Home / 2016 دفتحو او بریاوو کال / په ۲۰۱۶ کال کي د هیواد ټولنيز او اقتصادي وضعیت
په ۲۰۱۶ کال کي د هیواد ټولنيز او اقتصادي وضعیت

په ۲۰۱۶ کال کي د هیواد ټولنيز او اقتصادي وضعیت


لیکنه: موسی مهاجر

د امریکايي اشغال په پيل کي اجیرو رسنیو خورا په درب او خرپ دا تبليغات کول، چي امريکایان د افغانستان د جوړولو او د افغانانو د ژوند د ښه کولو لپاره راغلي او د جګړې د پيل په بهير کي د هوا له لاري خپلو کرايي جګړه مارو ته د مرستو اچولو دا انګېزه نوره هم قوي کوله، چي که امریکایان بمونه را اچوي، هغه خو په طالبانو اچوي او نور خو دادي امریکایان د افغانانو د مرستې او ابادولو لپاره راغلي دي، خو په افغانستان کي د يوه سم حکومت نه جوړول او د افغانانو د ژوند نه ښه کول د امریکا د جګړه ييزي استراتيژۍ یوه مهمه برخه وه، همدا لامل دی، چي له اشغال سره د هیواد اقتصادي، ټولنيز، اجتماعي وضعیت ورځ تر بلې مخ په خرابېدو روان دی او څومره چي اشغال اوږدیږي هغومره د افغانانو ستونزې ورسره زیاتیږي.

اقتصادي وضعیت:

د اقتصادي چارو د څېړونکو په اند په افغانستان کي د بې روزګارۍ کچه ۶۰ سلنه ده او د بې وزلۍ کچه هم خورا لوړه شوې ده، د ۲۰۱۶ کال په دسمبر کي د مرکزي احصائيې له لوري یوه تازه سروې ښيي، چي ۳۹ سنله افغانان د فقر تر کرښې لاندې ژوند کوي، په ځینو ولایتونو کي دا سلنه زیاته ده، لکه د تخار ولایت ۶۶ سلنه وکړي د بې وزلۍ تر کرښې لاندې ژوند تیروي، د ۲۰۱۶ کال د دسمبر په میاشت کي د رژیم اړوند د روغتیا وزارت وویل، چي د هیواد ۴۰ سلنه ماشومان  له دې امله چي  کافي غذايي مواد نه ورته رسیږي له خوارځواکۍ سره مخ دي، د شمېرنو له مخې په هیواد کي هرکال  له ۵ کلنۍ څخه کم عمره ۱۰۰ زره ماشومان ژوند له لاسه ورکوي، چي یوازي ۴۸ زره يې دخوارځواکۍ له امله وي.

له هیواده د وګړو تېښته:

هیواد کي بې کاري هغه ستونزه ده، چي ټول ولس ورسره لاس او ګرېوان دی او د هیواد کدرونه او عام وګړي یې د هیواد پرېښودلو ته اړ کړي دي، همدا لامل دی، چي هره ورځ په زرګونو افغانان  د کار، کسب او یوې ګولې ډوډۍ د موندلو لپاره له هیواد څخه د یوه نامعلوم هدف پر لوري وځي، د روان کال له پيل څخه بیا تر دسمبر پوري ۶۲ زرو افغانانو یوازي په اروپا کي د پناه غوښتنه کړې ده، د اروپا ترڅنګ امریکا، کاناډا، عربي او ګاونډیو هیوادونو ته تیر کال په لکونو افغانان تللي دي،  له هیواد څخه د هیوادوالو د کډوالۍ لړۍ په داسي مهال روانه ده، چي اوس مهال تر ۶ ميليونو زیات افغانان له هیواد څخه بهر د مهاجرت شپې او ورځې تیروي.

کډوالۍ:

په ۲۰۱۶ کال کي له پاکستان او ایران څخه ۸ لکه افغانان هیواد ته را ستانه شوي، چي په دغو افغانانو کي یې ډیری په داسي حال کي هیواد ته راستانه شوي، چي دلته کورونه – نه لري او یا د استوګنې لپاره مناسب ځایونه نه لري، تیر کال د هیواد په دننه کي دبې ځایه شویو کسانو شمېره ۱ ميليون ۳ سوه زرو ته ورسېدله او یوازي په ۲۰۱۶ کال کي څه باندې پنځه نیم لکه کسان د خپلو کورونو او سیمو پرېښودلو ته اړ شوي دي، د رژیم له لوري په کندز کي د روانو عملیاتو له امله سلګونه کورنۍ کډوالۍ ته اړ شوي، په نورو ولایتونو کي هم په شخصي دښمنیو او غربت برسېره ډیری وګړي د کابل د رژیم د عملیاتو له امله د خپلو سیمو پرېښودلو ته اړ شوي دي، دغه کډوال له روغتیايي او د ژوند له لومړنیو اسانتیاوو څخه بې برخي دي، چي دا په ماشومانو او د هغوی په مېندو کي د مرګ د پېښو د زیاتوالي لامل شوي دي.

فساد:

د امريکایانو په لاس جوړه شوې ګوډاګۍ  اداره له سره تر نوکه په فساد کي غرقه ده، خو له فساد څخه عام افغانان زیات متضرره دي، د روڼتیا څار ادارې د ۲۰۱۶ کال په دسمبر کي په یوه تازه راپور کي ویلي، په تیرو دوو کلونو کي د دوی سروې ښودلې، چي ۹۵ سلنه افغانان له فساد څخه متضرره دي، په فساد کي یوازي د کابل د ادارې چارواکي ښکېل نه دي، بلکې بهرنیان هم ورسره ملګري دي، امریکا په تیرو ۱۵ کلونو کي په افغانستان کي په څه باندې یو ترېليون ډالرو مصرف برسېره ۱۳۵ میليارده ډالر د کابل ګوډاګۍ ادارې ته د مرستې په نوم ورکړي، خو امریکایانو داسي یو سيسټم ورته جوړ کړ، چي له یوې لارې يې پيسې ورکولې او له بلې لارې يې له هیواده بېرته ايستلې، همداراز يې د پانګوالۍ د نظام پر بنسټ په هیواد کي د سرمايې توازن تر بل هر وخت ډیر خراب کړ، سرمایه داران نور هم سرمایه داره شول، د منځنۍ کچې وګړي له فقر سره مخ شول او غريبان نورهم پسې غريبان شول، د کابل د ادارې چارواکو د امریکا او غرب په ټولو راغلو ډالرو بیرته په امریکا، اروپا، کاناډا او عربي هیوادونو کي پانګونې وکړې او د دبۍ په النخلة جزیره کي ۲۰ سلنه کورونه افغان چارواکو اخیستي دي، دا په دبۍ  کي ډیره قیمتي سیمه ده، چي د خورما د ونې په ډول د سمندر په منځ کي جوړه شوې ده، خودغه چارواکي د امریکا او غرب په راغلو ډالرو هم ماړه نشول او  د ولس شکولو ته یې هم مټې رابډوهلې دي، د شفافیت د څار بنسټ په یوه تازه نظر پوښتنه کي ویلي، افغانان د کاله ۳ ميليارده ډالره رشوت د کابل د ادارې چارواکو ته ورکوي، په راپور کي ویل شوي، د ۲۰۱۴ کال په نسبت د رشوت په ورکړه کي یو ميليارد ډالر زياتوالی راغلی دی.

غلاوي :

د امریکايي ډالرو له کمېدلو  او اجیري اردو، پولیسو او اربکیانو ته د تنخواوو د نه ورکړې سره په هیواد کي د غلاوو  کچه لوړه شوې ده، د کابل په ګډون په ښارونو او د رژيم تر ولکې لاندې سیمو کي په رڼا ورځ او د شپې غله له خلکو موټر، موټرسائيکل، موبائل او نور قیمتي شیان غلا کوي  او کورونو ته ور لويږي، څو ورځې وړاندې د کابل خلکو یوه احتجاجي غونډه وکړه او ويې ویل، چي د پولیسو په جامو کي غله د خلکو کورونو ته ور ننوځي او له کورونو څخه غلاوي کوي، همداراز دغه غله په لارو کي خلکو ته دریږي او قیمتي شیان ورڅخه اخلي، تر دې وړاندې د کندرهار ښار اوسیدونکو هم ورته شکایت درلود، چي پولیس په لویو لارو له خلکو موټر سائيکل او نور قیمتي شیان غلا کوي او د تالاشۍ په نوم د غلاوو لپاره د خلکو کورونو ته ور اوړي، له نورو ښارونو څخه هم ورته شکایتونه په تیر کال کي ډیر ترسره شوي وو.

سړي تښتونه:

سړي تښتونه یا اختطاف بله هغه ستونزه ده، چي ولسي وګړي ورسره مخ دي، له ټول هیواد څخه نژدې هره ورځ د ماشومانو، سرمایه دارو  او نورو وګړ د اختطاف او تښتونوخبرونه اورېدل کیږي، دغه اختطافونه تر ډیره په ښاري او د رژیم تر ولکې لاندې سیمو کي ترسره کیږي، اختطاف د عادي غلو له لوري نه ترسره کیږي، بلکې سترې دولتي کړۍ په دغه سړي تښتونو کي ښکېلې دي، په اګسټ میاشت کي د هرات اوسیدونکو وویل، چي د دغه ولایت د ولایتي شورا غړی محمد عسکر انوري د اختطاف ګرو  یو بانډ لري او په دغه ولایت کي  ماشومان او نور وګړي تښتوي، په افريل میاشت کي د اباسین په نوم د یوه هلک په تښتونکو او وژونکو کي د ارګ یو تن ساتونکی و، همداراز د  ۲۰۱۶ کال د نومبر په میاشت کي د فراهي ماشوم په تښتونه کي عسکرو لاس درلود او دغه هلک چي په کوم کور کي ساتل کیدو، هغه کور هم د ملي امنیت د تحقيق د آمر اړوند و، دا د سړي تښتونو یوازې څو بېلګې وې، کنه دا پيښي اوس ډیري عامي شوي او هغه تښتوني  چي په اطرافو کي د اربکیانو له لوري ترسره کیږي یا له خلکو په زوره پیسې اخيستل کیږي خورا زیاتې دي.

انساني قاچاق:

د غربي ډيموکراسۍ په دې توره دوره کي هیواد د انساني قاچاق په یوه ستر مرکز بدل شوی دی، د ۲۰۱۶ کال په جولای میاشت کي د انسانانو د قاچاق د نړیوالي ورځې په مناسبت د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د هغو هیوادونو فهرست خپور کړ، چي په ټوله نړۍ کي د انسانانو ډیر قاچاق پکې ترسره کیږي، په دغه فهرست کي افغانستان په ټوله نړۍ کي د انساني قاچاق له پلوه دوهم هیواد و،  قاچاقبران واړه ماشومان د ناوړه جنسي استفادې او د بدن له غړو څخه يې د ګټې اخيستنې لپاره تښتوي، په هیواد کي د انساني قاچاق مافیا ځوانان خطا کوي او یا يې کورنۍ ته سره او شنه باغونه ور وښيي او زامن یې له ځانونو سره بیايي، بیا دا ځوانان د مخدره موادو په قاچاق او فحشا کي کاروي، له افغانستان څخه  اروپايي هیوادونو ته د کډوالو قاچاق په پرېمانه اندازه روان دی، خو د دې ناوړه پدیدې مخنیوی ځکه نه کیږي، چي په دې کړنه کي د کابل د ادارې لوړ پوړي چارواکي ښکېل دي.

 د لویو لارو شکول:

د افغانانو لپاره بله ستره ستونزه د لارو نه خونديتوب دی، چي اوس یوځل بیا د کورنیو جګړو په مهال د لارې د سر د وحشتناکو پيښو په څېر پيښي تکراریږي، زما یوه ملګري چي له کابل څخه کندهار ته را روان و، کیسه راته کوله، وای سهار وختي تیاره وه، د غزني ولایت په مربوطاتو کي له څو پوستو څخه تیر شوو، خو په پوستو کي پولیس نه معلومیدل، وروسته چي لږ مخکې ولاړو، مخې ته مو غله ودرېدل، موږ يې ټول له ۳۰۳ بس موټر څخه راښکته کړو،  د سهار د لمانځه وخت دی، لږ تیاره ده، غلو جامې اغوستي، ملګري راته وویل، چي زما ورته فکر شو، د ځینو غلو د پرتوګ له پايڅو څخه د پولیسو د درېشۍ څوکي راوتلي، نور پوه شوم، چي دا پولیس دي او غواړي په شخصي جامو کي غلا وکړ، غږ مو ځکه نشوای کولای، چي بیا خو د وژلو ویره وه، ټول مسافر يې تالاشي کړو او چي څه ورسره وو هغه يې ټول ورڅخه یووړل، دا د څه وخت مخکې خبره ده، خو پولیس، اربکیان او د اجیري اردو عسکر اوس په رڼا ورځ او په خپلو رسمي جامو کي غلاوي ترسره کوي،  پرون په الامارة کي یو راپور راغی، چي د غور – هرات ترمنځ اربکیانو ګڼې پوستې جوړ ي کړي او له هر موټر څخه ۱۰ زره افغانۍ اخلي او چي پيسې نه يي، بیا موبائل، جامې، ګوټونه او نور شیان ورڅخه په زور اخلي، تر دې وړاند د هلمند خلکو هم ورته شکایت درلود، چي د پوستو ترڅنګ د غلو له لوري خلک شکول کیږي، همداراز د رژیم تر ولکې لاندې د هیواد په ټولو لارو د عسکرو له لوري له خلکو په یوه او بل نامه پيسې اخيستل کیږي او چي موکه ورته برابره شي بیا د غلو تر نامه لاندې غلاوي ورڅخه کوي.

مخدره مواد:

مخدره مواد د امریکایي اشغال یوه بله وژونکې وسله ده، داسي ښکاري، چي د مخدره موادو د مخنیوي لپاره چي شاوخوا ۸ ميليارده ډالر د کابل ادارې ته ورکړل شوي دا ټول د مخدره موادو په پراختیا او عامولو لګېدلي دي، د ۲۰۱۶ کال رسمي شمېرني ښيي، چي په هیواد کي په مخدره موادو د روږدو کسانو شمېره تر ۳،۵ ميليونوڅخه زیاته ده، چي یوميليون یې ماشومان او څه باندې ۸ سوه زره یې میرمنې دي، خو د معتادینو شمېره تر دې ډیره لوړه ده او  دا شمېره ورځ تر بلې زیاتیږي، د کابل په ګډون په ټولو ښارونو کي د مخدره توکو د خرڅولو ستر – ستر مرکزونه په ازاده کار کوي، د ۲۰۱۶ کال د دسمبر په ۲۹ نېټه ازادۍ رادیو په کابل ښار کي د مخدره توکو دپير او پلور د  ځایونو د معلومولو په اړه یو راپور خپور کړ،  په راپور کي څرګنده شوې، چي په کابل کي د نشه يي توکو لس دولس عمده فروشۍ دي او دا هم په راپور کي ویل شوي، چي  چارواکي او عسکر د نشه يي توکو په پير او پلور کي لاس لري.

اېډز:

د اشغال بل ناوړه سوغات د اېډز ناروغي ده، په ايډز د اخته افغانانو شمېره هم لکه په مخدره موادو د اخته افغانانو په څېر ورځ تر بلې زیاتیږي، داسي ویل کیږي، چي شاوخوا ۱۰ زره تنه افغانان په دغې ناوړه ناروغۍ اخته دي، دا هم اصلي شمېرې نه دي، خو چي څومره د نشه یانو شمېر زیاتیږي، هغومره به ورسره د اېډز د ناروغانو په شمېر کي زیاتوالی راځي.

ترافيکي پيښي

ترافيکي پيښي هر کال د زرګونو افغانانو ژوند اخلي، په ۲۰۱۶ کال کي په هیواد کي د تیر په څېر یوځل بیا خونړۍ ترافيکي پيښي رامنځ ته شوې، په می میاشت کي د غزني ولایت په مقر ولسوالۍ کي د یوې ترافيکي پيښي له امله ۷۳ تنه ووژل شول او ګڼ نور ټپيان شول، په سپتمبر مياشت کي په زابل ولایت کي یوې ترافيکي پيښي د ۳۶ تنو ژوند واخیست، په دسمبر میاشت کي په هرات، نيمروز او فراه ولایتونو کي دریو پيوسته ترافيکي پيښو ۱۲۹ تنو ته مرګ ژوبله واړوله، افغانستان د ترافيکي پيښو له پلوه په سیمه کي تر بنګلادېش وروسته دوهم هیواد دی.

طبعي پيښي:

د ۲۰۱۶ کال په افريل میاشت کي اورښتونو او سيلابونو په غزني، اروزګان او دایکندي ولایتونوکي ۳۰ تنه ووژل، سلګونه کورونه او زرګونه جریبه ځمکه یې ویجاړه کړه، په همدې میاشت کي سيلابونو په بغلان ولایت کي ۱۲ تنه ووژل او زیات مالي زیانونه یې تر شا پرېښودل،  په می میاشت کي سيلابونو په سرپل ولایت کي لسګونه کسان ووژل،تر ۲۰۰ زیات کورونه یې ویجاړ کړل او زرګونه جریبه کرنيزه ځمکه يې له منځه یووړله، په همدې میاشت کي سيلابونو د بدخشان ولایت په تیشکان ولسوالۍ کي تر ۱۰۰۰ زیات کورونه ویجاړ کړل او د دغه ولایت په نورو ولسوالیو کي یې هم سلګونه کورونه وران او لسګونه تنه يې ټپیان او ووژل، جولای کي سيلابونو په خوست ولایت کي د ۶ میرمنو او ۸ ماشومانو په ګډون  ۱۷ تنه ووژل، په ۲۰۱۶ کال کي سيلابونو په تخار، بادغیس، نورستان برسېره په ګڼو ولایتونو کي پراخ ویجاړی رامنځ ته کړ.

د ځمکو غصب:

د تیرو کلونو په څېر په ۲۰۱۶ کال کي هم د چارواکو او رژيم پلوه زور واکو له لوري د هیوادپه لرا و بر کي د ځمکو غصب روان وو، د ازادۍ کور په نوم سازمان د ۲۰۱۶ کال د فروري په میاشت کي د ځمکو د غصب تور فصل په نوم یوراپور خپور کړ، چي د وزیرانو، وکیلانو، قومندانانو، رژیم پلوه زورواکانو، والیانو، د اردو د افسرانو او نورو چارواکو له لوري په ۱۸ ولایتونو کي نژدې ۲ ميليونه جریبه ځمکه غصب شوې ده، دغه سازمان په خپل راپور کي د ځمکو د غصب یوه پخواني راپور ته هم اشاره کړې وه، چي په ټول هیواد کي ۴ نیم ميليونه جریبه ځمکه غصب شوې ده.


Leave a Reply !



//