Home / اعلامیه ،تبصره،مرکه، / راځئ د خپلواکۍ ګټلو په کار کې سره یولاس شو
راځئ د خپلواکۍ ګټلو په کار کې سره یولاس شو

راځئ د خپلواکۍ ګټلو په کار کې سره یولاس شو


زمونږ د ګران هیواد تاریخ راښيي چې د هر بهرني یرغل په وړاندې د مقاومت مشري علمای کرامو په غاړه درلوده خو په څنګ کې یې ولس د صف مرصوص په شان دریدلی دی. اوس هم هغه تیر تاریخ یوځل بیا تکراریږي. له همدې امله، د یرغلګرو او د هغوی د داخلي لاسپوڅو په خلاف د یوې نیمې لسیزې د جهاد وروسته اوس دغه سپیڅلي حرکت ، دالله تعالی په مرسته ، د مجاهدینو په قربانیو او د ولس په ملاتړ، د یوه سرتاسري اسلامي ولسي پاڅون بڼه غوره کړی ده. له بدخشانه بیا تر پکتیا، له هراته بیا تر ننګرهاره، له هلمند نه تر کندهاره، ټول د یوه هدف لپاره د یوه زعامت لاندې جهادي هلې ځلې کوي ترڅو اشغال ختم او پدې ویاړمنه خاوره کې اسلامي نظام پلی شي.
دښمن غواړي په درواغجنو شعارونو افغانان سره بیل کړي. شعارونه یې ظاهرأ جذاب خو تر شا یې استعماري پلانونه پراته دي. د عمل په میدان کې ، په تیرو پنځلسو کالونو کې د ولس په حق کې ددوی نارواوې او د هوسایي او ترقي په هکله ددوی درواغجنې ادعاوې له هیڅ افغان څخه پټې نه دي.
تجربې ښيي چې ولسونه هغه وخت خپله عقیده او ارزښتونه ساتلی او سالم پرمختګ کولی شي چي خپلواکي ولري. استعمار غواړي چې مستعمره ولسونو څخه د نورو ترڅنګ د هغوی هویت هم واخلي نوځکه د هغوی د فرهنګ او ارزښتونو د بدلولو هڅې کوي. خام مواد یې لوټوي او دوی بې هویته کوي . د یرغلګرو په وړاندې ددې ټاټوبي ساتنه او دملی او اسلامي ارزښتونو څخه دفاع د ټول افغان مسلمان ولس فریضه ده. کله چې خپلواکي تر لاسه شي څوک هیڅ افغان ددې هیواد له خدمت څخه نشي منع کولی. الله تبارک وتعالی د الحجرات په ۱۳ آیت کې فرمايي:
إِنَّ أَكْرَمَكُمْ عِنْدَ اللَّهِ أَتْقَاكُمْ إِنَّ اللَّهَ عَلِيمٌ خَبِيرٌ .)
په تاسې کې د الله تعالی په نزد زیات عزتمند هغه دی چې زیات پرهیزګار دی، بیشکه الله تعالی په هر څه پوه زیات خبردار دی.
همداراز،د المائدې په سورت کې فرمایي:
(وَتَعَاوَنُوا عَلَى الْبِرِّ وَالتَّقْوَى وَلا تَعَاوَنُوا عَلَى الْإِثْمِ وَالْعُدْوَانِ وَاتَّقُوا اللَّهَ إِنَّ اللَّهَ شَدِيدُ الْعِقَابِ)
او د نیکۍ او پرهیزګارۍ په کارونو کې یو بل سره کومک کوی، او د ګناه او د سرکشۍ په کارونو کې له چاسره تعاون مه کوی، او د الله تعالی نه وویریږئ. بیشکه چې (متخلیفینو لره) د الله تعالی عذاب ډیر سخت دی.
اسلامي امارت د هیواد د ټولو قشرونو لپاره غیږه خلاصه ده. په تیره بیا هغه افغانان چې په نظامي میدان کې شتون لري خو متأسفانه اوس د یرغلګرو په خدمت کې دي. موږ په هغوی غږ کوو چې راشئ دهیواد د خپلواکي ګټلو پدې ویاړ کې راسره شریک شئ. له خپلې خاورې د بهرنېو عسکرو د شړلو او د واقعي اسلامي نظام رامینځ ته کولو لپاره به هڅې سره یو کړو. دا هیواد د ټولو افغانانو کور دی .خپل کور به پخپلو مټو جوړوو.
موږ د تیرو دوو یرغلونو نتایج ولیدل. نور یې د جوړولو په نوم کور راته ورانوی . باید پوه شو چې هغه وخت موږ د ولس په ګټه عمراني او ترقیاتي پلانونه جوړولی او عملي کولی شو چې په سر مو د استعمار توره نه وي ځړیدلی . د سیاست او اقتصاد محور مو هیوادنۍ ګټې او اسلامي ارزښتونه وي . نو راځئ چې لومړی ټول د هیواد د خپلواکی او دلته د خپلې سپیڅلې عقیدې مطابق د نظام جوړولو لپاره راټول شو او بیا د هیواد جوړولواو سوکاله کولو ته مټې راونغاړو.


Leave a Reply !



//