Home / شعراو ادب / غــــزل/حکمت
غــــزل/حکمت

غــــزل/حکمت


د درد په جزيره کي را حِصار يمه ملګــرو
بې چا يمه، بې سا يمه، بې يـار يمه ملګرو

د رب دلِقا تږى سر ببر څيري ګرېوان يم
نه مست، نه ليونى، او نه ميخوار يمه ملګرو

د يار له جدايي سره مي کلى نور پرې ايښى
ديره اوس په ها پوري خړ مزار يمه ملګــرو

وجود مي دى پرهر پرهر هيچا آرام پرې نښوم
د ګل ګل کابل جان په شان بمبار يمه ملګـــرو

دګل په شــــان ياران مي رانه يو يو روانيـږي
وهلى چي د چـــــا د زړه آزار يمــه ملګــــرو

د چا چي په ديدن به رانه کډه شول غمونــه
حکمت يې اوس له ياده ناقـــرار يمـــه ملګرو


Leave a Reply !



//