Home / بیلابیلي لیکني / د ایوبي صلاح الدین جهادي ژوند او کارنامې
د ایوبي صلاح الدین جهادي ژوند او کارنامې

د ایوبي صلاح الدین جهادي ژوند او کارنامې


ظهیر

داسلامي تاریخ  د نومیالی فاتح  او  سر لښکر  صلاح الدین ایوبي پوره نوم صلاح  الدین یوسف بن ایوب دی، نوموړی په ۱۱۳۸ز کې ددجلې  سیند پر غاړو   د پروت  هېواد( عراق )په مشهور ښار تکریت کې زیږیدلی  و،  د پلار نوم  یې نجم الدین ایوب و   څوک چې دکرد قوم  له  سردارانو څخه و،  هغه (نجم الدین ایوب)  دصلاح الدین دزوکړې وروسته شام ته لاړ شواو  هلته دسلطان نور الدین زنګي له لوري  دبعلبک ( لبنان) والي مقررشو ، په دې  توګه دصلاح الدین ایوبي او دهغه دورونو  ل مړۍ روزنه په بعلبک کې پیل شوې.

دیادونې وړده چې کردان دایران، عراق ،شام  او ترکیې په پولو کې میشت دي  په همدې وجه هغو سیمو کردستان وایي .

لومړی ژوند:

صلاح الدین ایوبي  لومړی  ددیني علم  زده کړې پیل کړې او  له  ماشومتوبه دلمانځه پابند و،   زلمیتوب ته په رسیدو یې  پوځي روزنه پیل کړه ،ډېر ژر  یو زړور او هوښیار جنګیالی څرګند  شو،په اوولس کلنۍکې  پلار یې دمشق ته بو ته  ا هلته  یې  د نور الدین زنګي په  لښکر کې شامل کړ

د صلاح الدین ایوبي لومړۍ جنګې سوبه:

هغه مهال په مصر دفاطمي خلیفه العاضد حکومت و، هغه خپل وزیر شاور له دندې لري کړ او  په ځای یې ضرغام وزیر  وګوماره، داچې شاور دسلطان نور الدین زنګي دوست  و، د هغه مرستې ته  یې لښکر وستاوه ، دلښکر  مشر دصلاح الدین ایوبي تره سعد الدین شیرکوه و، صلاح الدین هم دهغه سره یوځای و، د ۱۱۶۴ز په جنګ کې صلاح الدین ایوبي خپله زړورتیا او میړانه وښوده  ضرغام ته په شکست ورکولو یې شاور دوهم ځل لپاره وزیر مقرر کړ، خو کله چې شاور دنور الدین زنګي سره له کړې ژمنې سرغړونه وکړه صلاح الدین ایوبي بیا  دنور الدین زنګي په حکم دمصر په  اړوند سیمه (بلبیس) ونیو، په دې سره شاور دخپل وزارت خوندي کولو لپاره دبیت المقدس( یروشلم) عیسایي پاچا المریق اول نه مرسته وغوښته  او هغوی په ګډه  بلبیس کلابند کړ خو په شام کې   دصلیبي سیمو  په لور دنور الدین زنګي پرمختګونو  عیسایي پاچا د سعد الدین شیرکوه سره جنګ بندیز ته  اړکړ اوبیرته ستون شو صلاح الدین او شیرکوه هم شام ته لاړل.

فاطمي خلافت

د ۹۰۹ نه نیولي تر ۱۱۷۱ز پورې د شمالي افریقا په ګڼو هېوادو مصري فاطمیان واکمن وو

په مصر دویمه حمله:

درې کاله وروسته دمصر غدار وزیر شاور دصلیبي پاچا المریق اول سره نوې لوظنامه وکړه په غبر ګون کې  یې  نو رالدین زنګي سعد الدین شیرکوه او صلاح الدین ایوبي مصرته واستول هغوی (جیزه )ته ورسیدل  هلته  یې یوه کلکه کلا جوړه کړه ، بل پلو المریق فسطاط (قاهره) ته ورسید  ترمنځ یې جنګ بالاخر دالمریق او العاضد دواړو ځوکونو شکست وخوړ  او شیرکوه دمصر برنیو سیموته لاړ او صلاح الدین ایوبي  مخامخ وړاندي لاړ شو او  اسکندریه ښار یې فتح کړه  کله چې المریق اسکندریه ښار  کلابند کړ په دې سره شیرکوه هم  اسکندریه ته راغی  ، دهغه په راتلو سره عیسائي پاچا (المریق)   بیا سوله وکړ ه او بیرته فلسطین ته ستون شو  شیرکوه او صلاح  الدین هم بیرته شام ته لاړل

صلاح الدین  د وزیر په حیث ګومارل:

د ۱۱۶۸ز په نومبر کې عیسایي پاچا المریق په بلبیس یرغل وکړ او  دمسلمانانو ټولوژنه یې  وکړه ،  سملاسي سلطان نور الدین زنګي شیرکوه او صلاح الدین ایوبي  دریم ځل مصر ته واستول ، صلیبي ځواکونو ته په شکست ورکولو  قاهرې ته ننوتل ، خلکو ورته ښه تود هر کلی ووایه ،  دغه مهال شاور دهغوی دوژلو سل زش جوړ کړی و خو ناکام شو . فاطمي خلیفه العاضد سعد الدین شیر کوه وزیر مقرر کړ  – دوه میاشتې وروسته  چې هفه وفات شو نو په ځای یې د  خلیفه لخوا  صلاح الدین ایوبي ته دالملک الناصر خطاب په ورکولووزیر مقرر شو ،نورالدین زنګي هم مصر کې دشیرکوه وروسته صلاح الدین ایوبي دشامي پوځ سرلښکر مقرر کړ

فاطمي خلافت ړنګول:

څه موده وروسته خلیفه العاضد دخپل یوباوري ملګري له لارې عیسایي پاچا المریق نه  دمرستې غوښتنه وکړه، خو د هغه قاصد ونیول شو،  بل پلو دالمریق په غوښتنه له قسطنطنیې نه یوه سمندرې بیړۍ او داټالیا څخه کومکي پوځیان راغلل دنیل سیند په غاړه ( دمیاط) ښاریې کلابند کړ، خو د ا هم شام کې دسلطان نورالدین زنګي په پرمختګونو  پای ته ورسول شوه  په ۱۱۶۷زکې صلاح الدین ایوبي د(خلیج عقبه) په ساحل ایله ( EIAT) باندې قبضه وکړه په دې سره دمصر او دمشق ترمنځ خنډ  صلیبي  سیمه هم  فتحه شوه ، په ۱۱۷۱ زکې صلاح الدین  په مصر کې فاطمي خلافت ړنګ کړ او دعباسي خلیفه (مستضي بالله) خطبه یې  جارې کړه

د سلطان نور الدین زنګي مړینه او د صلاح الدین واکمني:

صلاح الدین ایوبي دنور الدین زنګي لخوا  عملاًد مصر واکمن و،چې  سلطان نور الدین زنګي ومړ ، صلاح الدین دهغه کم عمر ځوی صالح اسماعیل دسلطان په توګه  او مانه ، په همدې ورځو کې له   صقلیه(SICILY) نه یوه سمندري بیړۍ تر اسکندریه پورې راغله صلاح الدین ایوبي سملاسي هلته ورسید  د درې ورځو جنګ وروسته یې هغوی  ته شکست ورکړ.

د مصر او شام سلطان:

داچې سلطان صالح اسماعیل یوکمزوری واکمن و،  ددمشق خلکو ارزو دا  وه چې صلاح الدین ایوبي د دمشق واکمن شي په دې وجه دصلاح الدین سره دصالح اسماعیل اختلاف پیداشو او دخپلې مرستې لپاره یې خپل تره سیف الدین  ور وغوښته ،  صلاح الدین هم دخلکو په غوښتنه خپلواکې اعلان کړه او په ۱۱۷۴ز کې یې سیف الدین او صالح اسمعیل ته شکست ورکړخو بیا هم صلاح الدین صالح اسمعیل دحلب دواکمن په توګه پریښود د ۱۱۷۴ ز په می میاشت کې دبغداد عباسي خلیفه نوموړي ته  دمصر، سوډان،یمن  لیبیا، فلسطین او منځني شام  حکومتونه  ورکړل او  ورته دسلطان الاسلام والمسلمین لقب یې  ورکړ

د صلاح الدین ایوبي صلیبې جنګونه:

په ۱۱۷۷زکې سلطان صلاح الدین په غزه او عسقلان کې دصلیبیانو په سیمو بریدونه  وکړل  دیروشلم ( بیت المقدس ) پاچا

(بالډن څلورم) یې مقابلې ته راغی خو دشکست سره مخ شو، په دې سره هغه دکرک ( اردن) دواکمن رینالډ په مشرۍ کې ډېر زیات صلیبیان  را ټول کړل اوبیا میدان ته راغی د(رمله) په جنوب کې سخت جنګ وشو    چې  پکې دصلیبیانو تله درنه وه د۱۱۷۹ می میاشت کې دسلطان وراره عزالدین فرخ شاه دبالډون په وړاندې شکست وخوړ خو یوه میاشت وروسته صلاح الدین ایوبي بالډون ته تاریخي شکست ورکړ  د۱۱۸۰ په جون میاشت کې دبالډون او صلاح الدین ترمنځ  د دوه کلونو لپاره جنګ بندې وشوه.

په حلب او عراق د صلاح الدین قبضه:

دګائي په نوم یوتن دیروشلم پاچاو، بل پلو دکرک ( اردن) پاچا دمصر نه په راتلونکو جاجیانو حملې کولې په دې وجه دصلیبیانو سره بیا جنګ راغی، خو دحلب واکمن صالح اسماعیل دعیسایانو حلیف شو په دې وجه صلاح الدین حلب ونیو او د ۱۱۸۳ ز په جون کې یې دعراق واک هم ترلاسه کړ د ۱۱۸۶ز په فروري کې صلاح الدین دکرک په سیمو حمله وکړه او دمکې معظمې نه دبیرته ستنیدونکو حاجیانو دساتنې لپاره یې  دخپل لښکر ټولګي ولیږل په دې سره د لبنان واکمن ریمنډ اختلافات شاته  کړل او  دیروشلم له پاچا سره روغه وکړه.

د حطین ستره سوبه:

نور سلطان صلاح الدین په کلکه دبیت المقدس دازادولو هو ډ وکړ په دې سره تر بیرغ لاندې یې  پنځوس زره پوځ راټول کړ د۱۱۸۷ز په جون کې دشپږ ورځو کلابندۍ وروسته دعیسایانو دواک لاندې (طبریه) ښار فتح کړ خو کلا  فتحه نشوه په دغه دوران کې دبیت المقدس نه راغلي صلیبي عسکر وپه (حطین) نوم میدان کې خیمې لګولې وې د سخت جنګ وروسته  صلیبي لښکر شکست وخوړ صلیبي پاچا ګائي اونور صلیبي مشران  اسیران  شو ل او هم دهغوی مقدس صلیب دمسلمانانو لاس ته ورغی

د بیت المقدس تاریخې فتحه!

دحطین دفتحې وروسته سلطان صلاح الدین دبیت المقدس په لور پرمختګ وکړ، دجنګ څخه وړاندې یې عیسایانو ته وړاندیز وکړ که هغوی وسله په زمکه کېږدي  نوزه  دهغوی داړتیاوو پوره کولو لپاره پیسې ورکوم او هم په شام کې داستوګنې لپاره ځای ورکوم ،عیسایانو دا وړاندیز  ونه مانه  صلاح الدین ښارته څیرمه راغی پنځه ورځې دښار په څلور خواوو وګرځید او معلومه یې کړه چې دشمال له لوري د(کنیسه باب) له اړخه حمله مناسب ده  هغه و چې منجنیقان یې تیار کړل او د صبا سهار  په  راختو یې کاڼي ویشتل( سنګ بار) پیل کړل کله چې مسلمانانو د(سینټ سټیفن) په نوم پاټک سره ددیوال لاندې سرنګ وکند دښار صلیبیان مایوسه شول او دامان غوښتنه یې وکړه سلطان ورته وویل: که تاسو سملاسي  وسلې وسپارلې او ښار مو مونږ ته حواله کړ نو درباندې مهرباني به وکړم ، کله چې ښاریانو وسلې  وغورځولې دښار پاټک یې پرانیست او بیت المقدس فتحه شو

نوربیا


Leave a Reply !



//