Home / تازه لیکني او مقالې / داسلامي امارت سیاسي وجاهت دښمن وارخطاء کړی
داسلامي امارت سیاسي وجاهت دښمن وارخطاء کړی

داسلامي امارت سیاسي وجاهت دښمن وارخطاء کړی


دښمن ډیري هڅي وکړې چي اسلامي امارت په اصطلاح یو تروریستي جریان معرفي کړي،نړۍ،سیمه او ګاونډ ترې وډاروي او پرضد یې له دوی سره هر اړخیزه مرستي وکړي،مګر دنړۍ او سیمي دفعالي ډپلوماسۍ درلودونکو هیوادونودیرغلګرو او کابل رژیم په پروپاګنډ غوږ ،ونه ګراوه او د اسلامي امارت سره یې سیاسي اړیکي ورغولې.

دې وروستیو کي د چين،پاکستان او روسیې ترمنځ ماسکوه کي درې اړخیزه غونډه کي له امنیت شوری وغوښتل شوه چي داسلامي امارت پر مشرتابه بندیزونه او تور لیستونه لغوه کړي. اسلامي امارت ددې غوښتني هرکلی کوي او نړیوالو ته ورپه زړه کوي چي اسلامي امارت دیرغلګرو پرضد دملي پاڅون مشري کوي،نه یې دکوم هیواد په داخلي چارو کي مداخله کړې او نه هم چا ته اجازه ورکوي چي افغانستان کي مداخله وکړي.

که کوم څوک د افغانستان په کورنیو چارو کي مداخله وکړي،خپلو افغان لاسپوڅو ته وسلې او پیسې ورکړي او یا خپله پوځي یرغل وکړي،اسلامي امارت به یې پرضد ولس رهبري کوي،له خپلي خاوري به یې شړي او دالله تعالی په نصرت به کلکه ماته به ورکوي.

داسلامي امارت هدف دافغانستان خپلواکي او د اسلامي نظام ټینګښت دی،اسلامي امارت افغانستان کي د ټولو اقوامو او اقشارو څخه متشکل ګډ کور دی،دلته  قومي ،لساني او سمتي توپیرونه  ځای نه لري، اسلامي ارزښتونو او ملي منافعو ته ژمنتیا،پوه،اخلاص او تجربه هغه معیارونه دي چي اسلامي امارت باور  پرې لري او دهمدې معیارونو له مخي په خپلو نظامي او ملکي ارګانونو کي د عزل او نصب  چاري سمبالوي.

ددې لپاره چي نړیوال  او سیمه ییز هیوادونه دافغانستان او اسلامي امارت په اړه  دګمراهۍ په کنده کي ایسار نشي، دیرغلګرو او کابل رژیم په پروپاګنډ خطاء نشي ،اسلامي امارت نور هم باید په نړیواله او سیمه ییزه کچه خپل سیاسي روابط او دیپلوماتیکي هلي ځلي پراخي کړي،خپله داعیه د نړیوالو تر غوږونو  ورسوي او خپله تګلاره ور ته توضیح کړي.

د اسلامي امارت پوځي بریاوو،موثري ډپلوماسۍ ،سیاسي پرمختګ او نړیوال مقبولیت دښمن سخت وارخطاء کړی،یرغلګرو او کابل رژیم ډيري زیاتي هڅي وکړې چي اسلامي امارت منزوي کړي،خو داسلامي امارت پوځي قوت،سیاسي درایت او داسلام او هیواد لویو ګټو ته تعهد ددښمن موخي او پلانونه تړي وړي کړل او اسلامي امارت په سیمه اونړۍ کي د یو نظامي او سیاسي ملي ځواک او خوځښت په توګه مطرح شو.


Leave a Reply !



//