Home / شعراو ادب / اوښکي/سيد الهام
اوښکي/سيد الهام

اوښکي/سيد الهام


حيانه پټه خوله يې په پرده کې اوښکې تو کړې
ﻣﺎ ﻫﻢ   ﻭﺭ ﺳﺮﻩ  ﻧﻦ  په   ﺩﺭﻭﺍﺯﻩ  کې اوښکې تو کړې
 
هغوى تاته در خپل دي  هغوى  تا دي خپل بللي
ﻫﻐﻮ چي ﺳﺘﺎ ﻟﻪ  ډﺍﺭﻩ په ﺗﻴﺎﺭﻩ کې ﺍﻭښکې ﺗﻮکړې
 
مظلومو سپينو څاڅکو تورې شپې ورته رڼا کړې
يوسف چي د کنعان په توره  شپه کې اوښکې تو کړې
 
ها ! اوښکي بې بها ،او قدرمنی دي پاک رب ته
هرچا چي د مظلوم په جنازه کې اوښکې تو کړې
 
 ﻫﻴڅوﮎ ﺭﺍ ﺧﺒﺮ ﻧﻪ  ﺷﻮﻩ،ګلبشره ﻫﻢ ﺩﺍﺳﻲ ﺑﻮﻳﻪ
ﻃﺎﻟﺐ غوندي مي  چا پسې  ﺣﺠﺮﻩ کې اوښکې تو کړې
 
چې کوکې د عذاب يې  په خنداو  شوې  بدلې
دا چا  د رب رحمت ته  هديره کې اوښکې تو کړې
 
  الهامه!  د مظلوم  پر سر ظالم  وهل  جهاد دى
قبولې دي که چا دې  فلسفه کې اوښکې تو کړې

Leave a Reply !



//