Home / تازه لیکني او مقالې / طالبان او د هیواد د بیا رغولو جدي هڅې
طالبان او د هیواد د بیا رغولو جدي هڅې

طالبان او د هیواد د بیا رغولو جدي هڅې


له ډېرې مودې راهیسې پر خواله رسنیو او د اسلامي امارت په رسمي نشراتي څانګو کې مصور او غیر مصور راپورونه هیوادوال لولي، له ځینو سیمو نه ویډیویي راپورتاژونه هم تر سترګو کیږي چې د سیمې مسئول مجاهدین له هیوادوالو سره یوځای د شته امکاناتو په تناسب واړه پلچکونه او یا څو کیلو متري فرعي سړکونه او یا ځینې روغتیایي کلینیکونه جوړوي او د هیوادوالو لپاره د آسانتیاوو برابرولو هڅې کوي. د دې تر څنګ د هیواد له ډیرو سیمو نه د پرتمينو ښوونیزو غونډو او تعلیمي کانفرانسونو کلیفونه او راپورونه لیدل کیږي چې مجاهدین یې د دوی له لورې په نویو آبادو شویو ښوونځیو کې ترسره کوي.
نن هم د هلمند ولایت نه د یو لوی پل د جوړیدلو مستند تصویري راپور مجاهدینو خپور کړ چې د نادعلي ولسوالۍ اړوند د لوی مانده په سیمه کې مجاهدینو د هغه پر جوړولو باندې کارپیل کړی.
په پام کې ده چې دغه پل او ورسره تړلې لارې به د 2 میاشتو په اوږدو کې تکمیل شي او د عامه وګړو ګټې اخیستنې ته به وسپارل شي چې په دې سره به په سیمه کې د هیوادوالو ډیر مشکلات له منځه لاړ شي.
دا راز په کندوز، بغلان، خوست، پکتیا، نورستان غزني او ځینو نورو سیمو کې هم مجاهدینو د بیا رغونې ورته وړې پروژې په کار اچولې چې وخت پر وخت یې راپورونه خپاره شوي دي.
مجاهدین هڅه کوي چې د بیا رغونې ترڅنګ د هیواد راتلونکی ځوان نسل د علم په ګيڼه هم سنبال او د مادي او معنوي پر مختګ په لور د ګام پورته کولو جوګه شي. دوی خلک هڅوي، ترڅو خپل ماشومان مدارسو او مکاتبو ته ولیږي او خپل اولادونه د جهل او ناپوهۍ له تیارو څخه وژغوري.
مجاهدینو د هیواد په ډېرو برخو کې په سوونو ښوونځي رغولي او یا یې له سره جوړ کړي، په ډېرو سیمو کې یې ځیني وړې رغنیزې پروژې تر لاس لاندې نیولې، دا راز یې هغو موسساتو او خیریه ادارو ته د امنیت ساتلو او همکارۍ کولو ډاډ ورکړی چې له هیوادوالو سره د بیارغونې په برخه کې مرستې کوي.
دا حقیقت دی چې د مجاهدینو دا ډول معمولي خدمات د هیوادوالو ټولې ستونزې نشي حل کولای؛ مګر حتی الوسع چې مجاهدین څومره امکانات لري او هغه په کار اچوي، په داسې حال کې چې پر سر یې د یرغلګرو او د هغوی د ګوډاګیانو جنګي او بې پېلوټه الوتکې شپه او ورځ ګرځي او هر ځای یې په نښه کوي، نو داسې ناوسه شرایطو ته په کتو بیا هم د مجاهدینو دا ډول هڅې چې د هیوادوالو د هوساینې او پر مختګ لپاره یې کوي، دا د دوی همدردي او له هیوادوالو سره مینه ښیي چې دوی څومره د هیواد والو د ژوند ښه کولو او پرمختګ ته ژمن دي.
مجاهدین هیڅکله خپل کارونه د تبلیغاتي موخو لپاره نه کوي بلکي څه چې کوي هغه په ریښتینې او صادقانه ډول تر سره کوي.
که له دې سره یې پرتله کړو چې د یرغلګرو او د هغوی د ګوډاګیانو له لوري چې څومره تبلیغات په دې څوارلس کاله کې وشول چې ګویا دوی د افغانستان بیارغولو ته ژمنتیا لري او  څومره پریمانه امکانات یې په دې هیواد کې د فساد او جنګ جګړو په لاره کې ولګول، د هغوی په نسبت یې یو فیصد مصارف د آبادۍ په لاره کې و نه کړل، برعکس له هیوادوالو په یوه کال کې 3 میلیارده ډالره په رشوت کې اخلي.

Leave a Reply !



//