف په خپلو لیکنو کې زموږ  دین او اسلافو ته  په درواغو او ټګۍ برګۍ سره ډول ډول کړنې او خبرې منسوب کړې او بیا یې د همدې درواغو او افواهاتو پر بنسټ خپل کوږ قضاوت وړاندې کړی دی.

همداراز د غرب همدې مکارې ډلې خپل ځینې زاړه او نوي جوړ کړي اصطلاحات اسلامي ادب ته را داخل کړي دي. په ډیر تاسف سره  ځینو مسلمانو لیکوالو او ادیبانو هم د نه پاملرنې له امله هغه مصطلحات  په خپلو لیکنو کې استعمال کړي، چې مستشرقینو د یوې دسیسې له مخې جوړ کړي او په کارولو کې یې زموږ لوی تاوان دی.

د بېلګې په توګه د مستشرقینو د اختراع کړو اصطلاحاتو له جملې څخه  (اسلامیزم)، (اسلامیستان) او (سیاسي اسلام) هغه  مصطلحات دي چې وخت ناوخت خپریږي. ایزم معنی  مکتب، لکه  فکري او ایډیالوژیک ګمراه مکتبونه چې مشهور یې کمونیزم، سوسیالیزم، سکولریزم، کپیټالیزم، لیبرالیزم او هیمونیزم دي او یا ادبي مکتبونه لکه ریالیزم، رومانیزم او…..

پورته ذکر شوي او نور فکري او ادبي مکتبونه د فرد او ټولنې د افکارو او تخمیناتو محصولات دي، خو برعکس د اسلام مقدس دین  نه یوازې دا چې کوم فکري مکتب نه دی او نه هم د مختلفو ادبي او فکري  ایزمونو په څېر د مخلوق د کمزوري او محدود فکر محصول دی، بلکې هغه اسماني دین دی چې په نزول سره یې نور اسماني ادیان منسوخ شول، د اسلام سرچینه له انساني فکر څخه  ډیره اوچته او غوره ده، دا غوره، اوچته او شفافه منبع «الهي وحي» ده چې له بشري محصولاتو ( ایزمونو) سره په هیڅ ډول د مقایسې وړ نه ده.

د مستشرقینو بل فریب دا دی چې خلګ یې د اسلامي سیاست او سیاسي اسلام تر منځ په مغالطه کې ایسار کړي دي، ځینې کسان فکر کوي چې همدا دواړه اصطلاحات مرادف دي، خو اصل خبره دا ده چې د سیاسي اسلام اصطلاح ستره خطاء ده، ځکه سیاست په اسلام کې د ننه مهمه شعبه ده، نه یو ځانګړی اسلامي ماډل، همدارنګه دوی د واحد اسلام څخه په صوفي اسلام او جهادي اسلام سره هم تعبیر کوي، یعني اسلام تجزیه کوي، حال دا چې اسلام تجزیه نه قبلوي، حتی له یو حکم څخه انکار یې له ټول دین څخه د وتلو په معنی دی. بل دا چې په دغه ډول اصطلاحاتو سره د اسلام جامعیت او کاملوالی جرحه کوي او لویه حربه یې لا دا ده چې د اسلام د دین اساسات او مهمې غوښتنې فقط ځینو افرادو او ډلو ته منسوبوي، مثلا اسلامي سیاست او جهاد داسې ښیي ګواکې  چې همدا د افرادو او ډلو ځاني ابتکار او غوښتنې دي.

مسلمان لیکوال، ادیبان او سیاسیون باید د دښمن دسیسو ته ځېر شي، هغه اصطلاحات باید ونه کاروي چې دښمن اختراع کړي، رواج کړي او د دښمن په ګټه وي.


Leave a Reply !



//