Home / تازه لیکني او مقالې / رسنۍ باید خپله بې طرفي وساتي
رسنۍ باید خپله بې طرفي وساتي

رسنۍ باید خپله بې طرفي وساتي


لکه څنګه چي ټولې غیر دولتي او غیر تنظیمي رسنۍ د بې طرفۍ اعلانونه تکراروي، باید همداسي بې طرفه پاته شي او په هر حالت کې بې طرفي وساتي، ولس او نړۍ ته واقعیتونه وړاندي کړي، د ښکېلاکګرو او د هغوی د ګوډاګیانو د لاس الې نشي، خو په ډیر تاسف سره چې زیاتره هغه رسنۍ هم چې د بې طرفۍ دعوې کوي د استعمار  په چوپړ لګیا دي.

ولس باید په هغو رسنیو اعتبار ونه کړي چې استعمارګرو د خپلو موخو د تحقق لپاره ایجاد کړې او د پردیو له خوا تمویلیږي، متاسفانه د هیواد په موجود مطبوعاتي ډګر کې اکثره چاپي او بریښنایي رسنۍ د پردیو له لورې رامنځته شوي، د پردیو له خوا تمویلیږي، د پردیو له لورې پروګرامونه او پلانونه ورکول کیږي او د پردیو ګټو دفاع او ساتنه کوي.

ازادي راډیو وخت ناوخت  د ښکېلاک په فرمایش د اسلامي امارت په اړه بې بنسټه، غیر موثق او حتی په ښکاره درواغو خبرونه، مرکې او تحلیلونه خپاره کړي، د دې راډیو خبرونه او تحلیلونه تر هغو باید ونه منل شي چې د اسلامي امارت ویندویانو یې تائید او تردید نه وي کړی.

دغه راډیو  د اسلامي امارت په اړه د خپل پروپاګنډ په دوام نن یو راپور خپور کړ چې ګنې د اسلامي امارت د مشرانو تر منځ د پیسو او مالي چارو پر سر اختلافات پیداشوي، د اسلامي امارت ویاند قاري یوسف احمدي صاحب په دې اړه وایې چې: موږ دغه ډول استخباراتي او مغرضانه راپورونه په کلکه ردوو، داسې هڅې په تبغلیاتي ډګر کې د اشغالګرو او په هغو پورې د تړلو استخباراتي کړیو لخوا ترسره کیږي، تر څو د اسلامي امارت په اړه اذهان مشوش کړي، لله الحمد نه د اسلامي امارت په صفوفو کې کوم ډول اختلاف شته او نه هم د مالي مسائلو په سر کومه ستونزه.

اسلامي امارت کلک او با دسپلینه اداري چوکاټ لري، مشران او کشران په کې معلوم دي، ټول د خپل مشر امیرالمؤمنین شیخ الحدیث مولوی هبة الله اخندزاده صاحب کلک اطاعت کوي، د مالي مسائلو په اړه په خورا حساس ډول احتیاط کوي، د بیت المال د راټولیدو او مصرف لپاره ځانګړی منظم چوکاټ لري او هيڅ نوعه اختلاف په کې وجود نه لري.

دا چې د آزادۍ په نامه رادیو بې له دې چې د اسلامي امارت رسمي ویاندویان د قضيي په اړه وپوښتنې، د دښمن، استخباراتي افرادو او یا نامعلومه سرچينو په حواله یو لوريز پروپاګند کوي، بې له دې چې خپل هویت لا په ډاګه کړي د اسلامي امارت حیثیت، وحدت او اتفاق ته کوم ضرر نشي رسولي.

رسنۍ باید خپله بې طرفي وساتي، که بې طرفي رعایت نه کړي له یوې خوا به تر ټولو لوی زیان خپل حیثیت ته ورسوي او له بلې خوا به یې له خپل مسؤلیت او رسالت سره لوی خیانت کړی وي.


Leave a Reply !



//